کور / اسلامي / دحضرت عيسی ع په هکله اسلامي عقيده ۷برخه

دحضرت عيسی ع په هکله اسلامي عقيده ۷برخه

بسم الله الرحمان الرحيم

وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمِنْ الْمُقَرَّبِينَ (۴۵)

(په دنيااوآخرت کي به مخور(دعزت څښتن)وي اوالله ته له نږدې کسانودی)يعني ددُنيااودآخرت دټولوخلگوپه نظرونوکي به عزتمنداومحترم شخصيت وي.

په دُنياکي به هم عزتمندوي ځکه نبوت به ورکول شي اودده تابعداراومؤمنان يې قدرکوي اوپه آخرت کي به ځکه عزتمندوي چي دده شفاعت به دده امت دمؤمنانوپه هکله مقبول وي،همدارازدخلگوپه مينځ کي عزتمندوي په هغه ورځ کي.

لکه څنگه چي په ده کي دنبوت اوشفاعت صفتونه شته چي دنوروسره يې هم تعلق شته،همدارازبه په ذاتي کمال سره

هم متصف وي،چي دی به الله جل جلاله ته له نږدې کسانوڅخه وي اودمعجزې خاوندبه هم وي چي دخلگوسره به په دواړوحالاتوکي په يوه ډول خبري کوي دمورپه غېږکي هم اوپه لوی عمرکي هم.

يعني ددواړووختونوخبري به توپيرنه سره لري،بلکي له فصاحته به ډکي وي اودلويي درجې له نېکانوڅخه به وي.

ددې صفت(چي دی به په دنيااوآخرت کي مخوروي)په يادولوکي حضرت مريم عليهاالسلام ته تسلي ورکوي ځکه چي کله دې ته ددې دزوی دپيداکېدلوزېری ورکول شو،نوډېره شونې ده چي حضرت مريم عليهاالسلام دي دانساني طبيعت مطابق پرېشانه شي چي دابه څوک راسره ومني چي زوی دي پرته له پلاره پيداشي،خلگ به تهمت راباندي ولگوي اوزوی به مي تل په بدنامه سره يادوي،زه به څنگه خپله پاکي خلگوته بيانوم؟اوپه څه ډول به خلگوته قناعت ورکوم؟

نوالله پاک وفرمايل:ته مه خفه کېږه!موږستاپاکي خلگوته ښکاره کوو،الله جل جلاله به دي په ځانگړې توگه له ټولو

تهمتونوڅخه خلاصه کړي.

نوالله دده دعزتمندۍ په لومړي ځل مظاهره داسي وکړه چي حضرت عيسی عليه السلام په ماشومتوب کي په داسي

حال کي چي دمورپه غېږکي پروت دی،خبري وکړې اودايې وويل :اني عبدالله اتاني الکتاب وجعلني نبيا(مريم۳۰)

(يعني زه دالله تعالی بنده يم،ماته به کتاب راکوي اومابه پېغمبرکوي)

ددغوخبروپه اورېدلوسره دخلگوله زړونوڅخه بدگمانۍ ختمي شوې اوټول خلگ په دې پوه شول چي دغه ماشوم يوډېرنېکمرغه انسان دی،يوازي دالله په حکم سره پرته له پلاره پيداشوی دی،دده پيدايښت دالله پاک دقدرت يوه نښه ده.

دوهم ځل يې عزتمندي هغه وخت ښکاره شوه کله چي يې دښمنانودنېولواووژلواراده وکړه،نوالله جل جلاله ژوندی اوروغ رمټ اسمانونوته پورته کړ.

اودريمه عزتمندي يې داده چي په آخره زمانه کي به بياراشي اوټول خلگ به ورباندي ايمان راوړي.

اوپه آخرت کي عزتمندي به يې لکه څنگه چي مخکي ذکرشول چي شفاعت به يې قبول شي اودخلگوپه مينځ کي به عزتمندشي.

وَمِنْ الْمُقَرَّبِينَ (۴۵)اوالله ته له نږدې کسانونه به وي.

(نوردده دمعجزاتوپه هکله به وروسته انشاءالله تعالی بيان راشي)

ددې زېري په اورېدوسره حضرت مريم عليهاالسلام په حيرانتياسره پوښتنه وکړه چي پروردګاره!زمازوی به له کومه شي؟ماته خوچالاس

قدري هم نه دی راوړی؟!!په داسي حال کي چي اولادله پلارپرته عادتًانه پيداکيږي،نومعلومه نه ده

چي دغه ماشوم به په څه توگه پيداکيږي؟آيايوازي دالله پاک په قدرت سره به پرته له پلاره پيداکيږي

اوکه به زه واده کوم اوبيابه وروسته پيداکيږي؟

الله جل جلاله دحضرت جبرائيل عليه السلام په واسطه سره ورته وفرمايل:همداسي(به ته يې،يعني واده ته دي اړتيانشته ځکه) الله هغه څه چي وغواړي پيداکوي.)

يعني الله جل جلاله ديوشي په پيداکولوکي دسبب اومادې محتاج نه دی،لکه څنگه چي الله جل جلاله په دې قادردی چي شيان دعادت اوقانون مطابق پيداکړي همدارازپه دې هم قادردی چي

پرته له سبب اومادې څخه يې پيداکړي.

دالله پاک حالت داسي دی :

کله هم چي دکوم کارکولوپرېکړه وکړي نوصرف دومره ورته وايي چي وشه نوهغه کيږي }

نوله دې کبله ددې ماشوم له پلارپرته په پيداکولوحيرانتيامه کوه!ځکه الله جل جلاله ته دغه کارگران نه دی.

علماووويلي دي چي کله الله پاک يوشي ته دسمدستي کېدلوامروکړي،کله چي دکُن کلمه ورته ووايي نودکاف اونون تريوځای کېدلومخکي هغه کاروشي.

سوال داپيداکيږي چي دحضرت عيسی عليه السلام په داسي نااشناتوگه پرته له پلاره پيداشو،له دې څخه معلوميږي چي هغه خدای دی يادخدای زوی دی(العياذبالله)لکه دنجران نصاراووچي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ددليل په توگه ويلي وو،جواب دادی: ( إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ) آل عمران /۵۹).

}دالله په وړاندي دعيسی(عليه السلام) مثال دآدم (عليه السلام)غوندي دی،چي الله(جل جلاله ) هغه له خاوروپيداکړ،نوامريې ورته وکړچي شه،نوهغه وشو}

يعني لکه څنګه چي آدم عليه السلام پرته له موراو پلاره دکُن په کلمې سره پيداشوی دی همداراز

حضرت عيسی عليه السلام هم دکُن په کلمې سره پيداشوی دی.

دجواب حاصل دادی چي دحضرت عيسی عليه السلام پرته له پلاره پيداکېدنه دومره دحيرانتياوړخبره نه ده .

لکه څنگه چي دحضرت آدم عليه السلام پرته له موراوپلاره پيداکېدنه دحيرانتياوړوه ځکه حضرت عيسی عليه السلام خوموردرلودله او حضرت آدم عليه السلام موراوپلاردواړه نه درلودل،نوکه بې پلاره پيداکېدل دخدايي اوالوهيت دليل وي بياخوحضرت آدم عليه السلام هم بايدخدای وي،په داسي حال کي چي هغه ته خدای نه وو،سره ددې چي دهغه حالت ډېرنااشنادی،نومعلومه شوه چي بې پلاره پيداکېدنه دادخدايي دليل نه دی.

خلاصه خبره داده چي حضرت عيسی عليه السلام پرته له پلاره پيداشوی،دده مورپه دنياکي له هيچاسره نکاح نه ده کړې.

دا اسلامي عقيده ده،ددې سره چي کومه خبره په ټکرکي وي هغه بېځايه اوغلطه ده.