کور / اسلامي / ايمان

ايمان

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
ايمان ترټولولوی اوقېمتي دولت دی،دايمان په څېرارزښتناکه بل هيڅ يو نعمت نشته،که هرڅومره قېمتي شيان په دُنياکي شته،بياهم دايمان
سره په قېمت کي برابرنه دي.
ځکه ايمان داسي شی دی چي ددې له امله دانسان هغه ژوندون برابرېږي کوم چي انتهاءنه لري،هغه دآخرت ژوندچي مرگ
به حلال کړی شي اوبيابه اوازوشي چي تاسوبه تل ژوندي ياست،بياپرتاسومرگ نه راځي.
خوداخبره هم هرچاته معلومه ده چي دقېمتي شي دښمنان هم زيات وي،څومره چي يوشي ډېرارزښت ولري،هومره به خطرې هم ورته ډېري
متوجه وي اوانسان که غواړي چي هغه ارزښتناک شی ورسره پاته شي اوده ته په کارورشي نودهغه شي ساتني ته به ډېره پاملرنه کوي.
نوهمدارازايمان ته هم ډېرخطرونه متوجه دي چي انسان به هڅه کوي چي له هغوخطراتوڅخه خپل ايمان خوندي کړ ي څو داايمان ورسره پاته شي او
په سخت وخت کي ورته په کارورشي،نوددې لپاره به ويښ اوسي،له دښمنانوبه
نه غافله کيږي اوډېره هڅه به کوي چي دښمنان په دې ونه توانيږي چي دغه قېمتي شی، چي ددې سره په ارزښت کي په دُنياکي بل شی برابرنشته،
ځيني يوسي.
دانسان دايمان دښمن شيطان دی اوپه شيطانانوکي انسي اوجني دواړه ډوله شيطانان شته،
دپېريانوپه شکل کي هم شته اودانسانانوپه شکل کي هم شته چي هغه خپله دشيطانت وظيفه پرمخ بيايي اوپه دې هڅه کي وي چي
په څه ډول دايمان خاوندله دغه عظيم الشان اوبې ساري نعمت څخه بې برخي کي کړي.
اودپام وړخبره داده چي يوخودغه دښمنان هم ډېردي اوپردي باندي وس هم لري
چي دانسان ايمان ته خطرات متوجه کړي،له بلې خوانوردښمنان هم دايمان لپاره شته چي هغه هم ډېرزيات دي لکه فتنې،
دانسان نفس،دحالاتوبدلون اوداسي نور…
که دچاله لاسه دغه قېمتي مال ضائع شوددغه انسان په بربادۍ اوتباهۍ کي بياهيڅ شک نشته اوداسړی داسي تباه شو
چي بيابه هيڅکله کامياب نه شي،نه به
يې څوک له بدمرغيواوعذابونوژغورلی شي اونه به دده لپاره کوم داسي لوری وي چي په هغه لوري وتښتي او
له دې بدوحالاتوخوندي شي .
ده ته به يوازي افسوزونه اوژړاوي ورپاته وي خوله دې لاري به هيڅ په لاس نه ورځي .
اوس څنگه دانسان دايمان دښمنان په دې بريالي کيږي چي له ده څخه دغه ستراوارزښتناک شی يوسي اوولي ځيني کسان له ايمانه بې برخي کيږي.
ددې دغه درې لاملونه دي :
۱:دايمان څراغ هغه وخت روښانه،بليږي اورڼاورکوي کله چي داسي توکي ورته چمتوشي چي پرهغوباندي دغه څراغ بليږي.
دايمان څراغ په بل اوسېدلوکي اوله دغي رڼاڅخه په استفاده کولوکي اورته ورته دی، لکه څنگه ؛ چې اور بوټو،غازو، تېلو
اوداسې نورودسونگ توکوته اړتيالري چي اورورباندې بليږي.
که داورلپاره هغه توکي تيارنشي،نوپه دې هرڅوک پوهيږي چي اوربيابل نه پاته کيږي بلکي سمدستي مړکيږي،رڼايې ختميږي
اوله رڼاڅخه يې فائده نه اخيستل کيږي.
داسي دايمان مثال هم دی.
ايمان علم اوعمل صالح ته اړتيالري.
ددين په هکله به ځان خبروي اوبيابه عمل ورباندي کوي.
که څوک ايمان دغسې پرېږدي،يوازي داخبره کوي چي زه مسلمان يم،نورنه ددين په خبروسرخلاصوي اونه دعبادت کولوهڅه کوي،
نه له بل چاڅخه ددين خبري اوري اونه خپله مطالعه ددين په هکله کوي،نه په دين باندي عمل کوی
دايمان درڼا لپاره چي کوم توکي ضروري دي،دهغودتيارولوکوښښ نه کوي،
نوبيادايمان رڼاختميږي،دغه بله ډېوه مري اوپرځای يې دکفر،شرک اونفاق تيارې راځي.
دې مثال ته قرآن کريم هم اشاره کړې ده. الله تعالی فرمايې:(مثلهم کمثل الذي استوقدنارافلمااضائت ماحوله ذهب الله بنورهم وترکهم في ظلمات لايبصرون(سورة البقرة:۱۷)(ژباړه:حال ددوی په شان دحال دهغه چادی چي اوريې بل کړی دی،نوکله چي اورشاوخوادده رڼاکړه،الله(جل جلاله)
ددوی رڼايوسي اودوی يې په ډېروتياروکي پرېښودول چي هيڅ شی نه ويني)
منافقانوپه ابتداءکي ايمان راوړ،دايمان رڼايې په آمناسره حاصله کړه،لکه سړی چي اوربل کړي،منافق په ايمان باندي ددُنيافائدې لاس ته راوړلې،په غنيمتونو کي برخه ورکول کېدله،په زکاتونواوخيراتونوکي دوی ته هم حصه ورکول کېده،دمسلمانانوله لوري په امن شول،
خوبيايې دهغه ايمان صحيح مراعت ونه کړ،دايمان درڼادبل اوسېدولپاره يې موادنه تيارول
چي په ترڅ کې يې رڼا ختمه اوسوځيدل يې پاته شول؛ نودايمان دخاوندلپاره ضروري ده: که غواړي، چې دايمان څراغ يې بل واوسي دعلم نافع اودنيک عمل کوښښ بايدوکړي.که څوک دې ته فکرنه کوي، نوايمان يې نشي ورسره پاته کيدلی.
که څوک ديني علم حاصل کړي،بيابه هم ددين خبري اورېدل،يامطالعه کول جاري ساتي،يوازي په دې به اکتفاءنه کوي چي داخبري مي اورېدلې دي،بلکي
نوې نوې اورېدل يامطالعه کول ضروري دي.
له دې امله به جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم دجمعې په ورځ خطبه ويله،په دې خطبه کي به وعظ اونصيحت
وو،مسائل به يې هم پکي بيانولې.
ددې وجه داده چي ددين دخبرواورېدل ضروري دي اوپه لږترلږه په اونۍ کي يوځل اورېدل يامطالعه کول يې ضروري دي.
له دې امله الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کريم کي فرمايلي دي :وذکرفان الذکری تنفع المؤمنين(الذاريات ۵۵)
(ژباړه:اونصيحت کوه ځکه چي دانصيحت يقينًامؤمنانوته گټه رسوي)
نوپه دې آيت مبارک کي الله پاک فرمايي چي نصيحت مسلمانانوته فائده رسوي،دابې گټي کارنه دی چي څوک ووايي:داخبري
خوموډېري اورېدلې دي.
٢ – دايمان مثال ديوې شنې ونې په څېردی ، چې هغه ميوه،گلان، بېخ،شاخونه اوخوندوربوى لري. ددې وني اصل اوبېخ صفاساتل،له هغو واښويې خوندي ساتل، چې ونه کمزورې کوي او تاوان ورته رسوي ، ددې ونې هروخت اوبه کول اوله غلوڅخه يې ساتل داکارونه به يې مالک کوي بيابه له خپلي ونې څخه ميوه ترلاسه کوي اوداونه به ده ته فائده حاصل ورکوي.
که څوک يوکښت وکري،بيايې خيال نه ساتي،نه اوبه ورکوي اونه يې له ضررناکووښواونوروشيانو ساتي،همداراز
له غلوڅخه يې هم خيال نه ساتي،بس يوازي کښت يې وکرلو،نوريې پرېښود.
نوپه دې خوهرڅوک پوهيږي چي داسي کښت به سړي ته په کارورنه شي،بلکي دغه خواري،ستړيااوتوخم به يې هسي عبث اوبې
ځايه ولاړه شي.
ځکه داسي کښت خوبه ډېرژروچ شي اوکه وچ نه شي نوبيابه مېوه ونه کړي اوکه يې وکړه غله به يې يوسي،ده ته به څه ترې په لاس ورنه شي.
ايمان هم داغواړي ،چې دوحی په اوبو،دقرآن کريم،احاديثواوددين په علم اودعمل صالح په اوبوسره به يې خړوبه کوي له شبهاتو، بدعاتو
او ګناهونو څخه به يې په توبۀ نصوح(خالص توبې) سره څارنه کوي.
له افراط اوتفريط څخه به يې صفا کوي اوپه اعتدال اوانصاف سره به يې مهذبه کوي نو
بيابه دغسي ايمان هم له انسان سره پاتې کيږي اوهم به په آخرت کې گټه ورکړي،له عذابونوبه يې دخلاصون سبب شي اوجنت ته درسېدلوسبب به يې وگرزي.
که داکارونه يې دايمان لپاره ونه کړل، نوبياددې ونې وچېدل اوکمزوري کيدل دوښوتروچېدواوکمزوره کيدو ډېرژراويقيني دي.
دغه کارونه چي سړی کوي نوددې لپاره دالله پاک دذات اوصفاتومعرفت ضروري دی.
همدارازدآخرت دورځي سوچ اوفکرله ځان سره مستحضرول ضروري دي.
ځکه چي کله انسان الله پاک سم وپېژني اوپرالله پاک باندي يې يقين اوعقيده کلکه جوړه شي،کله چي داسوچ هروخت ورسره وي چي الله پاک
ماويني،له هغه څخه زماهيڅ يوه کړنه پټه نه ده اويوه ورځ به دهغه په مخ کي درېږم اوپه دې حالت کي
له ماڅخه پوښتنه کيږي اوزمادکړنومطابق به راته جزااوسزاراکول کيږي، نوبياداکارونه کولای شي
اوپردين باندي عمل کول ورته اسانه کيږي.
دې مثال ته الله پاک په قرآن کريم کي داسي اشاره کړې ده الله جل جلاله فرمايي:
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ
أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء ۲۴ تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ
بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ
يَتَذَكَّرُونَ(سورة ابراهيم:۲۴،۲۵)
(آياته نه گورې چي الله دسپېڅلې کلمې مثال څنگه بيان کړی؟لکه يوه ښه ونه چي جرړې يې(په زمکه کي)کي کلکي(ښخي) وي،اوځانگي
يې په اوچت طرف کي وي۲۴چي هروخت دخپل رب په حکم سره خپلي مېوې راوړي،اوالله خلگوته دامثالونه(ځکه)بيانوي چي ښايې هغوی
پندترې واخلي۲۵)
په دې آيت مبارک کي الله جل جلاله دتوحيددکلمې لپاره مثال بيان کړی دی.
دمثال حاصل دادی چي لکه څنگه چي دخورماونه دډېروفائدووالاده،بېخ يې کلک دی،ځانگي يې له زمکي څخه داسمان وخواته پورته دي
اوددې وني مېوې په هروخت کي په مختلفوډولونوسره موجودي وي.
نودغسي دمؤمن ايمان اوعقيده ده چي ددغي عقيدې بېخ کلک اومضبوط دی چي په شکونواوشبهاتوسره له مينځه نه ځي،دغه عقيده په
زړه کي ده اوله دغي عقيدې څخه چي کوم عملونه پيداکيږي هغه پورته داسمان خواته دقبوليت لپاره خېږي،
ددغي عقيدې برکات اوفائدې په هروخت کي ترلاسه کيږي هم په دُنياکي،هم په قبرکي اوهم په آخرت کي.
کشجرة:دبخاري شريف په حديث کي راغلي دي چه له دغي وني څخه دخورما(کجورو)ونه مرادده.
طيبة:صورت يې خوندوردی،ډېري فائدې پکښي شته،په پاڼو اولرگوټولوکي يې فائدې شته.
دوني په مثال سره لکه څنگه چي مومخکي وويل،دې خبري ته اشاره ده چي لکه څنگه چي ددې وني ترقي اوتازگي په اوبوورکولوسره
راځي،همدارازدمؤمن ايمان هم ددين
په خبروسره تازه کيږي اوقوي کيږي.
همدارازدوني دقيام اودرېدلولپاره درې شيان ضروري دي:۱:بېخ۲:تنه۳:ځانگي.
دايمان لپاره هم درې شيان ضروري دي:
۱:دزړه يقين اوباور.
۲:په ژبي سره دايمان اقرارکول.
۳:اوعمل په اندامونه سره.
دغه درې شيان چي کله موجودوو،نوايمان به دانسان سره وي،خوکه دغه شيان
نه وو،نوبيادايمان پاته کېدل داسي گران دي لکه څنگه چي دوني پاته کېدل دهغودروشيانودنه شتون په وخت کي ناشونی اوگران کاردی.
٣ – مؤمن به تل دالله جل جلاله په ذکرکې مشغول اوسي؛په هېڅ حالت کې به له الله جل جلاله څخه نه غافله کيږي. که يې زړه بيداروي اوکنه،چې کله دی هميشه دالله جل جلاله داحکاموپه عملي کولواخته وي، نوپه داسې حال کي نفاق دده زړه ته لار نشي پيداکولی .
ددې برخلاف منافق داسې وي، چې کله که لږرڼاورته پيداشي،لږڅه دُنيوي گټه په يوه عبادت کي وويني، نوبس عبادت کوي،خو که نه وي، نوبيادعباداتواوددين پرواه نه لري،نوپه دې وخت کې دده زړه ته نفاق لارپيداکوي اوپه داسې طريقه يې زړه ته ورننوزي، چې ده ته يې احساس نه کيږي،دده
فکرهم نه راځي چي داپه ماکي منافقت راغلی دی، تردې چې منافقت يې په زړه کې ښه محکم اوکلک شي. هغه وخت يې اثاراونښانې څرگندي شي.
نوپه دغه وخت کي بياورته دتوبې توفيق هم غالبًانه ورکول کيږي.
ددې وجه داده
چي دده عبادت اودالله يادول دوام نه لري، کله چې خلک په يوځای کي شتون ولري، دی هم عبادت کوي،تسپې اړوي،لمونځونه کوي،اوږدې اوږدې رکوعگاني اوسجدې کوي،خو که خلگ نه وي بيا غافل وي،بيايي نه الله جل جلاله په ياددی اونه يې آخرت ته توجه شته.
نو ددې په نتيجه کي، چې له الله تعالی څخه شرم اوحياءنه لري، عبادت دمخلوق په خاطرکوي،دالله تعالی رضايې پکښي مقصدنه وي،نوالله پاک يې په زړه کې دسزاپه ډول منافقت ورداخل کړي اوبالآخره له ايمان څخه محروم شي اوله دې دُنياڅخه خالي لاس آخرت ته ولاړشي.
نومطلب داچي مسلمان بايدتل دالله پاک په عبادت کي مصروف وي،داسي به نه کوي چي په کال کي يوازي د روژې په مياشت کي عبادت کوي اونوري
مياشتي بياآزادوي،ياپه اونۍکي يوازي دجمعې په ورځ لږعبادت کوي نوري ورځي آزادوي،بلکي هروخت بايدددين په پابندۍ کي
ژوندتېرکړي اوله الله پاک څخه بايدهيڅکله توجه اوفکروانه ړوي.
الله پاک دې مونږ ټولوته توفيق راکړي چي دايمان دغوښتنوسره سم کارونه وکړواوالله پاک دي موږاوايمان نه سره جلاکوي.
آمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه ومن تبعه باحسان الی يوم الدين.