کور / تازه خبرونه / کوهستان: ځېني مليانو اين جي اوز ته د فعاليتونو نه بندولو پرسر دړکه کړې

کوهستان: ځېني مليانو اين جي اوز ته د فعاليتونو نه بندولو پرسر دړکه کړې

د خيبرپښتونخوا کوهستان سيمې ځېني مُليانو په دغه سيمه کې په فعاليتونو بوخت غيرسرکاري سازمانونه د سيمې درواياتو څخه په سرغړونه تورن کړي او په هغوي يې غږ کړى چې په کوهستان کې خپلو فعاليتونو ته تر 29 جون دپايې ټکى کيږدي.يو سيمه ييز ملا او دپخواني ايم اين اى مولانا عبدالحليم ځوې مولوي کريم داد يوې پاکستانۍ انگریزی ژبې ورځپاڼې سره خبرو کې وويل دوي اين جي او گانو ته دجون تر 29مې نيټې پورې دسيمې دپريښودو مهلت ورکړى.هغه وويل د گل په ماښام په بدا کوټ کميلا کلي کې دسيمه ييزو مُليانو يوه جرگه ترسره شوې چې مشري يې مولانا عبدالحليم کړې وه.هغه وويل په دغه جرگه کې دکوهستان دويډيو دمخې ته راتللو څخه وروستو په رامينځته شوي وضعيت خبرې اترې شوي دي.په دغه جرگه کې دکوهستان ضلعې دڅلورو تحصيلونو څخه خواؤشا 85ؤ مُليانو گډون کړى ؤ اؤ ديو وادۀ په دستوره کې دڅلورو کوهستاني ښځو او دوؤ سړو دگډا او سندرو دويډيو مخې ته دراتللو څخه وروستو په پيدا شوي وضعيت يې دانديښنې څرگندونه کړې ده .
دغو مُليانو څرگنده کړې ده چې دکوهستان دپيښې له امله سلگونه کاله زاړۀ سيمه ييزقبائيلي روايات او مذهبي معيارونه بدنام شوي.
هغوي داين جي په کارکوونکو دکوهستان دروايتونو او اسلامي ضابطو په ضد دکمپائن پيل کولو تور لگولى او زياته کړې يې ده چې دبيا بيا خبرداري باوجود هغوي دکوهستاني مُليانو او دهغوي درواجونو په ضد سازشونو څخه لاس پسر نۀ شول.مولوي کريمداد وويل په تيرو دوؤ اوونو کې چې دکوهستان قبائيل دکوم سپکاوي سره مخ شوي دا داين جي او گانو دسازشونو يوه برخه ده.هغه وويل چې بله جرگه به دجون په 29مه نيټه کيږي چې له دې وروستو به هغوي اين جي او گانو ته دسيمې دپريښودو او يا دنتيجو په اړه وروستى خبردارى ورکوي.خو هغه وويل مُليان داين جي او گانو په ضد دطاقت دکارولو کومې منصوبې نۀ لري. داين جي او گانو په کردار دنيوکې کولو سره کريم داد وويل په داسې حال کې چې دغه ادارې په تعليم کې دپرمختيا، روغتيا او انفراسټرکچر لپاره په بلينونو روپۍ ترلاسه کوي ، هغوي په مشکله په کوهستان کې په خلکو دغه پيسې خرڅ کوي. هغه مرستندويانو ته مشوره ورکړه چې دضلعې څخه بهر خلکو ته دپيسو ورکولو پځايې دې دغه مرستې دحکومت يا سيمه ييزو مُليانو په ذريعه راواستوي. له دې وړاندې مولانا عبدالحليم داين جي او گانو سره کارکوونکو ښځو ته دجمعې په يوه خطبه کې خبردارى ورکړى ؤ چې دکوهستان څخه دې لرې اوسيږي گنې دوهم صورت کې به دهغوي نکاح دسيمه ييزو ځوانانو سره کولى شي او دکومو ښځو چې دوړاندې څخه نکاح شوي وي هغوي به خپلو خاوندانو ته واپس کولى شي.هغه داين جي او گانو سره کارکوونکې ښځې دکوهستان دښځو په بې لارې کولو تورنې کړې وې.