کور / تازه خبرونه / زابل: د ښځو د ستونزو په هکله شل کسيزه کميټه جوړه سوه

زابل: د ښځو د ستونزو په هکله شل کسيزه کميټه جوړه سوه

په زابل کې نن د یوې غونډي په ترڅ کې د ښځو د ستونزو د ليري کېدو په موخه یوه شل کسیزه شورا جوړه سوه هغه غونډه چې په همدې موخه د زابل د ښځو چارو په ریاست کې جوړه سوې وه پکښي ددې ولایت لسګونو میرمنو پکښي برخه اخيستې وه په دې غونډه کې لوموړي د ښځو په ستونزو باندي خبري وسوې په جوړه سوې غونډه کې ددې ولایت د ښځو چارو ریسه صدیقه جلالي ددې ولایت له میرمنو څخه وغوښتل ترڅو سره یوموټي سي او په دې ولایت کې د شته ستونزو په وړاندي خپله مبارزه وکړي آغلی جلالی دغه راز د میرمنو څخه وغوښتل چې د ښځو چارو
له ریاست سره مرستي وکړي.
پر همدې مهال د زابل د خویندو د یون د ټولنی مرستیاله زرمینه پتاڼه وایې چې دغه شل تني میرمني به له دوى سره د ښځو د ستونزو د حل کولو په موخه مرستي وکړي او دغه راز به دوى خپله هم د ښځو ستونزو ته رسیدګې وکړي آغلی
پتاڼه زیاتوي چې دوى هیلمن دي چې ددې شورا د کار د پیلیدو سره به جوخت د ښځو ستونزي هم راکمي سي.
د یادوني وړ ده چې په مرکز کلات کې دغه شورا په داسې حال کې جوړیږي چې تیره ورځ د مور د ورځي په لمانځغونډه کې یو شمیر میرمنو به دولت تور پوري کاوه چې د دوى ستونزي ته پاملرنه نه کوي.