غم
زه پیدا یم له شعور او له احساسه
ما د زړه له کوره هیڅ کله مه باسه
مدام ژاړه په دردمنو رنځورانو
په بد حال او بده ورځ د غریبانو
په دنیا کې کونډې رنډې غریبان شته
په سل رازه زخمي زړونه په جهان شته
څوک چې سترګې لري کله وي بیغمه
اخلي برخه د یوه بل له ماتمه
په اقسامو مصیبت شته په عالم کې
زړه نژدې کړه یوه بل لره په غم کې
غافل مه اوسه د نورو له احواله
چې نور ژاړي ته هم مه اوسه خوشحاله
زړونه سوځي سترګې ژاړي مصیبت کې
څرګندېږي محبت د غم شرکت کې
خپل خواخوږي په غمو کې معلومېږي
دوستان یو د بل په بده ورځ کړېږي
زه په زړونو کې رقت پیدا کومه
مور او پلار په اولاد باندې ژړومه
عاطفه او رحم مادي پیدا کړي
دا خویونه ما جهان ته دي راوړي
بې له مانه زړه له تورو کاڼو سخت شي
قساوت پکې پیدا شي نو بدبخت شي
زه انسان له شفقت سره آشنا کړم
په غافل بې درده زړه کې درد پیدا کړم
ځکه یو د بل په درد باندې ځورېږي
مصیبت کې یو دبل ملګری کېږي
که غمجن شي یو سړی بل یې غمخوار شي
سخته ورځ کې یو انسان دبل په کار شي
لوی باعث د اجتماع او ملګرتیا یم
زړو د پاره هم زه درد یم هم دوا یم
که زه نه یم یو له بله دوستي نشته
ملګرتیا او محبت او خپلولي نشته
سره خاندي په رښتیا هغه کسان
چې وي یو د بل په غم باندې ګریان
***
شاعر : اروښاد استاد ګل پاچا الفت
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت شعري کلیات
د الفت مرغلرې دریم چاپ