کور / ترخې خبري / قرارداديان دقانون منګولوته سپارل کيږي

قرارداديان دقانون منګولوته سپارل کيږي

دغبرګولي دمياشتې په ٢٥نېټه دخوست ولايت مقام په مياشتنۍ پرمختيايي غونډه کې درايوپه اتفاق پريکړه وشوه چې ټول هغه قرارداديان چې دپروژو په پلي کيدوکې يې غفلت ،درغلي اودمنل شويو شرايطوخلاف يې په خراب څرنګوالي سره پروژې پلې کړې دي يا په غصب ،اداري فساد او نورو غيرې قانوني کړنو کې لاس و لري دقانون منګولوته وسپارل شي.

ځکه چې په خوست کې ډيرى هغه قرارداديانو چې دښوونځيو اوروغتيايي کلنيکونو دجوړيدو کارونه يې ترسره کړې دپروژو په تطبيق کې درغلي اوغفلت کړى دى اوډيرې ټول ګټې پروژې يې په خراب څرنګوالي سره پلې کړې دي.

په دويم ،دريم ،څلورم او ان پنځم لاس باندې دپروژو دقراردادنو پلورلو،په دې برخه کې دمرکزي ادارو نه پاملرنې اودقرارداديانو ناروا شخصي ګټو په بشپړه توګه په هېواداوپه ځانګړې توګه خوست کې دبيارغونې بهيرزيانمن کړى دى .همدا اوس په دغه ولايت کې ډيرې هغه پروژې چې څوکاله وړاندې په خراب کيفيت سره پلې شوې دمنځ څخه تلوپه حال کې دي اوډيرې يې دګټې اخيستنې وړ هم ندي.

سره ددې چې په وروستيو دوه کالونوکې په خوست کې په ښه کيفيت سره دپروژو دپلي کيدوته پاملرنه زياته شوې اوپه دې برخه کې دانجنيرانويولوړې مسلکې ډلې ته دنده سپارل شوې ترڅوپه منظمه توګه دهرې پلي کيدونکې پروژې څخه جدي څارنه وکړي اوهيڅ قراردادي ته ددې اجازه ورنکړي چې په خراب اوغيرې معياري کيفيت سره ټول ګټې پروژې پلي کړي.

په قراردادنوکې عدم شفافيت اوپه دې تړاو دمرکزي ادارو دمسوولينو عدم توجه هغه علتونه دي چې ترمحلي قرارداديانويې زيات دسيمه ييزې بيارغونې بهيرته زيان اړولى دى ځکه چې له يوې خوا په مرکز کې دپروژو دقراردادنوترسره کول دوزيرانو شورا دپريکړې خلاف عمل بلل کيږي اودبلې خوا بياپه ولايتونوکې قرارداديان دخپلو شخصي ناروا ګټو دخوندي ساتلوپه موخه دټول ګټو پروژو کيفيت ،اهميت اوولسي ګټې ته پام نه کوي بلکې دټولو شرايطو خلاف خپلې ګټې پالي.

دولايتي ادارې دا پريکړه چې غواړي ټول هغه قرارداديان چې په خراب کيفيت سره يې پروژې پلې کړې ،په غصب اويانورو غيرې قانوني کړنوکې لاس ولري دقانون منګولوته وسپاري ،دقانون دحاکميت،دغيرې قانوني کړنوپرضددمبارزې اوپه ښه کيفيت سره دبيارغونې دپروژو دپلي کيدو په ډګرکې پرځاى اقدام دى چې په پراخه توګه دولسونو دخوښۍ لامل ګرځيدلى دى.

ديادونې وړده چې همدا اوس مهال خوست ته داقتصاد وزارت څخه يو لوړپوړى پلاوى راغلى دى ترڅو دخوست په مرکز او ولسواليوکې دروانو پروژو له کيفيت څخه څارنه وکړي اوپه اړه يې راپورچمتو اومرکزي اداروته واستوي.