کور / رسنۍ / ولس هيله اوونيزه له چاپه راووته

ولس هيله اوونيزه له چاپه راووته

دولس هيلې اوونيزې يو پنځوسمه ګڼه په اتومخونوکې ،په اخباري كچه ،په ښكلي ډيزاين، په دوورنګوونو،تازه له چاپه راووته.په نوموړې اوونيزه کې پرسرليکنه سربېره  بېلا،بېل سياسي ، ټولنيز،فرهنګي،ادبي او روزنيزمطالب  راغلي ،چې دلوستونکو تنده خړوبولى شي.
     په دې ګڼه کې نوى کال نوې غوښتنې، ترسرليک لاندې سرمقاله ،په مورنۍ ژبه دزده کړې اړتيا،که افغان وې نو افغانى احساس ولره، دولس فقر (غريبي)،دپښتنو اصل او نسب ،راپور تاژڅه شى دى؟،مينه اټکلوونکى مبايل اختراع شو،دسرکوزي پخوانۍ ښځې واده وکړ،چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي،دجرمني دپوليسو سپي بايد بوټونه پښو کړي،دادب مرغلرې ( ټوكې ، شعرونه ،متلونه ،زړه او دنيا (ادبي ټوټې)،راحله او اشرف لنډه کيسه ، د محمد ص په هكله مالومات ،ديوه ځوان شاعر معرفي، لنډخبرونه او رپوټونه په بېلا،بېلو مخونو كې چاپ شويدي .
      موږ تاسو ټولو درنو مينه والو او لوستونکوته په ډېره مينه دولس هيلې اوونيزې د نوې چاپ شوې يوپنځوسمې ګڼې د لوستلو او مطالعې بلنه درکوو  او هيله کوو،چې د ولس هيلې د کيفيت د لاښه والي په موخه خپل نېک نظريات، پېشنهادونه ، نيوکې،خپل غوره شعرونه ، ښوونيز، روزنيز،سياسي او نور ډول، ډول  مطالب، چې دلوستونكو د پوهې سطحه لوړوي، زموږ په پته راولېږئ، څو وكولى شو ،د نوموړې اوونيزې له لارې ستاسو نظريات پرخوست سربېره د هېواد پلازمېنې كابل او نورو ګڼو ولايتونو لوستونكو ته هم ورسوو.
      درانه مينه وال كولى شي ،چې خپلې ليكنې،دولس هيلې اوونيزې په لاندې  ايمېل ادرسونو راولېږي:
                                besmillahhaqmal@yahoo.com
                                     wolas_hela@yahoo.com
                                     fazalyar_4@yahoo.com


دامتيازخاوند او مسؤول چلوونكى : څېړونكى بسم الله حقمل
مرستيال : محمدشاه فضل يار.
اړيكې : ۰۷۹۹۴۴۵۳۰۰
             ۰۷۰۰۹۲۷۲۸۲