زلمۍ خليلزاد د افغانستان و جمهوري رياست ته ځان کانديد وي

سعيد لودين | اپریل 11th, 2008



زلمی خليلزاد افغانی الاصله امريکايي چې دا وخت په ملګروملتو کې دامريکا استازۍ دی ويلي دي چېد حامد کرزي سره د سيالۍ په خاطر د افغانستان د راتلونکې جمهوري ریاست په ټاکنو کې برخه اخلي .


 


خبري  منابع  په  عربستان کې د  عکاظ  ورځپاڼي له قوله  خبر ورکوي چې په ملګرو ملتو کې د امريکا نماينده ،په خټه افغان امريکايي خلیلزاد ويلي دي چې په څو راتلونکو مياشتو کې به رسماًد خپلي دندي نه ا ستعفا ورکړي  تر څو خپل ځان  د افغانستان د جمهوري رياست  په انتخاباتي مبارزو کې  د  ګډون  لپاره  آماده کړي  .


هغه زياته کړېده چې : البته ما مخکې ويلي وه چې  په افغانستان کې به و هيڅ کومي دندي ته ځان  کانديدنکړم ، خو د افغانستان د ملت د خدمت د پاره حاضر يم په دې عرصه کې حضور ولرم .


 


و خليلزاد ته نيژدې منابعو ويلي دي چې هغه په جدي توګه دراتلونکي جمهوري رياست په انتخاباتو کې د خپلي نامزدۍ په اړه فکر کوي او خپل څومرستيالان  يې هم  وافغانستان ته  لېږلي دي  تر څو دافغانستان د سياسي او قومي  مقاماتو ملاتړ ځانته را جلب کړي  .


Copyright Larawbar 2007-2024