په کچلاغ کې د مظاهره چيانو او پوليسو تر منځ په نښته کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

رفيع الله مندوخېل | جون 16th, 2012


کوټې ښار ته څېرمه په کچلاغ سيمه کې د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ په نښته کې دوه تنه وژل سوي او د پوليسو په شمول پنځلس تنه ټپي سوي دي .
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د يوه تن له خوا قران کريم ته د سپکاوي په ضد خلکو مظاهره کوله . مظاهره چيانو د ږوب، چمن، پښين، خانوزي، زيارت او کوټې تر منځ لويه لار وتړله چې پوليسو د لارې د خلاصېدو لپاره ډزې پيل کړې، چې په نتيجه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
عيني شاهدان وايي، چې په کچلاغ بازار کې يوه تن قران کريم ته اور ورته کړ، چې په ضد يې خلک راوپارېدل او تاو تريخوالی پيل سو . خلکو هڅه کوله چې دغه کس ونيسي او په سزا يې ورسوي، خو پوليسودوی پرې نه ښودل او پخپله يې تورن کس ونيولی .
مظاهره چيانو د پنځو موټرو په شمول د پوليسو تاڼې ته هم اور ورته کړ . ژوبل کسان د کوټې روغتون ته د درملنې په موخه رسول سوي دي .

rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024