کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروالي په يوه ربعه کي څلور ميليونه ډالر عوايد لري

کندهار ښاروالي په يوه ربعه کي څلور ميليونه ډالر عوايد لري

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٢٧
کندهار افغانستان_ د کندهار ښاروال وايي چي ددې ولايت ښاروالي رياست د ١٣٩١ کال په لومړۍ ربعه کي تر دې دمه ٤ ميليونه امريکايي ډالر عوايد لري چي خورا لوى رقم د ى.
ښاروال عمر عمر چي نن يې د ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته خبري کولې زياته کړه چي لا هم ديوې ربعې يوه مياشته پاته ده او دوى په ډېر لوى تعدا عوايد لري چي ددوى لپاره ښه زيرى کېداى سي.
نوموړي له خلکو مننه وکړه چي پر وخت يې د خپلو ملکيتونو او هغو خدماتو څخه چي د ښاروالۍ لخوا ورته اماده سوي ماليه دې رياست ته سپارلې او تل همکار پاته سوي دي.
د هغه په خبره چي ښاروالي رياست خورا پياوړي سوې او د امنيتي ارګانونو په مرسته توانېدلې چي د ټولو زورواکانو او قانون ماتوونکو پر ضد په پوره پياوړتيا سره مبارزه وکړي.
ښاروال وويل هڅه کوي چي په کندهار ښار کي خصوصي سکتور ته هم وده ورکړي او سوداګرو ته په ټولو برخو کي اسانتياوي زياتي کړي ترڅوى هغوى پانګه اچوني ته تشويق او چمتو سي.
نوموړي په ننۍ غونډه کي وويل چي د عينو مېني ښارګوټي ددوى له عوايدو سره زياته مرسته کړې او يوازي يې په تيرو دريو کلونو کي له دې ښارګوټي د ښاروالۍ رياست ته ٦ ميليونه ډالر عوايد په لاس ورغلي او پلان دى چي ٣٥ ميليونه ډالر نور هم ورکول سي.
د هغه په وينا چي ښاروالۍ رياست په ١٣٨٢ لمريز کال کي دغه ساحه د عينو مېني ښارګوټي لپاره خرڅه کړې ددې ساحې په بدل کي يې د ملي دفاع وزارت ته د تور کوتل په سيمه کي همدومره مځکه ورکړې ده.
ښاروال وويل چي له لويه سره پر دې ښارګوټي ٩٣ ميليونه ډالره سرمايه ګزاري سوې او وروسته بيا اته سوه ميليونه ډالر د شخصي سکتور لخوا هلته لګول سوي او پانګه اچونه پکښې سوې ده.