کور / تازه خبرونه / زابل: یوشمیر وسلو او مهمات نیول سوي دي

زابل: یوشمیر وسلو او مهمات نیول سوي دي

د زابل د ملي امنیت چارواکي د مرکز کلات په مربوطاتو کي د څلورو بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کي یوشمېر وسلې اومهات کشف او ترلاسه کړي د زابل د والي ویاند شریف الله ناصري د دغه خبر د پخلي ترڅنګ وایي چي پدغو وسلو او مهات کي دولس میله کلاشنکوفونه ،درمیله راکیټ انداز ، یوه عراده موټر سیکل،پنځوس عدده شاجورونه ،۵ عدده شریدونه شامل دي چې د ملي امنیت د ځواکونو لاسته ورغلي ښاغلى ناصري زیاتوي چي د نیول سویو وسلو او مهماتو سره د تړاو په تور درې تنه وسله وال طالبان هم ژوندي نیول سوي.
د ملي امنیت چارواکي دغه راز زیاتوي چې نن یې هم په مرکز کلات یوشمیر چاڼیز عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې څلور تنه شکمن کسان نیول سوی چې دامهال ددې ولایت دملي امنیت د منظوفنو له لوري تر پوښتنو او ګریوږون لاندي دي نوموړي دغه راز زیاتوي چې پدې عملیاتو کې دملی امنیت مظوفینو ته کوم زیان ندي اوښتي د یادوني وړده چې دغه وسلې او مهمات په داسي حال کې د ملي امنیت له لوري نیول کیږي، چې څه موده وړاندي هم په مرکزکلات او یوشمیر ولسوالیو کې دملی امنیت دځواکونو له لوري ۶ بوشکې الکولی مشروبات او ۱۲۵ کیلو ګرامه چاویدونکي توکي نیول سوي وه.