کور / تازه خبرونه / ۱۶ تنه وسله وال وژل سوي او ۱۴ نیول سوي دي

۱۶ تنه وسله وال وژل سوي او ۱۴ نیول سوي دي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د اوو ګډو چاڼیزو عملیاتو په
لړ کې چې د کابل ، کندهار ، هلمند ، نیمروز او زابل ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ تنه یی ژوندي نیول شوي دي .
په یادو عملیاتو کې۱۴۸۲ کیلوګرامه نشه یی توکې او یوه اندازه زیادی وسلې او مهمات چې یو راکټ اچونکې ، یو میل پیکا ، ۱۷ میله کلاشینکوفونه سره د ۲۱ شاژورنو ، درِي پایي مخابري ، ۱۱ ډزه د درنو وسلو مرمۍ ، ۱۹۰۰ ډزه د
سپکو وسلو مرمۍ ، ۱۳ کړۍ ماینونه، دوه لاسې بمونه، ۱۱ عرادۍ موټر سایکلونه او دوه عرادۍ موټر دهیواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي. همداشان د افغانستان د ملی پولیسو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونوکې دري کړۍ ماینونه
او دوه ډزه د هاوان مرمې دهېواد د بیلا بیلو سیمونه کشف او شنډ کړي.
چارواکي وايي دغه شمیر ماینونه او مهمات چې تازه د دوى د فعاليتونو د ترسره کولو په موخه د کابل ، ارزګان او دایکندی ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پرځاي شوی وو کشف او په دی وسیله د څو غمجنو پیښونه مخنیوی وشو.
د کابل د۱۰۱ آسمایی زون د ملي پولیسو منسوبینو تېره ورځ پنځه تنه د غلا کولو او ټپی کولو په تړاو دکابل ښار د اوومې او اولسمې امنیتی حوزو د اړوندې سیمو نه نیولي دي، چې دم شیبه د څیړنې لاندي دي. همداشان د کابل دهوایی دګرسرحدی پولیسو یوتن د جعلی پاسپورت نه د ګټې اخیستنې په تړاو نیول دي.