کور / تازه خبرونه / کندهار: د وسلو لويه زېرمه کشفه سوه

کندهار: د وسلو لويه زېرمه کشفه سوه

د کندهار چارواکي وايي سيمه ييزو پوليسو تېره ورځ د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي د عملياتو پرمهال د مخالفينو د وسلو او مهماتو يوه لويه زېرمه کشف کړې او زياتي وسلې يې تر لاسه کړي دي.
محلي پولېسو تېره غرمه د يادي ولسوالۍ د سياچوى په کلي کي د وسلوالو مخالفينو پر ضد عملياتو وکړل چي په نتيجه کي يې ٢٠ عدده دماين کندانۍ، ٢ ميله پيکا، ٣ ميله کلاشنکوف، دوې عرادې موټرونه، له چاودېدونکو توکو ډک څلور عرادې موټرسايکلونه، له چاودېدونکو توکو ډکي ٣٠ عدده شل کيلويي ډبې او يو ميل ٨٢ ملي ميتري توپ کشف او تر لاسه سوي دي.
د تيري ورځي په عملياتو کي نه هم افغان ملي امنيتي ځواکونو، نه هم د دولت وسلوالو مخالفينو او نه هم په سيمه کي ميشتو ملکي وګړو ته کوم ډول ځاني زيان اوښتى دى.