د استاد عبدالباقي پوپل سره ځانګړې مرکه

د لراوبر اداره | جون 20th, 2012


دلراوبر ويب پاڼي ګرانو مينه والو!
دلروبر ډاټ کام د ځانګړو مرکودلړۍ دغه کړۍ زه جان محمد مهربان مخته بيايم او نننۍ مركې ته مو هغه دروند شخصیت رابللی دﺉ چي په کندهار کي يې د توپک او برچې په دوره کي ځوانان د قلم، کتاب او کتابچې خواته راوبلل!


دغه دروند استاد ښاغلى الحاج عبدالباقي پوپل  نوميږي ، په کندهار کي دانګلیسي ژبي اومدیریت (منېجمینټ)یوباتجربه اومسلکي استاد تېرسوﺉ چي تقریبا ۱۸ کاله مخکي یې دکندهار په پخوانۍ البېروني عالي لېسه کي دلوی احمدشابابا دعلمي او کلتوري مرکز په نوم دانګلیسي ژبي دکورس بنسټ کښېښود. 
            
داستاد فامیلي تخلص «پوپل» دﺉ او د ۱۳۴۹ لمريز (۱۹۷۰زېږديز) د جوزا پر ۲۹ مه نېټه د کندهار په پنجوایي ولسوالي کي زېږېدلئ دی، په دې توګه يې پرون د جوزا پر ۲۹ ( جون ۱۸) د خپل وياړمند ژوند دوڅلوېښتم پسرلی پيل سو چي د لراوبر ويبپاڼي اداره يې د کليزي له امله د زړه له کومي مبارکي ورته وايي.


داستاد پوپل مورو پلار دواړه دپنجوايي دي، دپلار له خوا پوپلزی اومور یې نورزۍ ده. استادپوپل وایي چي  پلار یې د پنجوایی څخه کابل ته د حربي ښونځۍ د لوستولو له پاره دهغه وخت دچارواکو له خوا واستول سو اوهلته یې تردولسم صنف پوري زده کړي وکړې بیا د لوړو زده کړو له پاره جرمني ته ولاړﺉاوهلته یې دخپلو لوړو زده کړو سند ترلاسه کړﺉ.



دپوپل صاحب پلار دزده کړو څخه وروسته دافغانستان په پولیسو کي مقدسه دنده تر سره کړې ده. په هماغه وخت کي يې وظیفه په صدارت عظمي کي وه، وروسته یې دڅه وخت له پاره د اسلام اباد په سفارت کي هم دنده درلوده. دوخت په تېرېدو سره دکورنۍ چاروپه وزارت کي مقرر سو چي ورپسې یې د ننګرهار د امنيې قومندانۍ د امير په توګه وظیفه اجراکړه او خپله اخري دنده یې یوځلي بیا د کورونیوچارو په وزارت کي پای ته وروسول چي بالااخره دروسي  ښکېلاګرو د راتلو سره یې په خپله خوښه تقاعد واخیست او شخصي کارونه یې پیل کړل.


استاد پوپل خپل کوچنیوالي دخپل پلارسره په کابل کي تېرکړی دﺉ خو کندهار یې هیڅکه نه دﺉ هېر کړی. استاد پوپل خپلي ابتدایه، منځنۍ او ثانوي زده کړي په کابل کي پای ته رسولي دي.



استاد پوپل وايي چي تر اوسه یې مور اوپلار دواړه ژوندي دي خو پلار یې ډېر سپین ږیری سوی دﺉ او زیاتوي چي خدای تعالی دي دانعمتونه ژر له چا څخه نه اخلي ځکه چي ده یوځوان ورور دافغانستان په تنظیمي جګړو کي له لاسه ورکړﺉ او دفامیل دغړي له لاسه ورکول خورا سخت ټکانونه ورکړه او او ډېر یې وځوروﺉ. ښاغلی پوپل وايي چي په خپل شخصي او کورني ژوند کي ډېر خوشحال دﺉ دالله پاک څخه راضي دﺉ چي  واده یې کړی او خدای تعالی پنځه اولادونه ورکړيدي چي درې یې لوڼي او دوه یې زامن دي. څلوراولادونه یې مکتب ته ځي خو یو یې دمکتب د تلو لا نه دﺉ مګر ډیر شوخ دﺉ. دلروبر ګرانومینه والو، استاد پوپل تردامهاله د وخت دښاروالانو،والیانو، وزیرانو،دمعینانو اوجمهور رئیس څخه تر ۲۰ زیاتي تقدیرنامې او تحسین نامې ترلاسه کړي دي. دپوپل صاحب څخه مو لاندي پوښتني کړي دي اودده ډېرو همکارانو،انډیولانو اودوستانو راسره خپل نظرونه شریک کړي دي چي تاسویې لوستلوته رابولو:



پوښتنه: استاده اوله پوښتنه مي ستاسودلوړو زده کړو په اړه ده چي ترکومه حده پوري دي زده کړي کړي او ایا اوس هم په رسمي زده کړه اخته یاست؟


جواب: تر هرڅه مخکي اجازه راکړﺉ چي د لراوبر ويبپاڼي اوستاسي غوندي مُخلصو دوستانوڅخه د زړه له کومي مننه وکړم چي په داسي حال کي چي اکثره خلګ او ځوانان په هغو کارونوپسي ګرځي او توجه کوي چي په هغه کي شخصي ګتي اول او اجتماعي ګتي دوهم مطرح دی،او تاسو دي خداي جل جلاله اجر درکړي چي استادانوته دي توجه سوه او ددوی یو څه ناڅه یادونه د خلګو په ذهنونو کي ژوندي ساتې! ستاسو د پوښتي په جواب کي باید ووایم چي ما مکتب په کابل کي ویلئ دﺉ او په ۱۳۶۹ (۱۹۹۰م) کي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي انستیتیوت څخه د معادل لیسانس په درجه فارغه سوی یم او بیا مي خپله ماستړي په عمومي مدیریت(General Management) کي  په ۱۳۸۰ (۲۰۰۱م) کي د پریسټن پوهنتون څخه چي په اسلام اباد کي دامریکایي پوهنتون یوه څانګه وه، لاس ته راوړه اودوکتورا مي په بین المللي روابطو کي داتلانتیک نړیوال پوهنتون څخه پس له درې کالو او ددو میاشتو تحقیق او څېړني څخه,دمې په میاشت کي تکمیل کړه او خپل ددیپلوم داخیستلو په تمه یم او هیله لرم چي ژریې تر لاسه کړم چي ستاسي شېرني هم درکړم. ددې مرحلې وروسته به یو څه توجه خپلو لیکنو(ساینسي لیکني) ته وکړم او هیله مند یم خپلي لیکني زیاتي کړم.


پوښتنه: داخومو یو نوی زېری هم رباندي وکړﺉ، مبارکي درته وایو! اوس که داراته ووایاست چي په څو كلنۍ كي له مكتب څخه په کوم درجه فارغ اودمکتب له کومو مضامینو سره دي ډېر علاقه درلودل؟


جواب: په یوويشت کلنۍ کي مي خپلي  لوړي زده کړي پای ته ورسولې او بیا دیونیم کال له پاره دمخابراتووزارت له لاري عسکري خدمت ته ولاړم او دمجاهدینوپه لومړۍ دوره کي مي خپل ترخيص واخیستئ. په مکتب او عسکري کي ډېرشوخ وم. په مکتب کي مي هم استادان څه نا څه په تکلیف کړي او په عسکري کي خو مي یو صاحب منصب هم پرارامه نه دﺉ پریښئ، خدای جل جلاله دي بخښنه راته وکړي خو نیت مي همېشه ښه وو ورته او احترام مې هم ډېر کاوه. په مکتب کي ډېرځلي  اول نمره وم خو دوهم، دریم، څلورم او یو ځلي پنځم نمره سوی هم یم، خو جالبه داده چي په لومړۍ ټولګۍ کي هم اول نمره وم او چي فارغېدم هم عمومي اول نمره سوم. په مضامینوکي ټول ښه وه خو په کېمیا کي ډېرضعیفه وم زموږ په اصطلاح خوند مي نه وو او نمرې مي همېشه کمي وې.عجبه خو داده چي په  ژوند کي یو ځلي مشروط سوی یم خو هغه هم د رسم په مضمون کي. د امتحان په ورځ مي یو څه شوخي وکړه او معلم صاحب هم د امتحان پارچه راڅیري او د صنف څخه یې په وهلو-وهلو ویستلم. خو خداي دي خیر ورکړي بیایې په سالانه امتحان کي کامیابه کړم.


پوښتنه: ستاسو په اړه ويل کيږي چي د هيواد په کچه يو له هغو کسانو څخه ياست چي ډېره ښه انګرېزي يې زده ده، چيري مو پيل او څومره مو وويل؟


جواب:ما انګرېزي ژبه په کابل کي د (کابل سنټر) او یو څه مي په (لنکویج سنټر) کي ویلې ده خود (کابل سنټر) مکمل کورس چي ۱۴ سمیسټره وو،په دوه نیم کاله کي مي تکمیل کړﺉ او له همدې کورس څخه فارغه سوی یم. زه فکر نه کوم چي انګلیسي مي دومره قوي وي لکه تاسي چي فکر کوﺉ خو خپل مشکل په حلولای سم.اوس ځوانان ډېرتکړه دي او دنوي میتودونو سره اشنا او واقعآ ډېره ښه انګریزي وایي.


پوښتنه: په ځینو غونډو کي ما ستاڅخه دارواښاد الفت صاحب دغه شعر اورېدلی دﺉ:
یوپټ غلی احساس دﺉ چي ارم مي نه پرېږدي
په اور مي کړوي لکه چي خام مي نه پرېږدي
جرئت مي زیاتوي دومره په ځان یم پوه شوی
غافل له خپله حقه او غلام مي نه پرېږدي

دغه شعر څه احساس درکوي؟


جواب: زه ټولوپوهانواوخاصتاً شاعرانو ته احترام لرم خو چي وخت پیدا کړم د الفت صاحب او رحمان بابا شعرونه نسبتاً ډېر لولم اوډېرمي خوښیږي،ځکه درحمان بابا شعرونه مي همېشه اخرت راپه یادوي او دښو کارونه لارښونه راته کوي،او د الفت صاحب شعرونه مي د انصاف او عدالت درد راپاروي او دخپل حق د غوښتني احساس مي راژوندی کوي. دوطن مینه باید دهر انسان سره او خاصتاً د هر افغان سره وي. وطن د مور حیثیت لري او دغه مور مو تر هري مور ډېره ځورېدلې او دردونه او زخمونه یې تداوي اوعلاج ته اړتیا لري او دو طن عزت دسړي خپل عزت وي. د غني خان دغه شعر دﺉ چي وايي:
(ستا عزت چي نه وي زه به نوم او عزت څه کړمه      ته چي خوار و زار یې زه به خوب او راحت څه کړمه)
داشعرمي همېشه په یاد وي خصوصاً چي خارجي سفرونه وکم او بیا هیواد ته راستون سم نو داخبره بیا بیا راته ثابته سي.


پوښتنه:په افغانستان دي کوم اثار اودکوم لیکوال اثار ډېر خوښیږي چي په لوستلو یې نه ستړی کېږې؟


جواب: د ارواښاد الفت صاحب او علامه سید جمال الدین اثار مي ډېرخوښیږي. زما ژوند مخکي ډېرمصروفه وو او د نورو اثارو دلوستلو وخت مي ډېر نه درلودﺉ. اوس مي د دکتورا کارونه خلاص سول، هیله لرم چي خپله مطالعه ډېرکړم ځکه ډېر نوي او قوي لیکوالان چي اکثره یې ځوانان دي میدان ته سوي دي او غواړم ددوی اثار ته اولیت ورکړم او وې وایم ځکه ددوی دردونه اوسني دي.


پوښتنه: د انګرېزي تر څنګ په نورو کومو ژبو پوهيږئ ، ايا له دغو ژبو مو پښتو ته ژباړي هم کړيدي؟


جواب: زه په څلورو ژبو چي یوه یې زما مورنۍ ده رواني خبري او لیک کولای سم یعني پښتو، دري، انګرېزي، اردو اوڅه  ناڅه په عربي هم پوهېږم او ستا همصنفي وم په عربي صنف کي خو هیله لرم چي عربي ژبي ته توجه ډېره کړم تر څو دغه خوږه ژبه چي ډېرداهمیت وړ ژبه ده ښه زده کړم. هو تردې مهال مي ځیني ساینسي مضامين له انګريزي څخه پښتو ته ژباړلي دي.


پوښتنه: پسله رسمي بوختياو د څه شي سره ډېره مينه لرئ؟ ځکه زه چي تاسو ته ګورم ترځان قوي راته معلومیږئ که څه هم زه دعمر له مخي تر تاسو کشر يم، ايا سپورټ هم کوئ ؟


جواب: درسمي کارونو تر څنګ ډېردسپورټ شوقي یم او بېله سپورټه به مي ژوند ډېرتریخ وي. د سپین ږیرو په اصطلاح په ځوانۍ کي خورا غښتلی ورزش کار وم. په تکواندو کي مي په خپل کلب کي لومړی مقام درلود،او د بدن د ښکلا په ورزش کي مي په ټول  افغانستان کي (د ځوانانو په ټیم کي) دوهم مقام خپل کړﺉ او ښه ورزشي ډیپلومونه مي تر لاسه کړي دي. سر بېره پردغو ورزشونو اوس هم د لامبو او والیبال سره ډېره مینه لرم او کله ناکله یې کوم. اوس ډېروخت د خپلو ماشومانو سره مصروف یم، يو دمعلم څخه شکایت لري او بل بیا مقاله راڅخه غواړي؛ د پنځو کوچنیانو روزني مي ډېر وخت نیولی خو بیاهم غواړم چی تل د سپورټ او د ژبي د زده کړي سره بوخت ووسم.


پوښتنه: د افغانستان د کومو ولايتونو سره ډېره اشنايي لرئ او کومو ته مو سفرونه کړيدي؟


جواب:ما د خپل ښایسته وطن تر۲۰ زیات ولایتونه لیدلي دي چي هریو یې خاص خصوصیات لري. زموږ وطن په ریښتیا ډېرښکلی دﺉ.په ولایتونو کي له کندهار وروسته،کابل او بامیان مي ډېرخوښیږی.خو بیا هم وایم چي هر یو ولایت ځان ته خاصه ځانګړتیا لري.


پوښتنه:د نړۍ کومو هيوادونو ته مو سفرونه کړيدي؟


جواب: دهیواد څخه دباندي مي الحمدالله ډېرسفرونه کړي دي اوتر ۲۵مي ډېرهیوادونه لیدلي دي یعني دافغانستان دهمسایه ملکونه څخه بیا د اندونیزیا څخه تر امریکا پوري او بیا د جاپانه څخه تر برازیله پوري. داروپا یي ملکونو څخه تر افریقایي ملکونو پوری. په باندنيو اروپايي ملکونو کي مي ایټالیا او په اسلامي ملکونو کي مي اندونیزیا ډېره خوښه سوې ده. د ایټالیا په لیدلو سره انسان ته د روم هغه تاریخ ورپه یادیږي چي دغه خلګو څومره لوړ همت درلود او ډېر غټ کارونه او آثار یې بشریت ته په میراث پریښي دي،خو باید ووایم چي په خرابات او ښه بر خورد کي بیا امریکایان نامیان دی .زموږد سحرایانو(پنجوایي) په اصطلاح خانه والا خلګ دي.


پوښتنه: په دغوهیوادونو کي، هغه څه شي وه چي  دلیدلوپرمهال یې ته ډېرمتاثره کړې اوایا هغه موږ په خپله ټولنه تطبیق کولای سو؟


جواب: ددوی تحصیل او حقایق ویلو زه ډېر متاثیره کړی یم چي دغه اصلاً باید دیوه مسلمان خواص وای خواوس دوی خپل کړي دي. دکاناډا ۵۰ فیصده محصلين ماسټري اخلي بيا کار شروع کوي او بل داچي د خارجيانو اکثريت دروغ نه وايي. دوی په ډېر جرءت درته وايي چي (ما په ځوانۍ، دتعلیم او تحصیل په دوره کي تشنابونه پاکول او يا مي په هوټل کي مزدوري کول) مګرموږ بیاځانونو ډېرغټ-غټ معرفي کووخو که یو سېلاب راسي ښځي مو یوه ګونۍ اوړو او یوه ټیم غوړو ته ولاړي وي، او یا لوړ موقف ته ورسیږو بیا خپل ابتدایه ژوند مو هېر سي او ځانونه غټ معرفي کوو.نوباید موږ علم حاصل کو او درواغ وانه وایو.ښه ته ښه ووايو او بد ته بد ووايو.


پوښتنه: تا سو په کندهار کي ۱۸ کاله مخکي یعني په ۱۳۷۳کي دلومړي ځل له پاره دانګلیسي ژبي کورس پرانیستئ ددغه کورس دتاسیسولو نظریه څنګه درته پیدا سوه اودپرنیستلوپرمهال یې دکومو چلینجونو سره مخ سواست؟


جواب: دکورس دتاسیس خبره خو زما دژوند تر ټولو خوږه خبره ده ځکه چي په یو ډېرتاریخي ترخه وخت کي تر سره سوو. هغه وخت چي زه له کابل څخه کندهارته راستون سوم، تازه مي څوارلس کلن ورورچي احمد شاه نومېدﺉ،په کابل کي د مجاهدینو په خپل منځي جنګونو کي شهید سوی وو اودیوې ورځي فاتحې څخه وروسته مو د کندهار په لور ګډه بارکړه.هغه عمر چی د مرګ نه وو خیر په هرصورت دافغانستان شرایط وه او هر چا دفامیل غړي له لاسه ورکړل.


خبره داده چی زه په کابل کي همېشه به خپل کندهاریتوب نازېدم او موربه مي هم همېشه راته د احمد شاه بابا د غزاګانو کیسې کولې او دغه یې یو دلیل وو چی زما د ځوانيمرګ ورور نوم یی هم احمدشاه ایښی وو. خیر خبره لیري ولاړه نه سی، موږکندهارته راغلو، خپل ټاټوبي یعني پنجوایي ته ولاړو او د ورور فاتحه مو هم هلته ونیول او دوې هفتې مو په پنجوایي کي تېرې کړلې. پنجوایي هغه ځای نه وو چي موږ وکولای سو خپل پاته ژوند هلته تېر کړو؛زموږ لاسونه اواوږې یامه او بزګري ته نه وې جوړي. د قلم بازاربیاهلته نه چلېدﺉ خو خدای شاهد دﺉ چي خلګو یې ډېره مینه راکره لنډه دا چی بیرته کندهار ښارته راغلو.


دکندهار د ښار حالات ورځ په ورځ خرابېدل او ټوله مکتبونه بند وه، په موټرانو کي ځوان هلکوان د سلاح سره په بایپورونو کي او پر موټرګاټانوباندي کښته او پورته کېدل او اکثره نور ځوانان د پلار او مو ر له خوا به پاکستان ته استول کېدل دا په دې خاطر چي له یوې خوا ددرس هیڅ زمینه نه وه برابره او له بلي خوا داخلاقی فساد څخه بېري دې ته مجمبوره کړي وه. هغه کندهار چي تاریخ یې ټول جهان ته معلوم وو خپل ګټلی نوم یې په خطر کي وو حتی د هلګانو دواده ددرواغو قصې او آوازې  په کوټه کي کرځېدې چي ډېردردونکي حالات وو. نو ترخې کیسې خوراډېري دي. رابه سو خپل د کورس د تاسیس موضوع ته.


زه به هره ورځ ماځیګر پس له ورزش څخه په جاده کی کښیناستم او حالات به مي څارل، په دې وخت کي مي استاد کبیر چي زه همېشه ورته کبیر خان وایم ولید، موږ په کابل کي لاسره پېژندل ځکه پلرونه مو هم صاحب منصبان وه او فامیلي شناخت موهم درلودﺉ. ما اوکبیرخان به دحالاتو په اړه بحثونه کول او په دې وخت کي محمود مستري د بینان سیوان پر ځای د ملګروملتونو د استازي په حیث ګمارل سویدﺉ او کندهار ته راروان ووخو حالات دخرابېدو په حال کي وه چي خلګود مظاهرې پلان جوړ کئ او بدبختانه ترپنځوسو(۵۰) زیات خلګ په یوه مظاهره کي د چهارسو په چوک کي په یوه ورځ شهیدان سوه. ما او کبیر خان به خبري کولې چي دوطن حالات به څنګه کیږي او خصوصاً د کندهار دا خپلمنځي جنګونه به څنګه ختمیږی؟ په دې فکر کي وو چي څنګه ځوانانو ته یو خدمت وکړو،د سیاسي بحثونو څخه په دې فکر کي وو چي څه باید وکړو؟ په دغه خبروکي به مو هفتې هفتې وخت تېرسو او دکورس د جوړولو خبري منځ ته راغلې او یو څه نورملګري به مو هم پیداکول په دې لړ کي مو نعمت الله ارغنداوی ،  قدرت الله نعیمي راسره یو ځای سول،وورسته حاجي یونس اوداسي نور. خو دکندهار جنګونه خورا ډېرسول او په دې وخت کي زموږ فامیل بیرته کابل ته ولاړﺉ، زه ددفتر په مېلمستون کي یوازي اوسېدم.


یوه شپه مي ترنیمي شپې پوري سوچ وهئ چي بلااخره تصمیم مي ونیوﺉ اودکورس له پاره مي نوم او نښان انتخاب کړﺉ.په کندهار کي دنوم انتخاب هم ډېر حساس وو. خو خیر د احمدشاه بابا دای ارسي کورس مو انتخاب کړﺉ ځکه چي له یوې خوا احمدشابابا هغه لوی شخصیت وو چي دامپراطورۍ سیاسي، نظامي، عرفاني او فرهنګي بڼه یې نه یوازي په افغانستان کي بلکي په دنیا کي ثابته وه له  بلي خوا مي دهغه شهید سوی ورورنوم ژوندی پاته کېدﺉ.


زه ولاړم کوټي ته ځکه مااورېدلي وه چي هلته د IRC په نوم یو غټ کورس سته. کورس مي پیدا کئ، د کورس مشر محترم عبدالله وزیري وو او ماخپل د کورس طرحه ورته وړاندي کړل ،دده څخه مي د کتابونو او درسي موادو غوښتنه وکړه.ده ډېر ښه برخورد راسره وکئ خو متاسفانه استادانویې یو څه پسخند راباندي ووهئ چي کندهاروګوره او تعلیمي کورس او تعلیم! او یا شاید زما پر ظرفیت چي د کورس د چلولو وړتیا لرم که څنګه خو خیرپه هر صورت،ما ډېره حوصله وکړه او شپېته کتابونه او یو څوکېسټونه مي موټر ته ورواچول او کندهارته راغلم، دځای دپیداکېدو په فکرکي وم. دا فکر مي کوﺉ چي باید په یوه مکتب کي داکورس جوړسي او دې ته منتظر وم چي څو ورځي ورسته، اراوښاد حاجي ملا ګل آخند (ملا نقیب الله اخند) خدای دې دټولو مسلمانانو سره وبخښي، زموږ دفتر ته راغئ ځکه دی به په هفته کي یو ځلي زموږ دفتر ته راتلئ او دخارجیانو سره به یې مجلس کاوه او د خپلو کارېزنو د پاکولو پروژه به یې هم مطرح کول.


په دغه ورځو کي یوه ورځ ماځیګر وو چي دی پر خپل ښایسته آس باندي راغئ،دماځیګر لمونځ یې هم راکئ او دخارجیانو سره یې مجلس وکړﺉ،مابه همېشه دده ترجماني کول. د مجلس په پای کي مي دکورس دتاسیس خبره ورسره شریکه کړه او خپل پلان مي ورسره شریک کئ، هغه ډېر خوشحاله سو او راته وې وویل  زما څخه څه کومک غواړې؟ ماورته وویل چي د البېروني لېسې مکتب غواړم ځکه هغه  قوماندان چي پکښي اطاق درلودﺉ او غټ-غټ کوټه سپیان یې پکښي درولې وه، دده قوماندان وو. ده د کاغذ غوښتنه وکړه او ما عاجل کاغذ ورکړﺉ نو یې په ټینګه قوماندان ته ولیکل چي مکتب ماته راتسلیم کړي خو دا خبره یې هم راته وکړه چي عربي ژبه به هم شاګردانو ته ورشروع کوې ځکه چي ډېرثواب لري، ما هم ورسره ومنل. خط مي  ور وړﺉ قوماندان صاحب ته، خو قوماندان صاحب نږدې وو په وهلو-وهلو مي وباسي خو زه بیرته راغلم قول اردو ته اوملاګل اخند مي پیدا کئ، کیسه مي ورته وکړه او ده خپل یو انډیوال راسره کئ بیا ورغلو قوماندان ته؛ دا ځل قوماندان پوه سو چي نه کیږي! په ډېردرد یې راته وویل چي بل سبا راسه ځای به خالي وي.


زما باور نه پر راتلئ خو همغسي وسوه او اخیرمي مکتب ځني ونیوﺉ! بس نوخوشحالي په موږګډه سوه. یوانډیوال صنف جارو کوي بل سرای پاکوي، بل تشنابونه پاکوي،زه دصنفونواو دادارې په انتخاب بوخت یم. ولاړو یوه کوچنۍ لوحه مو فرمایش ورکړه، په خپل کمپیوټر کي چي هغه وخت لږ خلکو پېژندﺉ، اعلانونه مو ولیکل او ملګرو په ښارکي کاغذان ومښلول. لنډه دا چي په سبا، په یوه ورځ کي، قدرت الله نعیمي، ۶۰ داخلې ورکړي وې او بله ورځ یې هم تر ۶۰ اضافه داخلې ورکړې. زه وارخطا سوم چي زموږ کتابونه کم سول،نو بیا ولاړم کوټي ته او ۶۰ دانې نور کتابونه مي په یوه ورځ راوړل . کورس د ۱۳۷۳کال د سرطان پر ۲۶ نیټه  ددوبي په ګرمي کي رسمآ پرانیستل سو.


امتحان مي د شاګردانو څخه واخیستئ او دوه د لېول ون اویود لېول ټو او یو بیګنر صنفونه جوړسول. ما لېول ون صنفونه واخیستل او استاد قادري لېول ټوصنفونه واخیستل اوډاکټر شمس الحق بیګنرصنفونه واخیستل. چوکیاني درک نه لري پر پټوانو ناست یوهمداسي تخته او تباشیرخو استادان په یو شوق درس ورکوي او شاګردان تر استادانو لا په شوق درس وایي. په کندهار کی یو امید پیدا سو خلګ هم خوشحاله دي هم حیران! وروسته مو دداخلې په پیسویوڅو چوکیاني ترمیم او نوي چوکیاني مو هم رانیولې. کورس شروع سو او تراوسه الحمدالله ددوستانو په مرسته او ټینګه اراده روان دﺉ خو په دې لړ کي موډېري ترخې او خوږې خاطرې هم ولیدلې د بیلګی په توګه، درې ځلي یې د کورس څخه وشړلو، دوه ځلي د مجاهدینو په دوره کي او یو ځلي د طالبانو په دوره کي. درې ځلی مو کورس ته غله رالوېدلي دي او دکورس پیسې او مال یې راڅخه وړی دﺉ. استادان مو وهل سویدي، دسر ورېښتان یې د شاګردانو په مخ کي غچي سوي دي،توهین او تحقیرسوي دي خود ملګرو اراده نه ده بدله سوې.


پاته دي نه وي چي محترم مولوي متوکل اخندزاده دکورس دفاع اوپه سختو شرایطو کي مرسته راسره کړې ده. دکورس د استادانو چي نومونه مي په یاد دي یو په یو یې درته وایم اوهریوه ته مي خاص احترام په زړه کي دﺉ او که مي کوم یو له یاده وتلی وي. بخښنه دي راته وکړي ځکه هغه  پخوانی دماغ می پاته نه دﺉ او انسان عاجزه دﺉ. دښاغلي حامد متواضع په ابتکار، زموږ په کورس کي ابتدایه مکتب جوړ سو، دتایپیسټي څانګه مخکي هم فعاله وه خو سیدنادرشا اغا زغم ښه پسي عصري او منظمه کړه، حاجي صمیم صاحب، ولي امین او انجینر روښان کلتوري اومشورتي کمېټي راژوندي کړې، سردار محمد صالحي دځوانانو دروزولوله پاره دسیالیو دکمیټې مسولیت په غاړه واخیست، هدایت الله جانان دکمپیوټر څانګه عصري کړه، احمدشاکرحبیبي دسیالیو دکمیټې ترڅنګ دنظم او دیسپلین کمېټه جوړه اوفعاله وساتل. شاکر حبیبي ځوانانو ته توجه وکړه اودهغو دظرفیت له پاره یې ښه کارونه ترسره کړهمثلاً، په صنفونوکي به یې په شاګردانو پسي کتل اودهغوبیده استعدادونه راویښ کړه چي ښه مثال یې شاکر عزیزي دﺉ چي ښه ممثل او ډراماټیسټ ځني جوړ سو او بیا تکړه جورنالیست سو. تاسو(مهربان) دصنفونوپه تدریس کي فعاله رول ولوبوﺉ او منیرجان بیا دټول کورس مدیریت، نظم او رهبري ته تراوسه اوږه ورکړې ده.



 
پوښتنه: ډېره مننه چي دکورس په اړه مو کافي معلومات راسره شریک کړه. دموضوع دباندي دوې اضافه پوښتني راته پیدا سوې: اول، ولي دپخواني صاحب منصبانودزامنوڅخه سترشخصیتونه جوړ سوي دي؟ اوبله پوښتنه داده چي ډېرخلګو هم زما څخه کړې ده چي پوپل صاحب ولي پرمنیراستاد ډېراعتماد لري؟ که يې په اړه لنډ جوابونه راکړﺉ، ډېره مهرباندي به مو وي.


جواب: صاحب منصبان دوخت او مشرانو زیات احترام لري، دنظم ډېرټینګ پابنده دي او دخپل وطن سره داسي مینه لري چي سرپرورکوي. زما پلار به هېمشه ویل چي (وطن دمور حیثیت لري!) شاید دادصاحب منصبانو په اولادونو کي یو ارثي خاصیت وي چي دوی ډېروطن دوسته دي. منیرجان خو ډېرښه خویونه لري، مصنوعي حرکات نه کوي. زما نظریات یې ډېر په ټینګه رد کړي دي او دبحث پرمهال یې داسي خبري راته کړي دي چي عصاب یې راخراب کړي دي، په هغه ګړي یې زه ډېرخوابدی کړی یم خو وروسته زه پوه سوی یم چي دی پرحق وو او هغه څه چي ده به یې پېشبیني کول، ما ته به وروسته په اثبات رسېدل. منیر جان ټینګ استقامت لري اوهمېشه استوا حرکت کوي اودلوی احمدشابابا علمي اوکلتوري مرکزتراوسه دده په رهبري، همکاري اوحمایت فعاله دﺉ.


پوښتنه: منیرخان دي خدای ژوندی لري خو اوس ډېرنرم سوی دﺉ. که دخپلي وظیفو په اړه بشپړه معلومات راسره شریک کړﺉ چي څنګه مو دملګروملتونو دفتر ته په لومړي ځل لار پیدا کړه؟


جواب: کله چي مو دشهید سوی ورور فاتحه په پنجوايي کي پای ته ورسول نو کندهار ښار ته راغلو. په ښار کي ګرځېدم چي یو کار پیدا کړم خودکارپیدا کول په کندهار کي هغه وخت  اسانه، نه  وه ځګه اکثره خلګو شخصي کارونه درلودل یعني نوررسمي اودولتي کارونه ډېرکم وه. خیر ښه خبره داوه چي دکندهارپه کابل دروازه کي په یوه لېړۍ(کراچۍ) کي  کتابونه خرڅېدل،ما به دهغه لېړۍ والاڅخه کتابونه رانیول او مطالعه کول به مي. خو دوې هفتې نوري هم تېري سوې مګر خپل دخوښي کارمي پیدا نه کړﺉ او وخت به نور په مطالعه هم نه تېرېدﺉ نو د خپل یوه ملګري سره کراچي ته ولاړم چي هم خپل د عمه زامن او عمه وونیم او په ضمن کي په کار پسي وګرځم خو تقریبآ دوې هفتې مي تېرکړې  خوهلته مي هم دزړه د خوښي کار پیدا نه سوځکه هلته یو کار وو چي ډېرافغانان پرې مصروفه وه هغه د چمړو په کارخانو کي دخیاطي کاروو نو بیرته کندهار ته راستون سوم.


په کندهار کي مي د عیدګاه په جاده کي د بدن دښکلا په کلب کي داخله وکړه ځکه دسپورټ ډېر شوقي یم او هره ورځ مي ماځیګر سپورټ کاوه او بیا به مي په جاده کی شیدې خوړلې او ګاهي به مي په جاده کي شورنخود هم خوړل . زه متوجې دې ته متوجې سوم چي دانه دانه سپین موټران چي د ملګروملتونو مختلفي ټاپې لري د جادې څخه د چونۍ پر لوری ځي اوراځي.ما ځیګر ناوخته دﺉ او لمونځ مي وکئ او یو مو ټر مي تعقیب کئ چي دا کوم دفتر دﺉ چي دا موټران هلته ځي؟ چي یو څه ورنږدې سوم نومتوجې سوم چي داموټران د عینو متوسطي ښونځۍ ته چي د قول اردو دروازې ته مخامخ وو، ننوتل. زه هم ورغلم چي دروازې ته ور نږدې سوم یو بل سپین موټر راغئ،چوکیدار دروازه ورخلاصه کړل او موټرورداخل سو ما هم غوښتل چي ورننوزم خو چوکیدار راته وویل چي اوس مامورین نه سته ،سبا راسه ما د چوکیدار سره خبري کولې چي پریوه خارجي مي سترګي ولګېدې چي په سرای کي ګرځېدﺉ او یو غټ سکرونچ یې په لاس کي وو، او داوبو پایپ جوړوي، زه یې ولیدم چي د چوکیدار سره په خبرو اخته یم یو ځلي مي سترګي سپیني کړې اود لاس په اشاره مي خارجي وپوهوﺉ چي (دلته راسه) هغه هم ډېرښه سړی وو زما خواته رانزدې سوو ما ته موقع په لاس راغله نو په یوه دقیقه کي مي خپله انګرېزي پر تمامه کړل هغه یو څه خوښ سو-هغه د متل کانه سوه چي د ړندو په ښار کي یوه سترګی پاچا دﺉ- ده ماته وویل سبا راسه او دکارموندلو فورمه خانه پوري کړه.


کله چي سبا راغلم چوکیدار هم وپیژندلم او هغه خارجي ته یې وروستم. هغه خارجي یو دفتر ته بوتلم او یو افغان ته یې وویل چي فورمه راکړي هغه ورته وویل چي صاحبه فورمې خلاصي سوی دي. هغه متل سو چي وايي (دمسکین بخت نیمه دقیقه دﺉ) خو زه ښه قسمت والا وم خارجي خپل مامو ته وویل چي سپین کاغذ ورکه. سپین کاغذ مي ځني واخیستئ او خپله بیوګرافي مي ورته ولیکل،هغه راته وویل چي سبا راسه. سبا ورغلم انترویو مي ورکړل اود مهاجرینو د راستنېدو په عالي کمیشنري(UNHCR) کي د راډیود څانګي مسؤل سوم. دا زما له پاره ډېر ښه کار وو ځکه ما د مخابراتو انستیتیو ت لوستلی وو اوډېرژر مي د کار سره ځان بلد کړﺉ. زما قرارداد په هغه ورځ جوړسو او د اکتوبر پر ۴ نېټه د ۱۹۹۲ مي قرارداد لاسلیک کئ.




په دې دفتر کي مي څلور کاله د راډیو وورسته، د اداري مسؤل په حیث کار وکئ او په  ۱۹۹۶ کال کي مي دموسسې درئیس سره پر یوه موضوع جنجال سو نو استفی مي ورکړه او یو ه ورځ وروسته  د ماشومانو دصندق چي یونسیف موسسه وه، کار پیدا کئ او دوه کاله مي هلته د لوجیستیکي چارو د مسؤل په حیث پاته سوم او پس له دوو کالو یعني ۱۹۹۷ پای کي د هبیتات په فترکي،د جنوب لویدځي حوزې د اداري او مالي چارو مسؤل په صفت کار پیل کئ او وروسته د ښاري چارو مسؤل سوم  او تر ۲۰۱۱ کاله مي په کابل او کندهارکي دنده ورسر اجراکړه. اوس یو کال کیږي چي د ښاروالیو د چارو په برخه کي او دملګرو ملتونو سره د همکارۍ په توګه دخپلو هيوادوالو خدمت کوم.


پوښتنه: اوس ستا فرهنګي او کلتوري فعالیتونو ته راګرځم،دهوډ په نوم داحمدشابابا علمي او کلتوري مرکز درې میاشتنۍ مجله خپرول، ښه کاري اومسلکي ټېم یې هم درلودﺉ مګر اوس نه خپریږي. لومړی دا راته ووایاست چي ددغه مجلې دخپرولو ابتکار ستاسو سره څنګه پیدا سو او دوهم  دا چي اوس ولي دهوډ، هوډ نه ترسترګو کیږي بېله دي چي دبودیجې دکمښت اود امنیتي ستونزي په اړه خبري وکړﺉ.


جواب: زموږ هدف یوازي دانګلیسي ژبي زده کړي ته محدود نه وو، بلکي موږ فرهنګي او ورزشي فعالیتونه هم په پلان کي نیولي وه. ما په کندهار کي دزیبايي اندام یو کلب هم رانیوﺉ خو وروسته بیرته دځینو مشکلاتو له مخي راڅخه پاته سو. ما او زما ملګرو داپلان درلودﺉ چي دتریخ حقیقت په نوم یو اخبار ولرو چي موږ غوښتل چي په دې اخبار کي داسي حقایق خپاره کړو چي واقعیت ولري. لکه: ولي دافغانستان ولس کندهاریانو ته ډېر احترام لري؟ زه دافغانستان ډېرو ولایتونو ته تللی یم اودا راته ثابته سوې ده چي دکندهاریانو سره ټول افغانان دزړه له کومي مینه کوي نو ماغوښتل چي دغه حقیقت ځان اوټولني ته څرګند کړم. دشا اغا په اړه ډېري څېړني سوي دي خو تراوسه ګونګي پرتې دي، دجمال نیکه تاریخ راژوندي کول اوداسي نورهغه څه وه چي موږ غوښتل چي په دغه اخبار کي یې چاپ کو.


زموم هدف داوو چي په ټولنه کي دلوستلو کلتور خپور کړو چي په دې کار کي ترډېره ځایه کامیابه هم سولو ځکه یوه مجله به موږ ته په ۵۰ کالدارو تمامه سوه مګر موږدغه مجله په ۱۰ افغانۍ هم ورکوله اودتحفې په ډول مو هم شاګردانو ته هم ډالۍ کولې ځکه چي زموږ هدف دپیسو پیدا کول نه وه. تا په خپل سوال کي دهوډ دابتکار خبره وکړه نو له یوې خوا دخلګو زړونه ډک وه او له بلي خوا وخت داسي راغئ چي حقایق ترولس پوري ور ورسو نو مود هوډ په نوم دمجلې چاپولو ته ملا وتړل چي په راس کې ولي امین، حاجي احمد صمیم، روښان ولسمل او سیدنادر شا زغم وه. داچي اوس ولي مجله نه چاپیږي څو علتونه لري:دسرمایه داري نظام په راتلو سره، خلګو خپل اضافه وخت نورو کارونو ته ور ویستئ، اجتماعي کارونه ځني پاته سول. بل علت یې داوو چي لیکني او لیکوالان مو تکراري سوه. مثلاً که تاسي دهوډ مجلې هغه اخیري ګڼي وګورﺉ نو دوه درې مضمونه په دسیدنادرشا زغم پکښي وي، دوې لیکني به درفیقي صاحب وي، دوې ددرې لیکني به زما اودبل لیکوال وي او ځيني سیاسي لیکني چي یوه لیکوال به په توندو الفاظو لیکلي وې، که څه هم موږ به یې دلاسوهني حق درلودﺉ خو لیکوال به یې راڅخه خوابدی کېدﺉ. نو چي خبري مي سره رالنډي کړم، دهوډ دمجلې دبندېدو ترشا درې عوامل وه. اول: پښتانه یومتل لري چي وايي سترګي له سترګوڅخه شرمیږي، دوهم، دمضامینو پیداکول او دریم موږ نه سوای کولای چي دکندهار په سختو سیاسي حالاتو کي توند الفاظ استعمال کړو.  


پوښتنه: دمجلې دبیا خپرېدو پلان لرئ؟


جواب: بلې هو! اوس پلان لرم چي »هوډ« بیا فعاله کم اوپه کندهار کي یو شخصي پوهنتون هم جوړکړم.


پوښتنه: که مو دپوهنتون دتاسیسولو خبره یوڅه نوره هم توضیح کړﺉ؟


جواب: مخکي زه دخپلي دوکتورا په څېړنه او تحقیق کي ډېر مصروف وم. ما اوانجینرروښان ولسمل په کندهار کي دخصوصي پوهنتون په اړه ډېري خبري کړي او حتی اساسنامه مو یې لاجوړه کړه. بیا به کار راڅخه پاته سو ځکه زما دپاره دپوهنتون کیفیت او اعتماد ډېرمهم دﺉ خو کار یې ځکه ځنډېدلی دﺉ چي اوس ستاسوغوندي علمي کدرونه يا دهیواد دباندي دي یا په کابل کي دي او هغه چي په کندهار کي دي، بیا ډېرمصروفه دي خو پلان لرو چي هوډ بیا فعاله کوو او یوښه باکیفیته پوهنتون به جوړوم. که ددرو څلور پوهنځیو امکانات نه وه نو حداقل یوه پوهنځۍ خو به پکښي فعاله کوم.


پوښتنه: ایا دپوهاند اکاډيمسین ارواښاد علامه بابا رشاد سره موپېژندل او ناسته ولاړه مو سره درلودل؟


جواب: هو ! علامه بابا ته دي خدای جل جلاله جنتونه ورکړي. زما دپلار شناخته وو، دکورس دتاسیس په اړه، دارواښاد علامه بابا کور ته ورغلم، مشوره مي ځني واخیستل او دمشورې ترڅنګ یې څو جلده کتابونه هم راکړه. دهوډمجلې په اړه یې هم مشوره راکړه او هغه وخت یې راته وویل چي « دمجلې چاپول اسانه کار دﺉ خو دوامداره ساتل یې خورا سخت کار دﺉ» دعلامه بابا خبره ماته درې کاله وروسته په اثبات ورسېده ځکه چي زموږ مجله درې کاله وروسته بنده سوه.



پوهاند رشاد صاحب دوه واري زموږ کورس ته راغلی دﺉ اوداسي مشوره یې راکړه چي دانګلیسي ترڅنګ، شاګردانو ته مکتب جوړ کړه چي شاګردانوته ساینسي مضامین پکښي تدریس سي، موږ هم دده مشوره ومنل اوهمداسي مووکړه خو رشاد صاحب زموږ څخه ډېر ژر دتل له پاره ولاړﺉ، الله تعالی دي جنتونه ورکړي.  


پوښتنه:ښه! یوه ستونزه چي زه یې ډېر حیران کړی یم هغه دا ده چي ولس پر ښاروالۍ باور نه لري یعني په اداري فساد یې تورنوي او ښاروالي بیا پر ولس باور نه لري اوپرښاریانوباندي انتقاد کوي چي دښارونو په نظافت کي لازمه او فعاله ونډه نه اخلي، تاسوپه دې اړه څونده موافق یاست اوددولت او ولس ترمنځ دغه بې باوري څنګه له منځ وړل کېدای سي؟


جواب: دبې اعتمادۍ فضا ددواړو خواو دصداقت دکموالي له مخي رامنځ ته سوې ده. ګوره! که یو تجار کوټۍ جوړوي نو دښاوالۍ مامورته وايي چي زما دکور قیمت کم ولیکه چي دی مالیات اوصفايي کمه تحویل کړي نو ولي؟ بله خبره داده چي دښاروالیو مامورین اکثره وخت دهغو تجارانو سره چي مارکېټونه جوړوي، اخته وي اوکوڅو، لښتیانو او دښار اوناحیو کثافاتو ته پاملرنه، نه کوي. که چیري ښاروالي هره ورځ کثافات دانۍ په منظم ډول پاکي کړي نو بیا به دښاریانو باور پرښاوالۍ راسي، اوس موږ وینو چي  کثافات دانۍ ترخولې ډکي وي مګر ښاروالي نه ورځي چي پاکي یې کړي نو ځکه خلګ کثافات پرسړک غورځوي. زه سیاسي خبري نه کوم خو دافغانستان اداري سیسټم په خپله مامورینو ته داختلاس زمینه برابره کړې ده. که دیوه مامور معاش نهه زره افغانۍ وي نوایا دغه معاش ددولت دمامور ضرورت ور رفع کوي؟ نو که موږ غواړو چي اختلاس ختم کړو، نوبایددمامورینو معاش لوړسي. بله خبره داده چي ددولت مامور پرخپله اینده باور نه لري چي ایا دی به تقاعد سي او اینده ژوند به یې تامین وي او که یه؟ موږ وایو چي په دولت کي اختلاس او اداري فساد دﺉ خو داموږ یوازي نقل قول کوو، دیوه اوبل څخه خبره واورو، خپله موڅه نه وي لیدلي، بس همداسي یې پسي نقلوو. زه وایم چي زموږ په ولس کي داختلاس دمخنیوي اراده کمه ده. نقل قول دي پرېږدي، جرئت دي وکړي اومیډیا ته دي ووايي چي دغه یا هغه مامور زما څخه رشوت واخیستئ. که داسي وسي نو داختلاس مخه به مو هم نیولې وي او دبې اعتمادۍ فضا به هم له منځه ولاړه سي.


پوښتنه: استاده! دغه خبره مي خپله دجمهور رئیس کرزي څخه اورېدلې ده چي یوه ورځ یې دملي راډیوتلویزیون له لاري داسي ویل چي ایرانیانو په ایران کي دافغانستان سفیر ته ویلي وه چي ایران افغانانو جوړ اواباد کئ او اوس هم افغانان دي چي دتهران دښار کثافاتو ټولو ته یې ملا تړلې ده اودتهران په نظافت کې خورا فعاله ونډه لري، که خبره داسي نوافغانان بیا په خپل کور کي ولي داسي نه کوي؟


جواب: داځکه چي اجتماعي فشارونه پرخلګو باندي تاثیرلري. پخوا به په کندهارکي کندهاریانو لېړۍ نه چلوله مګرکله چي به کراچي ته ولاړل تر لېړۍ به یې ډېر شاقه کار ته لاس ور واچوﺉ. متاسفانه زموږ ټولنه دپېغوره ډکه ټولنه ده، که یوه نفر یوکار شروع کړي هغه بل نفر بیا پېغور ورکوي خو زه خپلوافغانانو ته وایم چي وطن دمور حیثیت لري نومور ته په خدمت کولو باید هیڅوک ونه شرمیږي.


پوښتنه: موږ څنګه کولای سو چي خپل دوطن نظافت وساتو؟


جواب: مدني ټولني باید فعاله سي. دتعلیم په نصاب کي باید د چاپيريال ساتني موضوع مطرح سي. زموږ اینده نسل باید دنظافت، صفايي، ښارسبزي په ارزښت پوه سي. که څوک په کوڅه یا بې ځایه ځای کي کثافات وغورځوي نو موږ یې باید منع کړو ځکه ترټولولوی جرءت دادﺉ چي چي ظالم پاچا ته دحقیقت خبري وسي یعني دښار دنظافت دمراعتولو له پاره باید په ټولنه کي اجتماعي حرکت رامنځ ته سي.


پوښتنه. که چیري ددوهم ځل له پاره کندهار ته ولاړسئ نو کوم عام المنفعه کارونه به دخپل کندهاري ولس له پاره هلته وکړې؟


جواب: زه په دوو شیانو کي تجربه لرم چي یو معارف دﺉ او بل ښارسازي ده. په ښار سازي کي تقریباً اتلس کلنه تجربه، مهارت لرم او ډېر خوند راکوي چي په دغه برخه کي مصروف پاته سم او خپل اضافه وخت دځوانانو روزلو ته وروباسم.


پوښتنه: تاسو په منېجمینټ کي ماسټري کړې ده او پر انګريزي ژبي هم لاس برئ لرئ، شاګردان هم کله ناکه داستادانو سره یا شوخي کوي اویا بندي ور اچوي نو اجازه ده چي یوه پوښتنه په منېجمینټ او یوه پوښتنه په انګليسي کي درڅخه وکړم؟
جواب: ولي نه! (په خندا)
پوښتنه: دابرهم ماسلو دژوند دضرورتونو هغه فلسفه چي دانسانانو دتشویق یا هڅوني له پاره یې په ۱۹۴۲ کي دهرم په شکل واړندي کړه، که یې یوڅه راته تشریح کړﺉ او دا راته ووایاست چي دده دغه تیوري څخه موږ  په کوم ځای او حالت کي استفاده کولای سو، ډېره مهرباني به مو وي.


جواب: ماسلو دغه فلسفه چي (Hierarchy of Needs) ورته وايي ډېره طبیعي تشریح کړې ده یعني دانسان دطبیعت سره یې حرکت کړی دﺉ چي څلور ضرورتونه یې نفسي او پاته پنځم یې غیرنفسي بللی دﺉ. ماسلووايي چي هرانسان دغه پنځه ضرورتونه لري:
اول: فزیکي ضرورتونه یا: Physical Needsدا داسي ضرورتونه دي لکه خورک، څښک، درمل، واده، تنفس، خوب کول چي هرانسان ضرورت ورته لري. کله چي دغه اول ضرورت یامرحله تسکین سي نو دوهمه مرحله رامنځ ته کیږي.


۲: امنیت یا حفاظت Security/ Safety:هرڅوک دخپل ځان، دخپلومنابعو،دخپل فامیل، دخپلواخلاقو اودخپلي دندي جاري ساتلو ته ضرورت لري. مثلاً ته یوه ګوله ډوډۍ لرې مګر دا اندېښنه درسره سته چي دابل څوک راڅخه وانه خلي.نو ددغه یوې ګولې ډوډۍ له پاره ته امنیت یا حفاظت ته ضرورت لرې. کله چي یوفرد دخپل امنیت په اړه هم اطمینان پيداکي نو بیا محبت ته ضرورت لري.


۳: محبت یا ملکیت:Love/ Belonging یوانسان دې ته ضرورت لري چي یا له یوچا سره او یا له یوشي سره محبت وکي او یادده سره یوڅوک محبت وکي. انسانان دې ته ضرورت لري چي خپل محبت یو اوبل ته اظهار کړي. انسانان دخپلي ښځي،لور، زوی اوداس نورو سره محبت کوي، یادوی په ځان پوري مربوطوي او یاخپل ځان په دوی پوري مربوطوي. ګوره!  که دلور سره محتب وکې نو زوی درته وايي چي زه نه یم درباندي ګران؟ یعني مینه اومحبت خپله دانسانو یوضرورت دﺉ چي دماسلودفلسفې په دریمه مرحله کي راځي.


۴- اجتماعي فشارونه/د ځان احترامSelf-Esteem : دایوه غیراساسي مرحله ده چي انسان داجتماعي فشارونو سره مخ کیږي. مثلاً ستا یو همصنفي وو، شاید هغه به په نمرو کي هم در تا کښته وو مګر اوس هغه یوځای رئیس دﺉ او ته بې کاره یې یا داچي تاته باید خلګ مهربان صاحب ووايي نه جان محمد ځکه چي ته دنورو خلګو عزت کوې نو نور خلګ هم باید ستا عزت وکي. په دغه مرحله کي انسان کوښښ کوي چي ښه بریاوي ولري، په ځان باور ولري او خلګ ورته په درنه سترګه وګوري. کله چي دغه څلورسره مرحلې پوره سي نو پنځمه مرحله بیا ددغو څلورو مرحلوڅخه بلکل فرق لري.


۵- دځان تحلیل او ارزونه Self-Actualization: په دغه پنځمه مرحله کي خبره دنفس څخه اوړي او دځان ارزونه شروع کږي. په دغه مرحله کي انسان ته مور، پلار، زوي، لور،جایداد اوداسي نور نه وي مهم یعني نفسي خواهشات یې ختم سي نو جهان شموله فکرشروع کړي او وايي چي ما ولي دغه کارونه وکړه یا ولي ونه کړه؟ رحمان بابا ترک دنیا سو او سید جمال الدین ته بیا ددنیا دتغیر فکر ورپیداسو. ځیني انسانان په اوله مرحله کي ختم سي او ځیني بیا دوهمي، دریمي او څلرمي مرحله ته ورسیږي خو ډېرکم انسانان ترپنځم مرحلي پوري رسیږي.


پوښتنه: ډېره خوندوره دي تشریح کړه خو داسي ژر دي چیري پرېږدو. یوه بله مسلکي پوښته
“The little people know about the subject. The few people know about the subject”
ددغوجملو دمعنی په اړه څه وایاست یعني دغه اوله جمله پرڅه شي او دوهمه جمله پرڅه شي دلالت کوي؟


جواب:که یوسړی په یوه جمله پوه نه سي نو باید داسي قضاوت ونه سي چي هغه په هیڅ نه پوهیږي. یووخت ما په کندهار کي دوو شاګردانوته په خصوصي ډول درس وایه او هغه وخت زه ډېرځوان وم. دهغو دوو شاګردانو اکا دوی ته(…..(I spring in the spring دغسي یوه جمله ورکړې وه چي داستاسي داستاد څخه وپوښتئ که چیري یې درته معنی کړه نوستاسو استاد لایق او کولای سي چي تاسوته درس ووايي. ما خپلوشاګردانو ته وویل چي که ستاسو اکا زما ټوله پوهه یوازي په دغه یوه جمله سره ارزیابي کوي نو زه بلکل دانه درته معنی کوم خو خیر اخیر مي هغه جمله هم ورمعنی کړه. دغه ستا جملو ته ورته یوه بله جمله هم ده چي وايي ( Little people talk about people) یعني کوچني خلګ په خلګوپسي خبري کوي او لوی خلګ پرنظریاتوږغیږي. دغه اوله جمله دي دموضوع په اړه دخلګودپوهاوي اندازه یا فیصدي راته ښيي یعني داسي فرضوو چي په سلو کي دخلګو دپوهاوي فیصدي پنځه ده او دوهمه دي بیا دخلګو هغه لږ تعداد ښيي چي په موضوع پوهیدلي دي یعني دسلوڅخه به یو یا دوه نفرپه موضوع پوهیدلي وي.


پوښتنه :هو بلکل همداسي ده. زه مخکي هم پوهیدم چي تاسو به دغه موضوع ښه راته تشریح کوﺉ. خوهرڅونده بندي چي دراچوو نه دي سو بندولای!!. د طالبانو د وروستيو کلونو څخه شروع تر اوسه پوري په افغانستان کي په زرګونو غيردولتي او نړيوالو موسساتو لنډ مهاله او اوږدمهاله کارونه وکړل ، دغه چاره که له يوې خوا د افغانستان اقتصاد ته نسبي پرمختيا ورپه برخه کړه له بلي خوا يې زموږ اکثريت ځوانانو ته داسي احساس ورکړ چي يوازي د انګريزي زده کړه ده چي سړئ اساني ډوډۍ په پيدا کولائ سي ، زياتره ځوانان اوس هم يوازي د انګريزي ژبي په زده کړه بسنه کوي ،  په دې اړه ستاسو نظر څه دئ ؟


جواب: زما نظر دادﺉ چي دانګلیسي ژبي دزده کړي څخه انکار نه سو کولای. که دچا انګلیسي زده وي نو دکار فرصتونه یې هم ډېر وي. په ژباړه، تجارت، انټرنیټ اوداسي نورو مواردو کي استفاده ورڅخه کولای سو. ډاکټر ذاکر نایک خپل تقریر عموماً په انګلیسي ژبه کوي، که زموږ انګلیسي زده وي نو کولای سو چي دده وینا او آثار په پښتو ترجمه کو چي دابه له یوې خوا پښتو ته ښه خدمت او له بلي خو به اسلام ته ډېر لوی خدمت کړی وي. چین یوډېر لوی ملک دﺉ، کله چي طیاره پرواز وکي نوبیا چینايي ختمه سي او انګلیسي شروع سي. دانګلیسي ژبي څخه موږباید اقتصادي ګټي پورته کو، هرافغان باید کوښښ وکړي چي دانګلیسي ترڅنګ نوري ژبي هم زده کړي. ما یو وخت هغه کسان چي انګلیسي به یې زده  وه، ډېرپه اسانۍ سره په دفتر کي مقررولای سوای، بیا وخت داسي راغئ چي دانګلیسي ترڅنګ یې کمپیوټر هم باید زده وي خو اوس داسي شرایط راغلي دي چي که انګلیسي او کمپیوټر یې هرڅومره زده هم وي او لېسانس ونه لري نو ډېرمشکله ده چي دوی دي په یوه دفتر کي کار پیدکړي. زه هیله لرم چي زموږ ځوانان دانګلیسي زده کړي ترڅنګ لوړو زده کړو ته هم توجه وکړي.


پوښتنه :که ځوانان د ښوونځيو تر څنګ انګريزي د يوه مضمون په توګه زده کړي يا ځيني نور يوازي د انګريزي ژبي پر زده کړه بسنه وکړي ددواړو راتلونکئ به څونه فرق ولري ؟


جواب: کاشکي خو انګلیسي په مکاتبو کي دیوه دمضمون په توګه ورته ویل کېده. دمکتب استادان موپه انګلیسي ژبه کي ډېر وارد نه دي. زموږ متعلمین او محصلین دمجبوریت له لاسه کورسونو ته ځي او انګلیسي زده کوي. ما په مکتب کي انګلیسي نه کړه زده نو مجبور سوم چي کورس ته ولاړسم. که په مکتبونو کي انګلیسي سمه تدریسېدله نو بیا کورسوته له سره ضرورت نه سته. ما مخکي وویل چي زموږ ځوانان دي دانګلیسي زده کړي ترڅنګ لوړو زده کړو ته هم توجه وکړي. که داسي ونه وکړي نو اینده به یې دهغو خلګو سره چي درې څلور ژبي یې زده او عالي تحصیلات یې کړي وي ډېرفرق ولري.


پوښتنه : د لويو ښارونو څخه ليري پرتې ولسوالۍ او کلي تر اوسه پوري د تعليم له نعمته بې برخي دي ، بې تعليمه کليوال او تعليم يافته ښاريان په راتلونکي کي د کومو ټکرونو سره مخامخ کيدای سي او سر له اوسه څه اقدام پکار دئ ؟


جواب:زه خپله دصحرا یم. کله چي به صحرایان ښار ته راغلل نو ښاریانوبه ویل چي لوي بوټي بیا راشيوه سويدي، یا به یې په بوټونو کي شیان ور اچول، یا به هغوی په یوه چمن کي بیده سوه نو ښاریانو به اوبه پرورایله کړې. خو زه سیاست ته هم نه ځم، کله چي طالبان پرواک راغلل نو دښاریانو څخه یې خپل واری واخیستئ( په خندا). دښاریانو او صحرایانو ترمنځ یوه اجتماعي تشه سته نو دغه خلا بايد حل سي،  که ډکه نسي نو بیا زموږ اقتصادي،فرهنګي او اجتماعي پرمختګ امکان نه لري اوعواقب به یې ډېرخطرناکه وي.


ستاسي دخبروپه تائید، کله چي دکندهار ښاریان ستاسي ولسوالۍ(پنجوايي) ته به په مېله تلل، نو پنجوايي ولاو به ویل چي (بازارۍ لغتي راغلي دي) اوپه اوبو کي به یې ښاریانو ته دمرګ غوټې ورکړې!


راځو بلي پوښتني ته : پخواني دولتي مامورين په انګرېزي ژبه او پرمختللې تکنالوژي لکه کمپيوټر ، انټرنټ او نيټ ورکينګ نه پوهيږي ، نوي ځوانان چي په پرمختللې تکنالوژي پوهيږي په پخواني ماموريت ( وارده او صادره ) او زاړه اداري سيسټم نه پوهيږي ، چي زياتره وخت د ستونزو سبب ګرځي ، ددغسي ستونزو لپاره خصوصآ په ښارواليو کي څه پروګرامونه لرئ ؟


جواب: اکثره وخت زموږ ولس په خاصه توګه ځوانه طبقه مو دپخوانیومامورینو په اړه غلط فکر کوي. دغه شیان چي تا یاد کړه، دسردار داود خان په وخت کي بېخي موجود نه وه مګر ته وګوره چي پخوانیو مامورینو په هیواد کي عجب شیان او ځایونه جوړ کړي دي. دځوان اوپخواني مامورینو ترمنځ باید متقابل احترام موجود وي ځکه چي ځوان مامورین انرژي لري او پخواني مامورین تجربه لري کله چي تجربه او انرژي سره یوځای سي په هیواد کي پرمختګ رامنځ ته کیږي. پخواني مامورین باید پرځوانانو شفقت وکي او ځوان مامورین باید دپخوانیو مامورینو احترام وکړي. زموږ بودیجې ټول په ایکسل پروګرام کي جوړیږي چي دامودعوایدو دسمون وسیله سوه ځکه چي تېرو دوو کالو کي دښاروالۍ په عایداتو کی ۵۰ میلیونه امريکايي ډالره اضافه والی راغلی وو.


پوښتنه: په افغانستان کي هغه څه شي دي چي ډېرسخت ټکانونه درکوي او هیلي مو په ناهیلۍ اړوي؟


جواب: اول- دافغانستان دباندي افغانان دتروریست په  نوم پېژندل سوی دي. کله چي زه دهیواد د باندي سفرونه کوم نودنورو خلګوبکسونه یوار تلاشي کیږي او زما بکس بیا دوه وار تلاشي کیږي چي ډېرسخت مي ځوروي خو که تاریخ ته وګورو، پخوا موږ دجرمني سره حتی ویزه نه درلوده خو بیا هم په دې ورستیو کي ځيني تغیراتو خپله دنیا ته دا وروښودله چي افغانان ترهګر نه دي بلکي بشردوسته دي. دوهم- اختلاس: متاسفانه په ډېر تاسف سره وایم چي زموږ دولت یوازي په اداري فساد اخته دولت په توګه پېژندل سوی دﺉ.داخبره هم دهیوادپه دننه او دباندي کیږي چي ما ډېر سخت ځوروي ځکه چي موږډېرښه پاک او باوجدانه شخصیتونه په دولت کي لرو چي هیڅ په اداري فساد نه دي اخته.  دریم- دځوانانو دتحصیل موضوع ده. که په ځوانانو سرمایه ګذاري ونه سي نو موږ به ښه اینده ونه لرو ځکه چي هر کال مو ډېر ځوانان دلوړو زده کړو څخه پاته کیږي او دځوانانودتحصیل څخه دمحرومیت موضوع ما ډېر ناهیلي کوي. څلرم- شخصيت کُشي: موږ دخلګو مثبت صفتونه نه وایو بلکي منفي صفتونه یې کوو. مثلاً که یوچاته ووایې چي جان محمد مهربان پېژنې، نو هغه که هیڅ منفي صفت په مهربان کي نه وي پیداکړی نو به ووایي چي هغه مهربان ښئي چي ماما یې لېونی، ټیټ، جګ دﺉ چي دادمهربان صاحب دشخصیت سره هیڅ تړاو نه لري خو موږ یو اوبل سره خنثی کوو چي دا زموږ په تاوان تمامیږي او ما سخت ناامیده کوي. زه دخپل ولس څخه هیله کوم چي دغه یو دبل خنثی کېدو موضوع پرېږدي.


پوښتنه: په خپل ژوند كي مو څه هيلي لرلې، ايا هغه هيلي مو ترسره سويدي؟


جواب: که څه هم په ژوند کي پرما ډېري سختي خوارۍ تېری سوي دي خو بیا هم ناهیلی سوی نه یم.ترټولو لو ارزو مي داوه چي زه خپله اوله دوره شاګردان فارغه کړم. کله چي ما خپله اوله دوره شاګردان چي په هغه کي رحمت قریشي، حبیب صادق، حاجي محمد، نقیب الله، ډاکټر طاهر طاهري، ارواښاد انجینر لطیف آشنا،عبدالنافع علومي، عبدالله علومي اوداسي نور چي نن ډېر درانده شخصیتونه دي، فارغه کړه دغه زما او زما دژوند له پاره ډېره لو هیله وه چي په کامیابي سره تر سره سوه.


پوښتنه: پرافغانانو خو ډېري ترخې او خوږې تېري سوې، تاسو له کومي ترخې خاطرې سره مخ سوي ياست؟


جواب: زما دڅوارلس کلن ورور شهادت زما او زما دفامیل له پاره ترټولو ترخه خاطره وه. په هغه وخت کي موږ کندهار ته ګډه راوړه اوکله چي مي په کندهار کي کورس تاسیس کړﺉ نو دکورس په اوله دروه کي رحمت قریشي هم وو. زما شهید سوی ورور ترما اووه کاله کشر وو اورحمت قریشي هم ترما اووه کاله کشروو. ما به ویل چي کاشکي خوزما ورور راته ژوندی وای او اوس به ما ددغو شاګردانو سره یوځاي درس ورته وایه. نودغه دلیل دﺉ چي زما هرشاګرد لومړی زما ورور اوبیا مي شاګرد دﺉ. اوقریشي ته دي خدای پاک اوږد ژوند ورکړي، زما دخپل ورور مینه پرراځي.


پوښتنه: اوکه د خپل ژوند تر ټولو خوږه خاطره هم راته وواياست، ډېره مهرباني به مو وي؟


جواب: کله چي مي دخپل کورس اوله دوره په خپله فارغه کړه نو دغه زما له پاره ترټولو خوږه خاطره وه.


پوښتنه: په پاى كي  د لر اوبر د نړيوالي ويب پاڼي له لاري کندهاریانو، لراوبراو هغو افغانانوته چي په غرب کي دمهاجرت شپې او ورځي سبا کوي، څه  پيغام لرئ؟


جواب: زه درې پیغامونه لرم: اول- ځوانان باید دتعلیم او تحصیل ترڅنګ ورزش وکړي ځکه چي ښه تعلیم په ښه صحت سره کېدای سي. دوهم- هغه افغانان چي په غرب یا نورو هیوادونو کي دمهاجرت اوفردېسۍ شپې او ورځي سبا کوي، باید دخپل مصروف ژوند ترڅنګ وطن هېر نه کړي او حداقل یو یا دوه ساعت دګران افغانستان خدمت ته ور وباسي. دریم- هرافغان چي هرښه کار کوي نو باید په پوره صداقت او ایمانداري سره یې وکړي.


پوښتنه: او دښځوپه اړه مو څه ونه ویل؟


جواب: ښځو ته چي هغه څه اسلام او شریعت ټاکلي دي، هغه باید عملي سي. ښځي باید داسلام په چوکاټ کي کار وکړي. که په کورکي ښځه سمه وي نوټولنه به مو هېمشه سمه وي. دښځو په اړه نه باید افراط وسي او نه تفریط.


داستاد الحاج عبدالباقي پوپل په اړه دنظر دخاوندانو نظرونه:


حوصله، صداقت، ښه اخلاق، د وطن سره مينه، سپېڅلتيا او خندا داستاد هغه ځانګړي صفتونه دي چي دده نزدې ملګرو اودوستانو راسره شریک کړي دي، راځئ چي په ګډه یې لولو:


احمد جاوید امین، درڼا پوهنتون دادارې او تجارت دپوهنځۍ محصل:


د ۲۰۰۰ کال راهیسي دیوه باتجربه استاد په حیث ورته احترام لرم ! څه نا څه چي دده په اړه پوهیږم  دونه ویلای سم چي پوپل صاحب داعلی اخلاقو خاوند، دملي احساس درلودونکئ، پاک نفسه، اوښه نوښتګر شخصیت دﺉ چي دغوره فعالیتونوښه مثال یې د طالبانودحکومت په دوران کي په لومړي ځل په کندهار کي د انګلیسی ژبي دداسي یوه کورس تاسیسول وه چي هغه وخت کې په جنوب غرب حوزه کي ساری نه درلودﺉ. 
 
حاجي عبدالولي وفا چي دامهال دافغانستان دباندي دپردېسۍ شپې ورځي تېروي دحاجي پوپل صاحب په اړه خپل نظر داسي څرګند کړﺉ: دانګلستان اوسېدونکي داسي وایي چي (موږ ته ماهی مه راکوه بلکي دماهي دنیولو چم رازده کړه) نو ویلای سم چي پوپل صاحب کندهاریانو ته پیسې نه دي ورکړي مګردحلالي نفقې دپیداکولو چم یې ورزده کړﺉ دی.
 
استاد منیر احمد ځپلیار چي دپوپل صاحب ځای ناستی او خورا په سختو شرایطو کې داحمد شابابا علمي او کلتوري مرکزدکندهار دمظلوم ولس له پاره فعال ساتلی دﺉ، دپوپل صاحب په اړه داسي وايي: استاد پوپل صاحب يوپېژند ل سوی شخصيت دﺉ، دده ټولوشاګردانوته او هغه خلك چي دده سره پېژني، داستاد ټول خاصيتونه او نه ستړي كېدونكي خدمتونه یې ورته معلوم دي. كه چيرې دپوپل صاحب ټول خاصيتونه وليكم مطمئين يم چي خلك به يې مبا لغه وګڼي خو دده پرفعالیتونوباندي کتابونه هم لیکل کېدای سي. پوپل صاحب دا خلاص، صداقت،وطن پرستي او دځوانانو دروزلو اوتشويق كولو زيات افتخارونه لري او په سختو شرايطو كښې نه ستړي كېدونكي هلي ځلي كړي،اوهمېشه ټولو ځوانانوته ددغوخاصيتونوچي یادونه مي درته وکړه، دعمل سپارښتنه كوي. دنورو قدروړاستادانو په شان يې وټولني ته دخدمت په موخه زيات په پا كه روحيه، روز ل سوي ځوانا ن وړاندي کړي چي اوس دده شاګردان په مختلفو ادارو كښي خدمت كوي او اكثرو يي دده لاره تعقيب كړې او تعقيبوي يي.
 
 مهربان صاحب، دلته ډېري خبري سته که هرڅومره د پوپل صاحب پر شحصیت وږغیږم خو بیاهم لږ به وي. دپوپل صاحب په اړه خو دونه ویلای سم چي ډېر به داسی کم شخصیتونه وي چي دده په شان دښه افکارو او دلوړي پوهي خاوندان وي. پوپل صاحب یومهربان، پروطن مین اواجتماعي شخصیت لري او دا ټولو ته څرګنده ده چي ډېرو شاګردانو ته یې انګرېزي ژبه په داسي وخت ور زده کړه چي دزده کړي امکان یې بېخي نه وو! دده اکثره شاګردان په بېلابیلو مؤسساتواو دفترونو کښی اوس مهال پر لوړودندو کار کوي او ددې ترڅنګ خپله د احمدشاه بابا علمي او کلتوري مرکز چي لاتراوسه یې په کندهارکي دځوانانو دزدکړو له پاره خپله دروازه پرانیستې ده،دا داستادپوپل پر شخصیت داسي دلالت کوي چي دی ترمادیاتومعنویاتو ته ترجیح ورکوي. احسان الله جاوید شفق، کندهار نوی ښار
عبدالولي امین چي دکندهار د نونس کلنو ځوانانو دکریکټ ملي لوبډلي روزونکئ او د دروند استاد شاګرد او نزدې همکارهم وو، دخپل استاد په اړه داسي وايي:
ستا دښائست ګلونه ډېر دي         ځولۍ مي تنګه زه به کوم کوم ټولومه
استاد عبدالباقي د خپل ولس  ډېر خدمتونه کړي دي.په کوم حالت کي چي استاد
په کندهار کي دانګرېزي ژبي کورس پرانیستئ،زه يې دلومړیوشاګردانو څخه وم او
په هغه وخت کي په کندهار ولايت کي دانګرېزي ژبي ويونکي بېخي د ګوتو په شمېر وه.
يوکندهاری ځوان چي ټول ژوند يې په کابل کي کړى وي او دهغه سره دا احساس پيداکيږي چي ولاړسي کندهار ته او دخپلو ځوانانو له پاره دانګرېزي ژبي کورس پرانيزي، داواقعاً دميني او داخلاص نه ډک قدم دﺉ نو ځکه الله پاک ده ته  کاميابي هم ور په برخه کړه او دده او دده دملګرو په مرسته دهغه کورس څخه داسي کسان فارغه سول چي نن ورځ زموږ وستاسو داستاد دکورس، دنورو ملګرو اوټولو کندهاريانو د افتخار وړ دي.


ما خپله دکورس ترڅنګ دپوپل صاحب ترمستقيم نظارت لاندي تقريباً ٨ کاله کار کړى دﺉ، دخپل کار په جریان کي راته څرګنده سوه چي استادپوپل يو ډېر مهربانه او مرسته کونکی مشر دﺉ. پوپل صاحب به تل کوښښ کاوه چي په خپل پوهه سره هغه څه موږ ته راوښئي چي موږ ته ضرور وي او موږ ددفتر دباندي کمزوره معرفي نه سو. هغه دخپلو مامورينو دظرفيت په لوړولو کي ډېر قدمونه واخيستل او کوښښ به یې دا وو چي هرڅومره چي دده په وسه پوره وي،هغومره دخپلو ملګرو او همکارانو ظرفيت لوړ کړي چي هغوى په ټولنه کي دښه خدمت کولو مصدر وګرځي.
زه فکر کوم چي په يوه خبره کي به ټول کندهاريان زما سره موافق اودابه تائيد کړي چي که دپوپل احساس دخپلو کندهاريانو دپرمختګ له پاره  نه واى نو شايد تراوسه پوري به هم دګوتو په شمېر کندهاري ځوانان په دفاترو کي په کار بوخت واى او په ډېرو کښتو پوسټو کي به یې کار کولاى.
زما هغه وخت په ياد دﺉ چي کله دا کورس پيل سو نو په کندهار کي صرف څو دفاتره وه چي کار يې کاوه او په هغو کي دکندهاريانو شمېر په لوړو پوسټو کي بېخي کم وواویا په کښتو پوسټو کي وه،دهمدغه کورس له برکته ٢ کاله وروسته په دفاترو کي دکندهاريانوشمېر په زياتېدو سونو نوواقعاً داستاد ټول خدمتونه دقدر وړدي او دپوپل صاحب دغه نوښت دکندهار له پاره نه هېرېدونکی دﺉ او کندهاريان يې بايد تل په ياد ولري او هېر یې نه کړي؛زه فکر کوم چي په اوسني عصر کي دا دکندهار له پاره له يوه ستر خدمت څخه شميرل کيږي.


 
ښاغلی حاجي انورالدین نور دیوه بیت په ویلو خپل نظریات راسره شریکوي:
عمر دي ډېر شه خپله ياره
زما د زړه ستني په تا ولاړي د ينه


گران استاد پوپل صاحب يو له هغه ښو شخصيتونو څخه دﺉ چي په کندهار کښي دبنسټيزو علمي، فرهنګي ، تعليمي او پرمختيايې کارونو ذکر کيږي، دده نوم په لومړي قطار کښي ليدل کيږي.
دپوپل صاحب  دنوم سره زما هغه وخت اشنايي پيداسوه چي دنن څخه ډېر کلونه مخکي د کوټي په ښار کښي په انګليسي مرکز اي ار سي کښي محصل وم. هغه وخت په ګران هيواد کښي حکومت دوخت د مجاهدينو په لاس کښي وو او يوازي دهيواد څخه بدمرغه او خواشينه خبرونه رارسېدل. خوپه هغه وخت کښي يوچا زېری راباندي وکړﺉ چي په کندهار کښي ديوه بااحساس ځوان له خوا د انګلیسي ژبي دزده کړي مرکز پرانيستل سوی دﺉ او ډېر ځوانان زده کړي پکښي کوي. دې خبر زه دومره خوشحال کړي يم چي اوس دهغه حالت څرګندول راته ناشوني دي خو داويلاي سم چي هغه دمظلوميت په وخت کښي مو،دده دحوصلي او بريا له پاره ډېري دعاوي کړي دي. 
دوخت په تېريدو سره خپل کور ته راستانه سولو او هغه وخت په کابل شاه کښي د حاجي عبدالکريم په کور کښي د احمدشاه بابا کورس موقيعت درلودﺉ، ما هم خپلي پاته زده کړي هغه وخت ورسره پيل کړې او دهغه خپل مقرر وخت سره سم مو سرته ورسولې. پوپل صاحب نه دا چي زموږ له پاره يو کامل استاد ثابت سوی دﺉ بلکه هغه موږ ټول د يو ډېر ښه مشر ورور، نزدې ملګري، يوه خواخوږي وطنوال او ديوه ډېر باکيفيته رهبر په توګه پېژنو. په دې ناخوالو او ژورو کښي يوازينی سړی دی وو چي زما غوندي کسانو په روزنه، کاري او ټولنيزي تربيې له پاره يې ډيري پايلي لرونکي هڅي کړيدي. هغه به تل ويل چي د ښه ترسره سوي کار انعام نور ډېر کارکول دي.“the reward for a good work is more work.”
داخبره ددې باعث سول چي د ملګرو برياوي به نه درېدلې او نوري هڅي به يې هم کولي. دروند استاد، دلوی کندهار د بيارغوني له پاره نه يوازي داچي دخپل ټېم سره کارکوﺉ بلکي تر ډېره حده به دکندهار له پاره د ګټورو او موثره کارونو دپلان او عملي کېدولو يوه ډېره معلوماتي زېرمه هم دي وو او ددې ټولو تر څنګ د ډير خوشحاله  طبيعت خاوند وو او ددې دونه ستونزو او کارونو سره-سره به ده خپله حوصله له لاسه نه ورکول او موږ ته به يې هم دغه تلقين کاوه چي که کارکوﺉ ستونزي به لرﺉ نو بايد زړه ماتي نه سئ . زه ويلاي سم چي پوپل صاحب:
1.      يو ډېر ښه استاد او رهبر دﺉ.
2.      دډېري ښې علمي او کاري وړتيا خاونددﺉ.
3.      دخپلي حوزې او هيواد له چارو څخه ډېر ښه خبر دﺉ او تر ډېره حده پر ځای او گټور تحليل کولاي سي.


انجینرمحمدنسیم ایوبي، دافغانستان دملي پیوستون دپروګرام کارکوونکئ:
الحاج پوپل صاحب په ریښتیاهم هغه څه چی ددغي خاوری دیوریښتینی بچي څخه یې هیله کیږی په پوره مینه اوصداقت سرته رسولي اولا یې دسرته رسولوپه تکل کښي دﺉ. استادپوپل دځوانانودمهارتونواستعدادونوپه روزلو اودهغوی سره دهمکارۍ کولوپه ډګرکي د ژوند زیاته برخه تېره کړې ده اولایې هم تېروي اوهره لحظه کوښښ کوي چی څنګه وکولای سی ځوانان دده څخه استفاده وکي اوهغه څه ترځوانانوپوري یا ور ورسوي اویا یې توجه ورته راوړوي چي په اوسني عصر کي دځوانانودپیاوړتیااودهغوی دپرمختګ سبب ګرځي. محترم پوپل صاحب په ټوله اندازه دیوه پیاوړي اوپرمختللی افغانستان هیلي په زړه اوپلان کي لري نوزه خدای (ج) ته لاسونه لپه کوم چي دپوپل صاحب داسی ارمانونه پور اودی دي په دواړوجهانوکي سرلوړی اوسي .
 
استاد حاجي محمد حمیدي چي ډېر وخت یې داستاد پوپل دمعاون په صفت کار کړی دﺉ، دپوپل صاحب په اړه داسي وايي: دپوپل صاحب په اړه خو لنډي خبري اصلاً کېدای نه سي خوبیا هم ستادغوښتني سره سم او دوخت په نظر کي نیولوسره، زما نظر دادﺉ چي استاد پوپل ځوان، فعال، باتجربه اوپه افغانستان کي دبیا رغوني په کارونو کي یو پېژندل سوی شخصیت دﺉ. کله چي دخدمت دنیا ته ورداخل سو نو لومړی یې  دزون له پاره ډېر ارزښت لرونکي کارونه وکړه. ځوانان یې وروزل، ډېرخلګو ته یې کارونه ورپیدا کړه، ډېري غریبي کورنۍ یې مَړې کړې او دډېرو سره یې په مستقم او غیرمستقیم ډول مالي کومکونه وکړه. وروسته پوپل صاحب ته ډېر ژر داسي نظر ورپیدا سو چي دی افغانستان ته هم مثبت بدلون ورکولای سي نو دادﺉ اوس دافغانستان ۳۳ ولایتونو ته په ډېر اخلاص کار کوي. ما دپوپل صاحب سره دډېر وخت له پاره کار وکئ، ځیني وخت به داسي هم پېښېدل چي ده به دداسي کسانو سره چي هیڅ به یې نه ورسره پېژندل، کومک به یې ورسره کوﺉ. موږ ډېرو مېلو ته تللي یو خو باور وکئ چي په ما په ده کي هیڅکه کبر،ځان ښودنه نه ده احساس کړې. پوپل صاحب ډېر ملي فکر کوي. مثلاً ده به همېشه ویل چي دهوډ په مجله کي باید دپښتو ترڅنګ، ددري(ژبي) لیکني هم خپرې کړو ځکه په بامیانو کي اکثره خلګ په پښتو نه پوهیږي نو باید دهغو دعلاقې سره سم په دري لیکني ورته خپرې کړو. نو ویلای سم چي داستاد سره نه یوازي دکندهار بلکي دټول افغانستان غم په زړه کي وي.


زما(مهربان) دژوند مشاور، لیکوال او دهوډ مجلې مدیرسیدنادرشا اغا زغم، دپوپل صاحب په اړه خپل نظر په څو لنډو خوندورو جملو کي راته بیانوي:
     حاجي پوپل صاحب دهر چاسره هر کله په ښه لهجه او ورين تندي خبري کوي .
     دکارونود تر سره کو لو په و خت کي يې مشورې ته لومړيتوب ورکاوه .
     هرکله خپلو زده کوونکو، همکارانو او انډيوالانو ته دوطنپالني او صداقت روحيه ورکوي .
     په شخصي او رسمي مجلسونو ، مېلو او ناستو کښي د هر عمر خاوندانو ته دا توصيه کوي چي بايد خپلي زده کړي نوري هم تر سره کړي د مثال په توګه هغه کسان چي د پوهنتون څخه فارغه وي ورته وايي ما سټري وکړه او هغه کسانو ته چي ددوولسم ټولګۍ خه فارغه وي ورته وايي پوهنتون ووايه .
     پخپله يې د لوړي چوکۍ اوامتياز غوښتنه  نه کوله او نه يې کوښښ پسي کاوه ، خو نور ځوانان يې هڅول اوهڅوي او ډېر جرئت ورکوي چي مسووليت قبول کړي .
     هغوهمکارانوته چي په يوه پست کښي به يې دنده تر سره کول داسي ويل چي ته بايد يونفر داسي وروزې لکه ته چي اوس يې . ډېرکوښښ يې کاوه چي وړ اولايق همکاران اواستادان وهڅوي ترڅودنوروهمکارانو اواستادانوظرفيت لوړکړي .
     ددغواوډېرونورووړتياووپه نتيجه کښي يې ډيروځوانانوته دکار، تحصيل اوزده کړوزمينه مساعده کړې ده . داستاد پوپل اوستاسو دبریا په هیله
 
په کندهار کي ځوان لیکوال،تکړه ژباړن او دهوډدجلې مرستیال مدیر ګران احمد شاکر حبیبي داستادپوپل په اړه راته وايي: معزز استاد حاجي پوپل صاحب يو مصلح، مفکر، ملت ساز، عالم او په ورځني ژوند کي مؤدب، مهذب، متواضع او زړه سواند شخصيت دئ. نوموړى مدني ارزښتونو ته قايل او ځوانان ښووني او روزني ته رابولي، دمدنيت او ترقۍ په ګټو يې خبروي خو پر څنګ يې پر دې خبره هم ټينګار کوي، چي مدني ارزښتونه بايد له افغاني دود و دستور سره واخښل سي.
 دى ديو مهربان ملي شخصيت په توګه دهر رښتيني کندهاري په زړه کي ځاى لري او دهر چا په درد خوړلى دئ. دده کارنامې دهيواد ددغه سيمي (لوى کندهار) دتاريخ يو ستر فصل دئ چي زما په همدې ليکنه کي يې دتفصيل ګنجايش نسته.


ښاغلی استاد پوپل صاحب ؛ دا چي د خپلو ډېرو بوختياو تر څنګ مو د لراوبر ويبپاڼي بلنه ومنله او مرکې ته مو وخت ورکړ مننه کوم . د هيواد او خلکو د خدمت په لاره کي له خدای جل جلاله څخه ډېر برياليتوبونه درته غواړم.


له تاسو او لراوبر ويبپاڼي هم مننه چي زموږ له حاله مو ځان او ولس خبر کړ .


د ټولو هغو دوستانو هم ډېره مننه کوم چي د ښاغلي پوپل صاحب په اړه يې خپل نظر د لراوبر ويبپاڼي سره شريک کړ او په دې توګه يې زموږ ددې ځانګړي مرکې وزن او ارزښت نور هم زيات کړ، که تاسي هم د ښاغلي پوپل صاحب يا ددې مرکې په اړه نظر لرئ لراوبر ته يې راولېږئ يا يې د خپل فيسبوک له لاري لاندي ثبت کړئ .


د لراوبر ويبپاڼي لخوا تر بلي ځانګړې پوري تاسي پر لوی خدای سپارم. قلمونه مو د ولس د ويښتيا په لاره کي روان ، دخدای په امان.



 

Copyright Larawbar 2007-2024