کور / تازه خبرونه / د ويکيليکس چلوونکي سياسي پنا وغوښته

د ويکيليکس چلوونکي سياسي پنا وغوښته

د ويکي ليکس ويبپاڼي مسول چلوونکي جوليان اسانچ نن ( جون ۱۹) ماښام په لندن کي د ايکوادور په سفارت کي د سياسي پناهنده ګۍ غوښتنه وکړه .
نوموړی د سويډن لخوا د زور زنا په تور تورن دی او له انګلستان څخه يې دده د ورسپارلو غوښتنه کړېوه .
بله خوا د امريکا متحده ايالاتو جوليان د حساسو او استخباراتي معلوماتو په رسوا کولو او انلاين کولو تورن کړی دی .
د جوليان په اړه ويل کيږي چي په راتلونکو ورځو کي يې سويډن ته د ورسپارلو لپاره تيارئ نيول کيدئ ، که څه هم د نوموړي ټول تګ راتګ د پوليسو لخوا د برېښنايي سانسور پذريعه تعقېبدئ خو نوموړئ بيا هم په دې وتوانېدئ چي د پوليسو له څارني ځان پټ کړي او د ايکوادور سفارت ته ځان ورسوي .
نوموړي په دې وروستيو کي ويلي وه چي د سويډن په عدالت اعتبار نلري ځکه چي هلته به دده سره د امريکا په اشاره زياتئ وسي او يا به د سويډن لخوا امريکې ته وسپارل سي .
د ايکوادور د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د نوموړي د پناهنده ګۍ غوښتنه مخکي ورته رسېدلې او دوی يې په اړه موافقه کړې وه او اوس يې د دوسيې مطالعه پيل سوېده .