کور / هراړخیز / « ډي . ډي . ټي » درېیمه برخه

« ډي . ډي . ټي » درېیمه برخه

« ډي . ډي . ټي » دوهمه برخه


« ډي . ډي . ټي » اوله برخه


بسم الله الرحمن الرحیم ـ په تیرو دوو برخو کی مو د دې مخفف پر لومړنیو دوو حروفو روڼا واچول چی هماغه دیموکراسي او ډرګ وو . اوس به یې درېیم تورﺉ یعنی « ټی » چی تروریزم دی ، وڅیړو . تروریزم داسی بلا ده چی بشری ټولنی د وَینې په ډول خوری . اسلام تر بل هر دین او آیًین ډیر د وژنې ، ډار او تروریزم مخالف او دښمن دی . په بل عبارت ، اسلام د انسان شتون او ژوندانه ته خورا ډیر ارزښت ورکوی ، هغه سپېڅلی بولی او د نورو پر ژوند او نفس باندی تیرﺉ د الله په نزد تر کفر وروسته خورا ستره ګناه بولی . قرآنکریم داسی فرمایی : « څوک چی یو انسان په ناحقه ووژنی ، داسی دی لکه ټول انسانان چی یې ووژل » ( المایًده : ۳۲ ) . الله تعالی پسی فرمایی : « څوک چی قصدأ یو مسلمان ووژنی ، نو جزا یې دوږخ دی چی تل به پکښی اوسیږی او د الله د غضب او لعنت وړ دی او لوی عذاب یې ورته تیار کړی دی » ( النسأ :۹۳ ) . رسول الله (ص) د حجة الوداع په خطبه کی داسی وفرمایل : « ستاسو مال ، ناموس او وینه داسی حرام دي لکه همدا ورځ ، همدا میاشت او همدا ښار چی حرام دی . » په یو بل حدیث کی راغلی دي چی « ممکن الله تعالی د بلی هری ګناه څخه تیر سی ، بېله هغه چی د شِرک په حال کی مړ سی او یا یې کوم مسلمان قصدأ وژلی وی . » او فرمایی : « کله چی دوه مسلمانان یو پر بل وسلې استعمال کړی ، نو د دواړو ځای جهنم دی . که د هغوی څخه یو خپل بل ورور ووژنی نو دواړه په دوږخ کی اچول کیږی . ورڅخه وپوښتل سوه چی اې د الله رسوله ! قاتل خو معلوم دی لاکن مقتول ولی ؟ ویې فرمایل : ځکه چی هغه هم د خپل ملګري د وژلو اراده لرله . » د پورتنیو آیتونو او حدیثونو څخه واضحأ ثابتیږی چی د قتل ، ظلم ، وحشت او تروریزم په وړاندی د اسلام دریځ نه پخلا کېدونکی دی . که قرآنی ارشادات ، او د اسلام د ستر پیغمبر لارښوونی او بلنی په ښه غور ، بېطرفانه ، منصفانه او هر اړخیزه توګه وشنو ، نو ثابته به سی چی د اسلام دین د سولی او رحمت دین دی او هیڅکله هم تروریسټی دین نه و ، او نه به وی . په قرآنکریم کی د آدم (ع) د زامنو یعنی هابیل او قابیل داستان هماغه په اسلام کی د سولی او پخلاینی یوه عالی بیلګه ده . کله چی قابیل خپل ورور په وژلو سره تهدید کړ نو هابیل یې په ځواب کی د سولی او پخلاینې داسی پیغام وړاندی کړ : که ته زما وژل وغواړې ، زه به ستا د وژلو تکل ونکړم . زه د رب العالمین څخه بیریږم ( المایًده : ۲۸ ) . هو ، په رښتیا چی د اسلام دین د عقل او منطق دین دی او د همدې عقل او منطق له مخی نړیوال سوی هم دی . بلخوا ، د لویدیځ سیاست والو ، رسنیو ، خپرونو او متنفذینو تروریزم په داسی ځانګړو تعریفونو او مفاهیمو کی نغښتلی او سکښتلی دی چی له مخی یې د هغه اصلیت او ماهیت د عامه انظارو څخه پټ کړی دی . دا هر چا ته معلومه ده چی تروریزم بېلابیل ډولونه لری چی فردي تروریزم ، ګروپی تروریزم ، مالی تروریزم ، دولتی تروریزم او نور دي . ولی بد بختانه د لویدیځ پورتنۍ مراجع هڅه کوی چی دولتی تروریزم ( چی اسراییل یې سروال او مخکښ دی ) پټ وساتی او فقط ګروپی تروریزم رامخته کړی . هغه تروریزم چی غرب یې راپیژنی داسی بلا ده چی هیڅ خارجی او فزیکی شتون نلری . په بل عبارت ، د هغوی را معرفی کړﺉ تروریزم هغسی توره بلا ده چی نه کومه خاصه اردو لری او نه هم ځاګړﺉ هیواد ، نه یې جبهه معلومه ده او نه هم خاص یونیفورم لری ، نه یې د قوماندې محل یا قوماندانان معلوم دي او نه یې هم پوځیان . همدا علت دی چی د لویدیځ تروریزم یو « معلوم نامعلوم » دی . دغه تروریزم یوازی د امریکا څلور بلیونه ډالره ضایع کړي دي ، په ملیونونو انسانان یې وژلی او خوړلی دي ، هیوادونه یې اړولی او نړولی دي او نړۍ یې لړزولې او ښورولې ده . دا یو حقیقت دی چی هیڅوک له موره تروریسټ نه دی پیدا سوی او نه هم څوک ذاتأ یا فطرتأ انتحاری او ځانمرګي دی . بلکی دغسی پدیدې د انسانی ټولنې محصول او تولید دی . په بل عبارت ، نننی تروریزم عمل نه بلکی عکس العمل دی یعنی د بشری ټولنی د یوې ډلی لخوا پر بلی باندی د ظلم او تیریو د لغتو پس لګد دی . تریخ حقیت خو دا دی چی د تروریزم سره جنګ او د نفتی موادو په سر شخړه د یوې سِکې دوه مخه دي . ځکه نو د یوولسو کالو راهیسی د افغانانو او امریکایانو وینی په درواغو سره توییږی . د جرمنی د پارلمان مخکنی غړی جورجن تودنهافر داسی اعتراف کوی : « موږ باالکل هماغه څه تولیدوو چی پر ضد یې د جنګ ادعا کوو » یعنی تروریزم ! پس هغه تروریزم چی لویدیځ یې راپیژنی علت نه بلکی معلول دی . نو ځکه د تروریزم څخه د خلاصون تر ټولو ښه او عملی چاره دا ده چی د هغه علت معلوم او معدوم سی نه علایم ! د تأسف خبره لا دا ده چی هغه لورﺉ چی په ظاهره د تروریزم پر ضد جنګیږی ، پخپله یې د همدې تروریزم تر شا موچل نیولی او د هغو تروریسټانو په نسبت هم ناروا ظلم ، جنایتونه او وحشتونه کوی چی پر ضد یې جنګیږی . همدا علت دی چی مشهور یهودي الاصله امریکایی پروفیسور نوام چومسکی داسی وایی : « ټول د تروریزم په توقف او ختمولو کی نا آرامه دي . خو د دې کار لپاره ډیره آسانه طریقه وجود لری : لطفأ په هغه کی برخه مه اخله ! » په رښتیا هم تروریزم په تروریزم سره نسي محوه کېدای او نه هم جرم په جرم سره ختمېدای سی او نه هم وینه په وینو پرېولل کېدای سی . مشهور امریکایی مؤرخ هوارډ زین د خپلو څو کلنو شننو او څیړنو څخه دې معقولی ، مستدلې او عینی پایلې ته رسېدلی دی چی : « جنګ له ذاته تروریزم دی » . والسلام