غزل

د لراوبر اداره | اپریل 11th, 2008


ته چې ښکلې سترګې دا خوا او ها خوا اړوې
په یوخوا او بل خوامې دزړه دنیااړوې


نن دې چې زلفې بیا شاته څنډوهلې یاره
ښکارې چې دنړی تیارې په رڼااړوې


دزړګې مې داسې میلمه شوې ګرانه جانانه
ته وا مرګي یی پرکوم چامیلمستیااړوې


دټولوپه مینځ ګې چې ته ما ته ډېرراګورې
ښایی ددرستوشکونه په ویسااړوې


ته چې له نازڅخه هره ادا ډکه کوې
فقیرزیه یوه ورځ مې په بلا اړوې
 

Copyright Larawbar 2007-2024