استخباراتي ډلو خپل راپورونه ايالتي او مرکزي حکومت ته ولېږل

مالک اڅکزی - کوټه | اپریل 11th, 2008


دپاکستان استخباراتي ډلو دپخوانيو وفاقى وزيرانو اّفتاب شيرپاو او په اميرمقام دشويو ځانمرګي بريدونو او دمحرم په مياشت كې مرزاقاسم بيك امام باړه كې دشوي ځانمرګي بريد لومړنى راپور د سرحد او وفاقي  نوي حكومت ته سپارلي دي ، بلخوا جمرود كې دشوي ځانمرګي بريد پلټنې هم سرته رسېدلې دي


ددې ځانمرګى بريدونو پلټنو لپاره دکوزې پښتونخوا حكومت او مرکزي حكومت ځانله خپلې خپلې پلټونکې ډلې جوړې كړيدي  او دې ډلو هم خپل راپورونه تيارکړي دي .



په پېښور کې په امام باړه کې د شوي ځانمرګي بريد يوانځور

Copyright Larawbar 2007-2024