کور / خبرتیا او پيغامونه / [کتابتون ټکی نټ] د پښتو برېښنايي کتابو زېرمتون انلاين شو !

[کتابتون ټکی نټ] د پښتو برېښنايي کتابو زېرمتون انلاين شو !



http://www.ketabtoon.net


 چلونکی :  مجيب لودين


  • د کتابتون ټکي نټ انټرنټپاڼې موخه او پېژندنه :

محترمو د ليک او لوست يارانو او د کتاب مينه والو که تاسو غواړۍ چې ستاسو کتابونه د انټرنټ پر ليکه خپاره شي او ستاسو اثار د نورو افغانانو تر سترګو تېر شي نو د کتابتون ټکي نټ سره اړيکه ټينګه کړۍ او خپل ليکلي ليکي (کتابونه) او د هغو يو يو انځور موږ ته راواستوۍ څو موږ ېې خپاره او زموږ د پاڼې لوستونکي ېې په بشپړه توګه وليدلای شي. 


د کتابتون ټکي نټ پاڼه ستاسو د افغاني کتابونو غټ زېرمتون دی ، دلته زموږ موخه دا ده چې د هر ډول افغاني کتابونو لوستل او ليدل په اسانه توګه وشي او وکولای شو چې د هر يو نوي او زوړ ليکوال ليکلي اثار خپلو وطنوالو ته وړاندې او وروپېژنو . کتابتون ټکی نټ به ووياړي که تاسو ورسره د کتابونو په خبرتياوو کې مرسته وکړۍ او چې د هېواده لرې هېوادوال ېې وکولای شي دخپل د بډايه کلتور نه هم خبر شي او ترې خوند واخلی .


http://www.ketabtoon.net