ترافيکي پيښي ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
کندهار افغانستان_ د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي ترافيکي پيښي يو تن وژلى او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٣ تنه نور زخميان کړي دي.
پېښه نن د ورځي څه باندي يوولس بجې د سپين بولدک ولسوالۍ د ډبرۍ پله په سيمه کي د ٢ سراچه موټرونو د ټکر په پايله کي رامنځ ته سوې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
په زخميانو کي څلور تنه ماشومان او څلور تنې ښځي هم شاملي دي چي د درملني لپاره د سپين بولدک ولسوالۍ روغتون ته وړل سوي او حالت يې د ډاډ وړ دى.
د کندهار د ترافيکو مديريت د بررسۍ ټيم سيمي ته سېدلى او پيښه يې تر څېړني لاندي نېولې تر څو مجرم چلوونکي معلوم او د قانون سره سمه سزا ورته ورکوله سي.
پر لويو لارو د موټرونو زياته ګڼه ګوڼه، د چلوونکو نه مسلکيتوب او د سړکونو کم بر هغه ستونزي دي چي ډېر وختونه پر دې لارو د ترافيکي پيښو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.
کندهار والي پېښي له امله خواشيني څرګنده کړې ده او د قربانيانو کورنيو ته يې د جميل صبر غوښتنه کړېده .