کور / تازه خبرونه / په غبرګو پيښو کي ٥ ماين ښخوونکي ووژل سول

په غبرګو پيښو کي ٥ ماين ښخوونکي ووژل سول

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٢٩
کندهار افغانستان_ تېره شپه او نن ورځ کندهار په ارغستان او پنجوايي ولسواليو کي د دوو جلا جلا پيښو پرمهال ٥ تنه ماين ښخوونکي وژل سوي او جسدونه يې پوليسو ته پاته سوي دي.
د يادو پنځو تنو له ډلي دوه يې تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ د نودې په کلي کي هغه مهال د ملي پوليسو لخوا په ډزو سره ووژل سول چي غوښتل يې پر يوه خامه سړک باندي ماينونه ځاى پر ځاى کړي.
درې تنه نور ماين ښخوونکي بيا نن سهار څه باندي يوولس بجې د کندهار د ارغستان او تخته پول ولسواليو پر ګډ سرحد باندي د خپلو ماينونو په چاودنو کي وژل سوي دي.
دغو درې کسانو پر هغه سړک چي د دواړو ولسواليو ترمنځ د وېش کرښه جوړوي او روزانه پرې لسګونه موټرونه او سلګونه خلک پياده تګ راتګ کوي ماينونه ښخ کړي چي پرې چاودېدلي او درې سره پکښي وژل سوي دي.