کور / تازه خبرونه / په شاولي کوټ کې د ايساف په مرکز ٧ بريد کوونکي ووژل شول

په شاولي کوټ کې د ايساف په مرکز ٧ بريد کوونکي ووژل شول

چارواکي وايي، د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې هم ډليزو وسله
والو د ايساف په مرکز بريد کړى، چې ټول وژل شوي.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي، دغه پېښه نن سهار وختي د کندهار
ولايت په شاولي کوت ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي لرابرته وويل، چې ٧ تنو وسله والو بريد کوونکو په ياده ولسوالۍ کې
د ايساف په يوه مرکز حمله کړې، چې د ايساف په ځوابيه ډزو کې ٧ واړه وژل
شوي دي.

د فيصل په خبره چې په دغه وسله وال بريد کې يوازې د ايساف ځواکونو يو
بهرنى قراردادي لګېدلى، چې خو معلومه نه ده، چې مړ دى او که ژوندى.

ايساف ځواکونو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کندهار ښار په زاړه ښار کې هم د
پوليسو په مرکز او بهرنيو ځواکونو په يوه سياره پوسته د څلوروتنو ځانمرګو
وسله والو له خوا بريد شوى وو.

چارواکي وايي، په دغه بريد کې د دوه بهرني سرتېري او څلور پوليس وژل شوي
او ٨ تنه نور پوليس ټپيان شوي دي.

خو خپله بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو د کندهار ښار او شاولي کوټ ولسواليو دواړه بريدونو
مسؤليت منلى او وياند يې قاري محمد يوسف احمدي د يوې خبرپاڼې په خپرولو
سره په کې تر ٦٠ د زياتو کورنيو او بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې
ده.