کور / تازه خبرونه / کندوز د امنيت سپارلو د پاره تيارئ نيسي

کندوز د امنيت سپارلو د پاره تيارئ نيسي

د کندوز ولایت سیمه یزچارواکې په دغه ولایت کې امنیتې مسوولیتونوسپارلو ته چمتوالې نیسې، داپه داسې حال کې ده چې په نږدی راتلوونکې کې به امنیتي چاری له بهرنیوځواکونو څخه افغان ځواکونوته په یاد ولایت کې وسپارل شي.
امنیت دلیږد بهیر نږدی د افغانستان په ګڼ شمیرو ولایتونوکې پلې شوی مګرد کندوز مرکزاو۶ګونو ولسوالیوامنیتې چارې ښایی په دریم پړاوکې افغان ځواکونوته وسپارل شي.
ددغه ولایت یوشمیراوسیدونکې ددغه ګام هرکلۍ کوي خویوشمیربیا په سیمه کې یوځل بیا د دولت وسلوالومخالفینود فعالیت ځنې په اندیښنه کې دی.
د کندوز ولایت ځایی امنیتې چارواکوپه یوه خبرې ناسته کې رسنیوته وویل ډیرژر به امنیتی مسوولیتونه له بهرنیوځواکونوڅخه افغان امنیتې ځواکونوته په دغه ولایت کې وسپارل شي د سرچینې په خبره دمګړۍ دوی یاد بهیر پلې کیدوته پوره چمتوالې لري.همدارنګه دوی زیاتوي ددغه بهیردپلې کیدولپاره یې دعاموخلکونظرونوراټولولپاره کمیسیون ټاکلې ترڅویاد بهیرپه ښه ډول سرته ورسیږي.

بل لورته ددغه ولایت امنیتې مسوولین داهم وايي چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې امنیت ښه شوي خولاهم یولړستونزي په مخ کې پرتې دی امنیتې چارواکې دامنیت ښه والې لامل په لیروپرتوسیموکې د سیمه یزوپولیسو رامنځته کیدل اودهغوي روزنېز ظرفیت ته نغوته کوي،خوپه ځینوسیموکې اوسیدونکې له سیمه یزوپولیسوخوښ نه دی.
همدغه راز محبوب الله محبوب د کندوز ولایت د ولایتې شورا غړی وايي ترڅوپوری چې د یادی پروسې د تطبیق لپاره دعاموخلکونظرونه راټول نه شي یاد بهیربه کومه مثبته پایله ونلرئ.

په کندوز کې دامنیتې چارولیږد بهیرله بهرنې ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته په داسې وخت کې پيلیږي چې ددغه ولایت یوشیمراوسیدونکیوسره امنیتې اندیښنې پرځای پاتې دی ددغه ولایت دخان آباد ولسوالۍ اوسیدونکې وايي دمګړي په یاده ولسوالۍ کې لږترلږه څلورزره تنه غیرمسوول وسلوالوشتون لري چې وخت ناوخته امنیت ته ګواښ پیښوي چې لاتراوسه دولت دهغوي په کابوکولوکې پاتی راغلې.