کور / تازه خبرونه / افغان اولسمشر د هلمند ولايت چاودنه وغندله

افغان اولسمشر د هلمند ولايت چاودنه وغندله

افغان اولسمشر حامد کرزي د هلمند ولايت د تېري ورځي چاودنه چي پر يوه موټر وسوه او پکښي شااخوا اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته په سختو ټکو وغندله او دا کار ئې د هيواد د دښمنانو وباله.
نوموړي د ټپيانو او وژل سوو کورنيو غړو ته د ډاډګېرني مراتب وړاندي کړي ا و په دې اړه د اولسمشرۍ څخه يوه خبرپاڼه هم خپره سوې چي دا کار پکښي په سختو ټکو غندل سوى.
د دې پېښي پړه چا پر غاړه تر اوسه نه ده اخستې خو افغان اولسمشر دا کار د هيواد د ښمنانو وباله .
کارپوهان وايي چي د افغانستان په روانه ناڅرګنده او بې ګټي جګړه کي چي د تېرو يوولسو کالو راهيسي روانه ده ، تر هر چا ډېر قربانيان ئې اولسي وګړي دي چي يا د بهرنيانو له خوا بمبارېږي او يا د يوه او بل له لوري يا خو وژل کېږي او يا په ورته پېښو کي له منځه ځي.