يو بهرنى ووژل سو او دوه نور ټپيان سول

عطاالله محمدي | جون 19th, 2012


لراوبر ته آيساف ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د افغانستان له لوېديځ کي درو ناپېژاندو وسله والو د خپلو ټوپکانو خولې د دوى لوري ته کړې او ډزي ئې پيل کړې چي په پايله کي ئې د خبرپاڼي په حواله درې بهرنيان ټپيان سول.
خبرپاڼه ليکي چي پېښه تر پلټني لاندي ده او په اړه به ئې نور معلومات وروسته پر ليکه سي.
خبرپاڼي د تل په څېر دوژل سوي بهرني د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى.

Copyright Larawbar 2007-2024