کور / کتاب / ستورو ته ناست يم له سيتاره سره

ستورو ته ناست يم له سيتاره سره

دشعرې ټولګې نوم (ستورو ته ناست یم له سیتاره سره ) په دې ورستیو کې  د زور ټوکو په شمیر په اسد دانش مطبعه کې دچاپ په ګاڼه سمباله شوه .


 په دغه شعرې غونډ باندې دپښتو ژبې نوموتو لیکوالو او شاعرانو هر یوه ومان نیازي غفور ،لیوال صدیق الله بدر ،فیصل فاران او ځينو نورو لیکوالوا وشاعرانو خپل اندونه لیکلې چې پکې ېې په پښتو شعر کې د ښاغلې زابلی هڅې دپام وړ بللې اود روان بهیر دتکړه شاعرانو له جملې يې ګڼلی دی.


 سعید زابلی دشعر په لیکلو سر بیره په لنډو کیسو لیکلو او کالمونو کې هم د پام وړ څيره ده چې ډیر ژر به يې نور اثار هم مینوالو ته وړاندې شې


ستورو ته ناست یم له سیتاره سره شعرونه يې په  هیواد کې له مشهورو کتاب پلورنځیو څخه تر لاسه کولای شئ


د كتاب ځانګړني


د كتاب نو م                    ستورو ته ناست یم له سیتاره سره


شاعر                              سعید زابلی


خپرندوى                          دانش خپرندويه ټولنه


چاپ كال                                ۱۳۹۱


چاپ شمير                              1000


كمپوزر                           په خپله شاعر


د سعيد زابلي لومړۍ شعري ټولګه ( رمز) په  ۲۰۰۵ کال په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني لخواچاپ سوې وه .