کور / تازه خبرونه / د پيښور د پينځو پيرانو د زيارت سره چاودنه شوې

د پيښور د پينځو پيرانو د زيارت سره چاودنه شوې

پېښور:د پيښور په هزار خواني سيمه کي د پينځو پيرانو د زيارت وداني سره نزدې يوې بمي چاؤدنې د يو ماشوم په ګډون درې کسان وژلي او ۲۰ نور یې ژوبل کړي دي. په ژوبلو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي. پوليسو ويلي دي چی چاؤديدونکي توکي په یو خر ګاډي کې ځای پر ځای کړل شوي وو.د زيارت په ورځ د پينځو پيرانو زيارت کې ډيره ګڼه ګوڼه وي او د پيښور او خواؤ شاه سیمو خلک په ګڼ شمير کی دغه زيارت ته ورځي.
په خيبر پښتونخوا او قباييلي سيمو کي له ډیرې مودې راهيسې په زيارتونو بريدونه کيږي. له دې مخکې د رحمان بابا، حمزه بابا، اجمل خټک، اخون پنجو بابا، او کاکا صاحب له مزارونو علاوه پر نورو يو شمير زيارتونو دا ډول بمي بريدونه شوي دي.