کور / تازه خبرونه / پېښور کې د موسيقۍ نړېواله ورځ ولمانځل شوه

پېښور کې د موسيقۍ نړېواله ورځ ولمانځل شوه

پېښور( راپور رحمت د يوان )د خېبر پښتونخوا ښار پېښور کې نن ماښام شپږ بجې د موسيقۍ نړېواله ورځ ولمانځل شوه. دا غونډه د پېښور په پرېس کلب کې ترسره شوه. غونډه د کلچر جرنلسټس فورم له خوا جوړه شوې وه، چې د پښتونخوا د کلتور او ثقافت وزير میا افتخار حسېن، د فلمونو او سي ډي ډرامو نامتو ډايريکټر قېصر صنوبر، د پښتو ټي وي ډرامو ځوان ډايريکټر اشفاق طورو، اداکار طارق جمال، سندرغاړي فياض خان خوېشګي، عبدالله شاه بغدادي، ادريس کمال، سندرغاړې امنا او سدره خان او نورو ډېرو خلکو پکې برخه واخسته.
د غونډې د وياندوی چارې نامتو وياند ارشد حسېن ترسره کړې. په غونډه کې غزاله جاويد په مړينه غم رازي وکړی شوه او د نوموړې د مغفرت دپاره دعا وغوښتل شوه.ميا افتخار حسېن په خپلو خبرو کې وويل چې موسيقۍ ژبه نه لري، هره ژبه موسيقي لري، که يو سړی په يوه ژبه نه پوهېږي، خو د هغوی موسيقي ورله خوند ورکوي، نو هغه يې اوري. ده زياته کړه چې غزاله جاويد يوه ښه او تکړه سندرغاړې وه، د هغې قاتلانو ته به سزا ضرور ورکول کېږي.د کلچر جرنلسټس فورم صدر احتشام طورو په خپلو خبرو کې وويل چې مونږ د غزاله جاويد مرګ غندو او د حکومت نه غوښتنه کوو چې د دې قاتلانو ته دې سزا ورکړل شي.
ده زياته کړه چې حکومت بايد غريبو فنکارانو ته چې د کومو وس نه کېږي او د نورو فنکارانو شاته ولاړ يا ناست وي، نو د هغوی سره دې مرسته وکړشي