د احمد شاه بابا په علمي او کلتوري مرکز کي د قران کريم ختم وسو
عطاالله محمدي
په کندهار ولايت کي د احمد شاه بابا په علمي او کلتوري مرکز کي دقران کريم ختم وسو. ختم د دې مرکز د ښوونځي څانګي د ښوونکو او زده کوونکو له لوري ترسره سو چي پر لس بجې او ديرش دقيقې پيل او پر دوولس بجې پاى ته ورسېد.
خاتمه د قاري محب الله آغا له لوري وويل سوه تر خاتمې وروسته دوې دوعاوي وسوې چي په لومړى دوعا کي نوموړي ټول اسلامي امت ، د افغانستان اوسنى حالت، پښتنو ته ورپېښي بدبختيو په اړه الله پاک جل جلاله ته د دوعا لاسونه پورته کړل او د ختم ګډون والو ورباندي آمين آمين وايه.
ورپسې په دوهمه دوعا کي د نړى ټولو ناروغانو ، او په رنګارنګ ستونزو کي د شکېلو کسانو له پاره او په ځانګړي ډول په کاناډا کي د مېشت افغان ډاکټر صاحب نثار احمد صمد او په دې مرکز کي د کمپيوټر ، تکړه اومهربان استاد ښاغلي هدايت الله جانان ته د روغ صحت غوښتنه وسوه . ورپسې د ختم د ګډون والو له پاره د خوراک ترتيب نيول سوى ؤاو وروسته تر خوراک دا سپېڅلي غونډه پاى ته ورسېده.