کور / تازه خبرونه / زابل: ٣٠ تنې دایګاني فارغي سوې

زابل: ٣٠ تنې دایګاني فارغي سوې

د زابل دعامي روغتیا چارواکي وایي چې په دې ولایت کې يې لسګونه کسان د
روغتیایی چارو د لاښه کیدو په موخه روزلي د دې ولایت دعامي روغتیا رئیس
ډاکټر لعل محمد توخي وایي چې د ولایت مقام د پي بی جي ایف په مالي مرسته
وتوانیدل چې پنځلس تنه محلی دایګاني او پنځلس تنه نورځوانان د صحي
تعلیماتو د رسولو په مو خه وروزي.
نوموړي زیاتوي چې یاد کورسونه درې میاشتي دوام درلود او دووتنو مجربو
ښوونکو له لوري زده کړه ورکول کیده ښاغلی توخي دغه راز وایی چې په دې سره
به په مرکزکلات او ليرو پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د مړیني کچه هم
راټیټه سي.
بل پلو په جوړه سوې غونډه کې د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار په
خپلو خبرو کې وویل چې زابل کې دامهال د روغتیا په برخه ډیري ستونزي سته
چې په وینا د مرکزي دولت له لوري دې ولایت د ۲۷۰ زرو نفوس پربنیاد سهمیه
ورکول کیږي چې د دې ولایت نفوس شاه وخواه اتوسوو زرو ته رسیږي چې له همدې
امله پدې ولایت په هره برخه کې ستونزي پیداکیږي.
ښاغلی رسولیار زیاته کړه چې ولایتي اداره تل هڅه کوي چې په مرکز کلات او
ولسوالیو کې د روغتیا په برخه شته ستونزو ته رسیده ګې وکړي.
هیره دي نه وي چې د محلي دایګانو او د ځوانانو دغه درې میاشتنی کورس په
داسي حال کي پاى ته رسیږي چې پدې ولایت کې د ليرو پرتو سیمو اوسیدونکي
لومړنیو روغتیایي اسانتیاو ته لاس رسی نلري.