په مخامخو ډزو کي يو بهرنى ووژل سو

عطاالله محمدي | جون 22nd, 2012


لراوبر ويب پاڼي ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه خبرپاڼه رالېږل سوې چي په هغې کي د يوه بهرني د وژل کېدو خبر ورکړل سوى.
خبرپاڼه ليکي چي د ناټو ځواکونو دا عسکر نن ورځ په سهېل کي د وسله والو په مخامخ ډزو کي ووژل سو خو د پېښي په اړه ئې نور جزئيات نه دي ورکړي.
طالبانو په سهېل کي په بېلابېلو پېښو کي د يوشمېر بهرنيانو د وژل خبر ورکړى .

Copyright Larawbar 2007-2024