کور / تازه خبرونه / هلمند:د ملي امنيت او طالبانو تر منځ نښته وسوه

هلمند:د ملي امنيت او طالبانو تر منځ نښته وسوه


په هلمند كې د ملي امنيت له منسوبينوسره په نښته كې دوه وسله وال طالبان وژل شوي،درى ټپيان اوپنځه ژوندي نيول شوي دي. دا خبره د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلې ده ،.
د خبرپاڼي له مخي هغه ځانگړي عمليات چې د شنبې په ورځ سهارمهال په هلمند كې د ملي امنيت  اړوند بست ۱۷۰ قطعې لخوا د گرشك ولسوالى د آب پاشك په سيمه كې ترسره شول په پايله كې يې دوه تنه د ملي امنيت د منسوبينوسره د نښتې په ترڅ كې ووژل شول،درى تنه يې ټپيان اوپنځه تنه يې ژوندي نيول شوي .
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر په وينا دغو طالبانو د سړك پرسرد ولسي وگړوموټرتلاشي كول چې د ملي امنيت منسوبينو د پټومعلوماتوپربنسټ ياد سوي عمليات ترسره کړل .
په دې عملياتوكې د ملي امنيت منسوبينوڅلورميله كلاشينكوف،دوه ميله تومانچې،پنځه ديرش كړى د ټانگ ضد ماينونه،څلورعرادې موټرسيكلونه اوپه زياته اندازه د ماينونود انفجارولوتوكي اونورمهمات هم په لاس راوړي دي.
ملي امنيت وايي چي په دغوعملياتو کي دوی ته هيڅ ډول زيان ندئ ور اوښتئ او د نيول سوو کسانو څخه پوښتني ګروېږني پيل سوي دي .