کور / اسلامي / الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۰)

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۰)

دالکحل(شراب) اغيزې پراعصابي نظام باندی
شراب داعصابووهغووړواوباریکودرځوته داخلیږی چې لیپید(Lipid) ئې ساتنه کوي، چې تاوان به ېې داشی چې الکحل(شراب) داعصابوپه برقي اړیکو(Electrical Communication) کی خلل پیداکوي؛ لومړۍ اغیزه ئې داده چې الکحل(شراب) دخوړلووروسته یودم پردې بریښنايي اړیکوباندی اغیزې کوي هغه اړیکې پرېکوي ، چې په نتیجه که شرابي په دې نه پوهیږي چې څه کوي اوڅه نه کوي، چې دیوه حیوان په شان ئې ټول حرکات اوسکنات وي اوبل ئې پراعصابوباندی اوږدمهالې اغیزې دی چې الکحل(شراب) هره ورځ څه ناڅه واعصابی نظام ته تاوان رسوي، چې دااوږمهاله ناروغۍ ددې څخه عبارت دی:
۱: (Alcohol Withdrawal Delirium) دادالکحلوله کبله روحی اختلال دی چې دتوهمونو، بې بنسټه زړه خوښیو، هیجان، دبې قرارۍ اودچاپیریاله سره داړیکودنشتوالې یوه ناروغې ده، ددې څخه علاوه په دې ناروغۍ کی اضطراب، ذهنی پرېشانې اونورې ناوړې اغیزې ملې دي.
۲: (Amnesia) دحافظې داختلال ناروغې، چې حافظه کمزورې کیږي اوکارپرېږدي.
۳: (Termen) یادبدن دلړزېدوناروغۍچې په دغه وخت کی اعصاب ډېرتکان خوری اودبدن موازنه له مینځه ځی نوځکه ټول بدن لړزیږي؛ په لنډډول سره الکحل(شراب) داعصابودهرډول داعصابودالتهاب (Polyneuritis) سبب ګرځی ، په دې ناروغیوکی ځینی داسی دی چې ددائمي لېونتوب سبب هم ګرځی، اوپاته دی نه وي چې ځینی ناروغۍ خوان دمرګ لامل هم ګرځی.
الکحل(شراب) په ځانګړي ډول سره نوی تولیدشوی ژونکې (Reproductive Cells) ډېرې اغیزمنې کوي وهغوته داخلیږي اوپوره نقصان وررسوي، چې پایلې داراوځی چې په راتلونکونسلونوکي موروثې ناروغۍ زېږوي؛ یعنی ددې سړي داولادذهانت، دماغ اوحافظه به نیمګړي وي اوبل داچې ددې سره (Dystrophy) یعنی هرډول اختلال چې دتغذیې دنیګړتیایاستونزوپه اثرمینځته راځی ، سبب هم ګرځي.
۲: دشرابواغيزې پرځيګر(ينه) باندی
ځیګر(ینه) دانسان په بدن کی دلابراتوارحیثیت لری، اودالکحل(شرابو) دهرې زهرجنې زرې حس ډېر ژرکولای شي، چې دینې دخرابوالی سبب ګرځی اودشرابواغیزې پرینې باندی پردووبرخوویشو:
۱: دالکحل(شراب) له کبله دینې حجرې(ژونکې) تخریبیږي، فعالیت پرېږدی له همدې کبله هغه دندې چې ینه (Liver) ئې دانسان په بدن کی وسرته ورسوي هغه په ټپه دریږي.
۲: الکحل(شراب) دځیګرټول کیمیاوي کړنې په ټپه دروي اودینې په حرکاتوکی یوډول اوښتون راولی، په دغه وخت کی دانسان بدن دینې څخه ورسپارل شوې دندې غواړي اوبل لورته ینه ئې نشی اجرا‌ء کولای، اووروسته ینه ترزیات فشارلاندی راځی په پایله کي الکحولک سیروزیز(Alcoholic Cirrhosis) صورت نیسی، چې ددې ناروغې معنی داده چې دالکحل(شراب) له کبله دینې بین البینی التهاب ، ومینځته راځی چې په دغه وخت کی ینه خرابیږي اوله فعالیته غورځی ؛ که دالکحل(شراب) اغیزې په یوه ټکی کی راونغاړونووبه وایوچې الکحل(شراب) دینې هرډول فعالیت په صفرکی ضربوي.
دینې دفعالیت څخه مطلب دادی چې ینه هغه اجزاء پیداکوي چې وینه (Blood) ورڅخه جوړیږی، کله چې دافعالیت ودرول شی نوشرابي دوینې دکمښت(Anemia) دناروغې ښکارشی، که څه هم دشرابي انسان مخ سورمعلومیږی ، خوهغه نظام چې وینه جوړوي (Bone Marrow) یعنی دهډوکی مغزهغه تباه اوبربادیږي.
بله دنده چې ینه ئې لری هغه دمدافعې نظام دی، چې هغه مختلف ډولونه ګلوبین دی، په ځانګړي ډول سره امنوګلوبین (Immune Globulin) چې په داپه شریانوکی کمیږي اودداسی خلکودمدافعې نظام ناروغیوپه مقابل کی ډېرکمزوری وي، اوهره ناروغې په اسانۍ سره حمله پرکولای شي؛ دشرابونورې اغیزې هم شته چې یوتربله خطرناکې دي، چې ترټولوخطرناکې دادی چې کله الکحل(شراب) یودم ددې ټول خوځښت دروي، چې دادانسان دمرګ لامل ګرځي.
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر