کور / تازه خبرونه / کندهار : درنه جګړه کې مرګ ژوبله واوښته

کندهار : درنه جګړه کې مرګ ژوبله واوښته

دکندهار په ميوند ولسوالي کې ددرنې جګړې په ترڅ کې وسله والو ذالبانو اوافغان پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . پوليس وايي چې څلور سرتېري يې وژل شوي او دپوليسو دمشرتابه په وينا وسله والو طالبانو ته هم دسر درانه زيانونه اوښتي دي . جګړه دميوند ولسوالي دبند تيمور په سيمه کې شوې ده ، وسله وال طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني خو دعوه کوي چې تر شلو زيات پوليس يې وژلي دي .