کور / تازه خبرونه / په افغانستان کې پر هندي انجينرانو بريد دپاکستان کاردى

په افغانستان کې پر هندي انجينرانو بريد دپاکستان کاردى

دنيمروز ولايت يوه لوړپوړي چارواکي چې دنوم داخيستلو يې ډډه کوله تور ولګاوه چې په افغانستان کې پر هندي انجينرانو بريد دپاکستاني استخباراتي چارواکو کار دى ده لراوبر ويپاڼي ته وويل چې پاکستان نه غواړي چې په سيمه کې دي امنيت ټينگ شي او ددغه چارواکي په خبره چې ورته بريدونه آى ايس آى کوي . چارواکي وويل چې پاکستان دهند او افغانستان ښې اړېکي نه شي زغملاى . خو پاکستاني چار واکو لا له وړاندي داډول تورونه رد کړي دي . نن دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالي کې ددوو پرله پسې ځانمرګوبريدونو په ترڅ کې دوه هندي انجينران ووژل شول او څلور نورټپيان شول . په پېښه کې دوه افغانان هم وژل شوي او درې نور تپيان دي . دا په روان کال کې دوهم ځانمرګى بريد دى چې په نيمروز کې کېږي .