کور / تازه خبرونه / په كندهاركې ګوزڼ بياسرراپورته كړ

په كندهاركې ګوزڼ بياسرراپورته كړ

دروغتياوزارت كاركونكې وايې چې دماشومانودګوزن ناروغې يوازې ترسويلي حوزي پوري محدودوه سوي اوكه يې دمخ نيوي لپاره چټك ګامونه پورته نسي نوښايي چې دغه ناروغې به په بېړنۍ توګه  خپره سي .


په سويلي حوزه كې دروغتياكاركونكې زياته وې چې دتخنيكي ستونزوترخوايې امنيتي ننګونې هم دكمپياين په وړاندي خنډونه رامنځ ته كوي .


ده سيمه يزووګړونه همكاري اودفلج په وړاندي دپوهي دكچې ټيټوالي هم ډاكتران هغه څه بولې چې له امله يې دواكسين له كمپياين څخه ځيني غرنۍ سيمي پاتي سوي دي .


په سويلي حوزه كې دواكسين ناسيون دكمپيان مشرډاكترمامون طاهري وايې چې سږكال دټول هيوادپه كچه له روغتياوزارت سره  دګوزڼ پنځه قضيې سبت دي چې يوازي څلوريې په سويلي حوزه كې دي .


دنومه وړې په خبره چې دګوزڼ دوې پېښي په كندهاراودوې نوري هم په هلمندولايت كې ترسترګوسوي دي .


ښاغلي طاهري وايې چې په كندهاركې يوه پېښه په ميونداوبله پېښه هم په پنجوايي والسوالۍكې ليدل سوې ده .


ټاكل سوي چې ديكشنبي په ورځ په درست افغانستان كې دفلج ياوګوزڼ په وړاندي پسرلنې دوهم پړاوپيل سي چې په ترڅ كې به يې په ميليونونوماشومان دګوزڼ په وړاندي وقايه كړل سي .


دكندهارمرستيال والي ډاكترغلام جيلاني همايون دپوليودمخ نيوي په برخه كې له ملاامامانواوخبري رسنيوڅخه وغوښتل چې دعامه ذهنتونوپه روښانه كولوكې برخه واخلي .


مرستيال والي پردې اړتيادټينګارپه ترځ كې زياته كړل چې له همدي لارې څخه دبيلابيلوسيمواستوګن دواكسين له ارزښتونوڅخه خبريدلاي سي .


ډاكترغلام جيلاني همايون ديوې ساليمې ټولنې په لرلوسره  وويل چې يوه صحتمنده ټولنه كولاي سي دژوندپه ټولوډګرونوكې لاس برې وه اوسي.


نومه وړې له نړيوال روغتيايي سازمان څخه ستاينه وكړه چې له څه باندي دولسيزوراپدي خوادګوزڼ په لمنځه وړلوكې هڅې كوي .


نړيوال روغتيايي سازمان وايې چې دم كړي دټولي نړي په كچه دګوزڼ ناروغې يوازې په څلورواسيايي هېوادونو هندوستان ،پاكستان ،سريلانكااوافغانستان كې پاتي ده اونوره ټوله نړي له دي ناروغې څخه پاكه اعلان سوي ده .


دروغتياپالانوپه باورچې دګوزڼ يوه ناروغې له دوسووڅخه ترزروپوري ماشومان ګواښه ولاي سي .


خوددغې سي خطرناكې ناروغې په وړاندي اوس لاهم زيات كسان ناخبره دي .
دچارودكارپوهانوپه باورچې جنګ جګړې اوله روغتيايي ارزښتونوڅخه ناخبرې هغه څه دي چې  دزياتوانسانانوژونديې له ګواښ سره مخ كړي دي .


په سويلي حوزه كې دګوزڼ دناروغې څلورنوي قضيې پيداكيدل  هم زياتره كسان دجګړوشتون بولي چې له امله يي رو غتيايي كاركونكې نسي كولاي لري پرتواوكليوالوسيموته په ازاده پښه تګ وكړي .