کور / تازه خبرونه / سور صليب له ميرويس روغتون سره پر مرسته غور کوي

سور صليب له ميرويس روغتون سره پر مرسته غور کوي

د نړيوال سره صلېب کمېټه وايي، د سويس او کابل تر تصميم وروسته به دوی
پردې پرېکړه کوي، چې ايا د کندهار په ميرويس روغتون کې خپل ماموريت ته
دوام ورکړي او که نه.
نړيوال سورصلېب د ميرويس حوزه وی روغتون تمويلوي، چی عملآ يې ۲۰ تنه
روغتيايي ټيم له افغان ډاکترانوسره يو ځای د ناروغانو په درملنه باندی
بوخت دی.
ميرويس حوزه وي روغتون چي د جنوب په کچه يوازنی او د ملک په سطحه تر ټولو
مصروف ترينه روغتون دی نړيوال سورصلېب ورسره له تېرو څو کالونو راهيسې
همکاري لري.
د کندهار د عامي روغتيا مرستيال ډاکتراحمدالله فيضي لراوبرته وويل چي
ميرويس روغتون هره ورځ په سل ګونو ناروغان درملنه کوي چي ټول امکانات
ورته د سره صلېب نړېواله کمېټه برابره وي.
د تېري پنج شنبې په ورځ د ميرويس روغتون د موټرسائکلانو په پارکينګ کې له
چاوديدونکو توکو ډک موټرسائکل، درول شوی وو، او هغه مهال چي د سره صلېب
اوافغان ډاکترانويوه ډله د روغتون په داخل کې د تګ په حال کې وه، د
چاودني هڅه يې شوې.
امنيتي چارواکي وايي، موټرسائکل بم چاودنه نه ده کړې، خو د وراخطايۍ په
حالت کې د سره صلېب ۲ ډاکتران چې د نوي زيلاند اتباع وو، خورځېدلي او
سرسرکي ټپیان شوي.
سورصلېب وايي، سبا د يکشنبې په ورځ به په ميرويس روغتون کې د خپلي دندې
په اړه خپله پرېکړه کوي.