کور / تازه خبرونه / کندهار: د ماربل فابريکې په فعاليت پيل وکړ

کندهار: د ماربل فابريکې په فعاليت پيل وکړ

په کندهارکې د ۳ ميليونه امريکايي ډالرو په مالي لګښت د ماربل يوې
فابريکې په خپل فعاليت پيل وکړ.
د يادې فابريکې مسئولين وايي چې د سيمي د هېوادونو په کچه يې بې ساری
ماشينونه په کار اچولي دي.
دا په کندهار کې د ۳ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د ډبرود پرې کولو
لمړنۍ فابريکه بلل کېږی چې ماشين نري يې د سيمي د هيوادونوپه کچه بې سارې
بلل کېږي.
د ماربل د دې نوې فابريکې مشر انجنير اشرف کندهارى چې تر دې وړاندي يې د
امريکا په متحده ایالاتو کې دغه کاروبارکاوه وايي، په کندهار کې يې پدې
برخه کې وليدل، چې د مارکيټ ټوله تکيه پر بهرنيو وارېداتو باندې ده.
دی زياتوي نه يوازې دا چې دوی کولای شي د چين او نورو هېوادونو په پرتله
د ښه کيفيت لرونکې توليدات مارکيټ ته عرضه کړي، بلکي په بيه کې يې هم سم
نيمايي توپير موجود دی.
انجنيراشرف وايي، افغانستان د نړۍ تر ډېرو هېوادونو تر ټولو ښه کانونه
لري، خو که يې په مسلکي ډول د استخراج چاري ترسره شي، نو نړيوال مارکېټ
به يې هم ښه اعتبار ولري.
نوموړی د نمونې په ډول وايي چې د روخام ډبره د ښکلاه لپاره په اروپا کې
تر ټولو ښه مارکېټ لري، خو دغه ډبره يوازې په افغانستان کې شته.
ده لراوبر ته وويل(( د هلمند د روخام او مرمرو د ډبرو د استخراج کانونه
ډېرغني دی، هيله کوم چي حکومت دغه چاري د مسلکي کسانو په وسيله ترسره
کړی.))
د ماربل د دې تازه پرانيستل شوې فابريکې مسئولين وايي، دوی هڅه کوي چې
سيمه ييز کسان پدې برخه کې حرفوي وروزي.
په همدې حال د کندهار ولايتي مقامات وايي چمتو دي چې د خصوصي سرمايه
ګزارۍ هر ډول شرايط برابر کړي.
په ټوله کې د سيمې نسبي ثبات هم د دې لامل بلل کېږي، چې پانګه والو تر
يوه حده سرمايه ګزارۍ ته بيرته زړه ښه کړی دى.