دعلامه رشاد روغتيايي مرکز لسمه کليزه

د لراوبر اداره | جون 23rd, 2012


د کارېز مرستندويه ټولني او علامه رشاد بشپړ روغتيايي مرکز د لسمي کليزي لمانځلو د غونډي راپور


په بشري ټولنه کي او  د دې خاوريني مځکي پر مخ، د انسانانو تر منځ اړېکى يوازي او يوازي په حکومتونو پوري محدود پاته سوى نه دئ، بلکي اولسونه هم يو پر بل باندي خواخوږي او پېرزوينه لري، د يو بل لاس نيوى کوي او بله ښېګڼه ئې دا ده، چي دا پېرزوينه او خواخوږي تر شا نور پټ اغراض او غوښتني هم نه لري.


د دغسي يو اصل پر بنسټ د کارېز مرستندويه ټولنه په (٢٠٠٢م)  کال د اپرېل پر اوله په جاپان کي د پروفيسر ډاکټر خالد رشاد او څېړندوى شېرشاه رشاد په تاختو او ځغاستو سره جوړه او داسي بشردوسته او په زړه نرم جاپانيانو ئې غړيتوب ومانه، چي له افغانستان او افغان اولس سره ئې مينه درلوده .



دغو جاپانيانو به د خپل کلني عايد څخه پنځه زره جاپاني ينه، چي تقريباً دوه نيم زره افغانۍ کېږي په کال کي يو وار دې ټولني ته د غړيتوب حق ورکاوه او په ځينو غونډو او جشنو کي به ځينو جاپانيانو  د افغانانو  له پاره کاغذي کچکولونه ګرځول او يو، يو ين به ئې راټولاوه او په دغه يو، يو راټول سوي ين دلته زموږ په هيواد کي د (٢٠٠٢م) کال له جون راهيسي د فتر او مرکزي کلينيک جوړ سو .


د دې ټولني موخي په افغانستان کي د وړيا روغتيايي او پوهنيزو خدمتونو  رسول دي او بل الخص دا خدمتونه تر ښار دباندي کليو او ليري پرتو سيمو ته رسول ول . د مرکز د اېجاد په لومړيو کلو کي، په اونۍ کي دوې ورځي، ګرځنده ډلي، د سهار له اوو بجو څخه تر مازديګره پوري کلي په کلي ګرځېدل او د ناروغانو د درملني پر څنګ ئې د هغه کلي د کوچيني هلکانو او نجونو له پاره په زړو مسجدو، زړو کورو، تر توت او تاک لاندي، تر شنه آسمان لاندي او يا په خېمو کي د ناستي ټغر، توره تخته، تباشير، درسي کتابونه، بستې، کتابچې، کلمان، پنسلان، د څښنګ د اوبو اودانونه، د ښوونکو له پاره يو محدود معاش تهيه کاوه، چي دا لړۍ د (٢٠٠٦م) کال تر مارچه پوري دوام وکئ او د امنيتي حالت په خرابېدو سره په کليو کي دا فعاليتونه ودرېدل .



په دغو کلو کي د کندهار د اووو اولسواليو په ٢٣ کليو کي (٦٥٣٩) ناروغان په وړيا توګه درمل سوي او (٩١١) کوچينانو له لومړۍ تولګۍ څخه تر درېيمي ټولګۍ پوري  زده کړي  کړي دي، چي په هغو کي (٢٠٣) نجوني وې .


په کليو کي زياتر ه اوسېدونکي له نس ناستي، خواګرځېدو او ساري ناروغيو څخه ځورېدل، په دې سيمو کي يو بل ډېر خوندور  او د نوښت کار د ناروغيو د اصلي سبب پېژندنه، موندنه او د هغو له منځه وړل وه . دا سبب تر ډېره حده پوري  د ولو  يا زړو څهانو  په بکترياو ککړي اوبه وې، چي د دغو اوبو  د تصفيې له پاره د جاپان  له يوې کمپنۍ څخه غوښتنه  وسوه او داسي د وړانګو  يو کتاليست کپسول ئې جوړ کئ، چي لس لېتره اوبه ئې په دوو ساعتو کي له هر ډول بکترياوو څخه پاکولې او اووه کاله پرله پسې له دې کپسوله څخه کار اخيستل کېداى سي. دا کپسولونه (٣٦٢٦) دانې په کليو کي او (٤٠٠) شا و خوا په ښار کي وړيا وېشل سوي دي .


د دې پر څنګ د کندهار ښار په روغتيايي مرکز کي له پيله راهيسي د (٢٠١٢م) کال  د مى مياشتي تر پايه پوري (٢٩٥٨١٧) ياني شا و خوا درې لکه ناروغان په وړيا توګه  درمل سوي دي .



د ټولو فعاليتونو راوړل تر حوصلې وتلې خبره ده، خو د هيواد د بنسټيزو  روغتيايي خدمتونو  په برخه کي د لنګون پر مهال د مندو او کوچينيانو د مړيني د مخنيوي  له پاره، تر لنګون  دمخه او وروسته کارټونه  جوړېدل، په اساسي  دندو کي  راځي .  د ډېري  اُميدوارۍ د لږولو له پاره تر څورلسو زرو زيات ټابليټ او تر څلور زرو زيات کانډمونه  وېشل سوي دي او تر څورلس  سوه زياتي ستني (انجکشن) لګول سوي دي .


تر پنځو کالو کښته کوچينيانو ته (- 6474 BCG  )، (OPV-19283)، (Penta-12328)، د شري – ٦٩١٢، واکسينونه لګول سوي  او اميدوارو ښځو ته  (٧٧٥٧ )  او نا اميدوارو ته (٢١٥٧٩) ټي ټي واکسينونه  لګول سوي دي او تر روغتيايي مرکز  دباندي په ساحه  کي هم تر شپاړس زرو زيات واکسينونه لګول سوي دي .


د نري رنځ  يا توبرکلوز  د درملني په برخه کي تر ديارلس سوه زيات شکمن ناروغان کتل سوي دي، په هغو کي د نري رنځ مثبت پينځه اتيا کسه، منفي (٣١٦) کسه، (   Ext-Pul=77)  پېژندل سوي  او ١٧٣ ناروغان په بشپړه توګه درمل سوي دي.



د ملاريا تر پنځه زره زيات سلايډونه کتل سوي دي، چي پينځه اتيا کانفرم ناروغان ول، په لشمانيا يا کالدانه اخته (١٩) ناروغانو ته (١٦١) ستني لګول سوي دي، ١٧٨ د HIV سلايډونه کتل سوي دي، چي  له ښه مرغه هيڅ مثبت ناروغ نه لرو .


د يولکو اويا زرو کسانو له پاره روغتيايي ښووني سوي دي.


په رواني برخه کي د (٤٢٥) ناروغانو  درملنه بشپړه سوې ده او (٣٥٤) ناروغان تر درملني لاندي دي. ١٤٨ لنګونه په بريالۍ توګه تر سره سوي دي.


پر بنسټيزو روغتيايي خدمتونو سربېره، تر دريو زرو زياتو ناروغانو ته اوليټراساوڼد، تر شپږو زرو پينځو سوو زياتو ناروغانو ته اکسرې، تر پينځو سوو زياتو ناروغانو ته د زړه ګراف او پينځو اتيا ناروغانو  ته دغاړي فيزيو تراپي سوې ده .


د عاجلو ناروغانو له پاره  تر بل روغتون پوري يا  د درملني تر بشپړېدو وروسته تر کوره پوري د رسولو له پاره  يو فعال امبولانس هم سته، خو زموږ مادي امکانات  لا تر اوسه پوري  د شپې د خدمتونو  د ترسره کولو له پاره  بس نه دي او کله، کله  د نامنظمي  برېښنا  له اسيته له جينرټره  څخه کار اخلو ، چي دې  حالت زموږ د روغتيايي مرکز  او لټراساونډ پسله پينځو کالو استعمال څخه او د غاړي فيزيوترافي  تر څلورو کالو استعمال وروسته له کاره  اچولي دي .


دا ټول فعاليتونه مسلکي وړ او رسېدلي کادرونه (کارکوونکي) غواړي، چي د وړتيا د لوړولو  له پاره په روغتيايي مرکز کي  دننه (٢٠٣) ټريننګونه جوړ سوي دي، د عامي روغتيا وزارت او رياست په ټريننګو کي (٣٦) کار کوونکو برخه اخيستې ده او د نورو موسسو  او ادارو له پاره موږ (١٠١) کسه روغتيايي کارکوونکي ټرين کړي دي .


د دريو مسلکي کسانو له پاره  مو په جاپان کي د لنډ مهاله شپږ مياشتني او يو کلني دورې له پاره د زده کړي شرايط مهيا کړي دي .


پورتني فعاليتونه يوازي زموږ د تندي د خولو او د لاس دتڼاکو لاس ته راوړنه  نه ده ، بلکي د رسمي روغتيايي ادارو ، ځينو با دردو سوداګرو او د درملو د شرکتونو  پر له پسې معنوي، مادي او درملي مرسته هم راسره ملګرې وه، چي له ټولو څخه  د زړه له کومي  مننه کوو او پسله دې هم ستاسي ټولو  په مادي او معنوي ملاتړ به انشاالله د دې بې وزله او بې وسه خلکو خدمت  ته ادامه ورکوو .


که له مځکي و آسمان ته خاته ګران دي    —      دا سفر په يوه ګام دئ، د اخلاص


پاى


Copyright Larawbar 2007-2024