کندوز : سيميزو پوليس بيا پر يوې پېغلي جنسي تېرى کړى

عطاالله محمدي | جون 24th, 2012


د کندوز ولايت څخه پلازمېني کابل ته يوه کورنۍ راغلې چي په وينا ئې په کندوز ولايت کي د سيميزو پوليسو له لوري ورباندي جنسي تېرى سوى.
د يادي کورنۍ غړي وايي چي په کندوز ولايت کي ئې څو وراه حکومتي ادارو ته خپل عرض پاڼه ورکړې خو هغوى ورته کم مثبت جواب نه دئ ورکړى نو ځکه اوس کابل ته راغلي او دلته د ګرمو کسانو محاکمه کېدل غواړي.
دا لومړى ځل نه دئ چي سيميز پوليس پر کورو ورځي او د کورو څخه پېغلي راباسي او جنسي تېري ور سره کوي بلکي په وار واره سره داسي سوي او افغان حکومت خو بېخي سر نه دئ په ګرځولى او يا ئې د محاکمې غوښتنه کړې چي هغه هم د وخت په تېرېدو سره د پامه غورځول سوې .

Copyright Larawbar 2007-2024