د امنيت نستوالى د کډوالۍ لاملونه دي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جون 24th, 2012


د سياسي چارو شنوونكي وايي، په هېواد کې د امنيت نه شتون، غريبي، بې
روزګاري او په ټول کې پر دولت د خلکو بې باوري، هغه څه دي، چې له امله يې
ډېرى هېوادوالو کډوالۍ ته اړ شوي.

د دوى په اند افغان دولت په تېرو لسو كلونو كې په دې ندى توانيدلى، چې
خلكو ته امنيت تامين او د كار زمينه برابره کړي، تر څو خلک په خپلو کور د
ننه بسيا شي.

د سياسي چارو شنوونكى فضل الرحمان اوريا وايي، د قانون نه شتون، بي وزلي
او پر دولت بې باوري، د کډوالۍ لوى عامل ګڼل ګېږي، چې كه دا لړۍ دوام
ومومي پرته له شكه د افغانستان راتلوونكى له ګواښ سره مخ دى.

نوموړي په دولت نيوکه وکړه، چې تر اوسه يې د پر لاس ورغلو فرصتونه لازمه
ګټه نه ده پورته کړې او له همدې امله ټوله ګټه او شوې مرستې د يو څو تنو
واكدارانو او زورواکو جېبونو ته لوېدلي دي.

پر دې سربېره داسې رپورټونه هم شته، ځيني كسان چې د ننه په هېواد کې د
كار زمينه ورته برابره ده او د ښې پانګې خاوندان هم دي، کډوالۍ ته مخ
کړې.

نوموړي زياته کړه، چې ډېرى پانګوال د امنيت د نشتوالي له امله د خپل
راتلوونكي څخه انديښمن دي، په همدې موخه کډوالي کوي او خپلې پانګې هم له
هېواد څخه باسي.

نوموړي وايي، له افغانستان څخه د کاري ځواک چې تر ډېره پورې تحصيلي ځوانه
طبقه ده، وتل که له يوې خوا د کاري کدري کسانو د کمښت ستونزه رامنځ ته
کوي، له بلې خوا د هېواد اقتصاد ته هم لوى ګواښ پېښولى شي.

نوموړي وايي همدا اوس ډېر ځوانان چې د دولسم ټولګي نه فارغېږي، نه لوړو
زده كړو ته جذبيږي او نه هم كوم بل ځاى کې ورته كار پيدا كېږي، نو اړ دي،
چې سختې لارې او ستونزې په سر واخلي او د يوې ګولې ډوډۍ موندلو موخه،
بهرنيو هېوادونو ته مسافري وکړي او يا هم کډوال شي.

په همدې حال د سياسي چارو يو بل شنوونكى وحيد مژده بيا وايي، د هېواد
اوسنيو حالاتو ته په كتو سره خلك د ۲۰۱۴ كال وروسته خپل راتلونكى په
ګواښ کې ويني او د يو ښه ژوند له پاره د وتو لارې پيدا كوي.

نوموړي زياتوي، خلک په دې اند دي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته به
افغانستان د اقتصادي ستونزو سره مخ شي، نو ځکه د خپل شخصي جايدادونو په
خرڅلاو سره د خپل كورني يو غړي بهرته لېږي، څو وكولاي شي د هغي لارې د
خپل ژوند او کورنۍ اړتياوې پوره کاندي.

ښاغلي مژده وويل چي تېر لس كلونه خلكو ته يو لويه هيله مندي وه، چې نور
به له بهرنيوهېوادونو نه افغان کډوال بېرته راستانه شي، خو په وينايي
امنيتي ستونزې او د دولت نه پاملرنه خلك ناهيلي كړي او پر ځاى د دې چې
راستانه شي، خپل نوردوستان هم بهر ته وربولي.

مژده تور پورې کوي، چې په دولت كې د اداري فساد او د روابطو له لارې کار
اهل کار ته نه سپارل هغه څه دي چې تر ډېره يې په هېواد کې د بنسټيزو
کارونو مخه نيولې او د بې روزګارۍ کچه يې لوړه کړې ده.

نوموړى د تحصيل كړو ځوانانو مهاجرتونه د هېواد راتلونكي ته لوى ګواښ
بولي، او په دې برخه کې له دولت څخه د پوره پاملرنې غوښتنه کوي.

د سياسي چارو يو بل شنوونكى جاويد كوهستاني هم ورته نظر لري او وايي، پر
دولت د خلکو بې باوري د عدالت او قانون نه واكمني، او بې روزګاري د
کډوالۍ د لړۍ يواځينى لامل دى، چې تر ډېره د ټولنې ځوان پاړکى ورسره مخ
دى.

د کوهستاني په وينا د هېواد اوسنى كړكېچن حالات ځوانان د خپل راتلونكي نه
ناهيلي كړي او له همدې امله د مرګ په قبلولو سره هم هڅه کوي ځان له هېواد
څخه وباسي.

هغه وايي، له همدې حالت څخه پانګوال د خپل شتمنۍ او خپل ژوند په اړه
انديښمن دي او هڅه کوي خپلې پانګې په بهرنيو هېوادونو کې په کار واچوي،
چې دا د افغانستان له پاره يو لوى اقتصادي ګزار دى.

دا خبره څه موده وړاندې نيويارك ټايمز ورځپاڼه هم په خپله يوه ګڼه کې د
يوې مقالې په شکل خپره کړې وه.

ټايمز د مقالې په يوه برخه کې چې له څو تنو نړيوالو سوداګرو او اقتصادي
شنوونکو سره يې مرکې کړې وې ويلي وو، د امريكي او افغانستان د اړيكو
تړينګلي كېدو او د غربي هېوادونو د فعاليت په كمېدوسره نړيوال او كورني
پانګه اچونكي ډېرانديښمن شوي او خپلې پانګې له افغانستان څخه باسي.

د ورځپاڼې پر حواله د ملګروملتونو د وركړل شويو ارقامو پر بنسټ په ۲۰۱۱م
كال كې څه د پاڅه ۳۰زره افغانان يو شمېر صنعتي هېوادونو ته د سياسي پناه
اخيستلو غوښتنه كړې، چې دا شمېر د ۲۰۰۵كال په پرتله څلوربرابره زياتوالي
ښيي.

نيويارك ټايمز ليكي، چې په ۲۰۱۰م كال كي ۱۱۰زره افغانان خپل هېواد ته
بېرته ستنه شوي چې يادې شمېرې په ۲۰۱۱كال كې ۶۸ سلنه كموالي موندلى.

په همدې حال د المان څخه خبرېددونکى دويچه ويله د رپورټ پربنسټ د المان
هېواد نه د افغان پناه غوښتونكو شمېرې د تېر كال په پرتله زياتوالى
موندلى دى.

د دغه رپوټ پر بنسټ تېره كال دغه شمېر۲۷۰۰ وه، خو په روان كال كې دغه
شمېر۳۳۷۵ تنو ته رسېږي.

دا خبرې د كډوالو چارو وزارت چارواكي هم مني او وايي، له هېواد څخه د
کډوالو وتلو زياتوالى موندلى دى.

د دې وزارت وياند اسلام الدين جرئت د يو ځانګړې مركې په ترڅ کې روزخبري
آژانس ته وويل چې په ۸۱ كال کې هېواد ته د کډوالو راستېدلو په جدي توګه
دوام پيدا کړ، خو دغه لړى په ۸۸ پڅه شوه.

نوموړى بيا د مهاجرتونو لړۍ په دوه كټګوريو وېشي او وايي، يو شمېرافغانان
د يو ښه او ډاډمن راتلونكي په موخه اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅه كوي،
چې دا شمېر افغانان معمولا د منځنۍ اقتصاد درلودونکي دي.

دى زياتوي چې يو شمېر نور افغانان بيا د اقتصادي ستونزو له امله ګاونډيو
هېوادونو ته ځې چې كره شمېره له دغه وزارت سره نشته.

دى وايي، د كډوالو د كمېشنرۍ له خوا كډوالو چارو وزارت ته د وركړل شوي
رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۱م كال كې ۵۰زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د
پنا غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې وياند نادرفرهاد هم د افغانانو وتل
او پناه غوښتنه مني خو وايي چې له دوى سره يې كره شمېره نشته.

نوموړي هم د افغانانو وتلوعلت اقتصادي، سياسي، امنيتي ستونزې او په ټول
کې د كارنشتوالى بولي، چې که په وينا يې افغان دولت او نړيواله ټولنه
ورته جدي پاملرنه وکړي، نو دغه ستونزه به حل شي.

د ويلو ده چې د ۱۳۸۱كال ډېر افغانان هيله مند شوي وو چې له ګاونډيو او
نور بهرنيو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شي، خو د وخت په تېريد او
د نا امنۍ د زياتوالي له امله دغه بهير بېرته سوړ شو.

له همدې امله اوس هم ډېرى افغانان، چې زيات يې ځوانان دي اروپايي
هيوادنونو او نورو هېوادونو له سختو ننګونو او ان مرګ سره مخ کړې ده.

پوپل

Copyright Larawbar 2007-2024