يان کوبش: د کندهار حالت د افغانستان د ښې راتلونکي زېرى ورکوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبش نن په کندهار
کي ددې ولايت له والي او نورو چارواکو سره د ليدني پرمهال وويل چي
افغانستان يوه خورا ښه راتلونکې په مخ کي لري.
نوموړي نن کندهار ولايت ته د خپل سفر پرمهال په دې ولايت کي وروستي
پرمختګونه او لاسته راوړني وستايلې او زياته يې کړه چي دغه ولايت د هيواد
په پرمختګ او بيارغونه کي له خورا مهم او حياتي رول څخه برخمن دى چي بايد
ورته پام وسي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ښاغلي کوبش ته تر ښه راغلاست
ويلو وروسته نوموړي ته ددې ولايت د اوسنيو حالاتو په باب هر اړخيز
معلومات ورکړل او ورسره يې د هغو ستونزو په اړه چي دامهال پرتې هم خبري
وکړې.
هغه زياته کړه چي امنيتي ځواکونه پياوړي سوي او د ولايت په بيلا بيلو
برخو کي يې زيات شمېر وسلوال مخالفين له پښو غورځولي او هغه سيمي چي
کلونه د مخالفينو په لاس کي وې يو ځل بيا د دولت واک ته لوېدلي دي.
نوموړي همداراز وويل چي مخالفينو په جګړو کي تر ماتي خوړلو وروسته اوس
خپلو تاکتيکونو ته بدلون ورکړى او تر ډېره حده بې ګناه ملکي وګړي او عام
المنفعه تاسيسات د خپلو بريدونو ښکار ګرځوي.
والي په خپلو خبرو کي د افغانستان د جمهور رئيس وروستۍ وينا ته په اچارې
وويل چي له نړيوالو سره اړيکي ښې سوي او ددې وخت راغلى چي بايد په کور
دننه کي د اصلاحاتو لپاره کار وسي او وړ کسان په دولتي بستونو کي معرفي
سي.
هغه غوښتنه وکړه چي يوناما دي په کندهار کي د تبليغاتو د پياوړتيا او قوي
کېدو لپاره کار وکړي او همداراز دي د سولي ولايتي شورا د فعاليتونو د
چټکتيا لپاره هڅي او کوښښونه کړي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو خاص استازي له کندهار والي سره په ننۍ
ليدنه کي وويل چي نړيواله ټولنه ژمنه ده چي له افغانستان سره خپلو مرستو
ته دوام ورکړي ځکه په خبره يې چي په څو وروستيو نړيوالو کنفرانسونو کي د
افغانستان د هيلو او غوښتنو سره سم نړيوالي ټولني په اړوندو برخو کي د
مرستو ژمني کړي دي.
هغه وويل چي په توکيو کنفرانس کي به هم د افغانستان د هيلو سره سم يو
شمېر مرستندوى هيوادونو په ملکي برخو کي د خپلو اوږدمهالو مرستو او
همکاريو ژمني تازه کړي چي تبليغات، حکومتداري او د سولي تقويت به يې په
سر کي وي او دغه ټکى د افغانستان لپاره يو ښه زېرى دى.
يان کوبش نن لومړى د هلمند ولايت ته سفر کړى و او هلته يې هم له سيمه
ييزي ادارې سره د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو پر پياوړتيا او زياتولو
باندي بحث کړى و.