کور / خبرتیا او پيغامونه / د احمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني پيغام

د احمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني پيغام

داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه چي د١٩٩٤م کال څخه په علمي اوادبي کارونو بوخت ده دهيواددپاره يې دقدروړ خدمتونه تر سره کړي دي. اوپه همدغه ١٤کلن تاريخ کې يولړ کتابونه او دملي هنداري درې مياشتنۍ مجله اوداسي نوري مطبعاتي لاسته راوړني لري .



خوبرسيره پردې يې هم په هيواد کي دبيسواد ۍ دله منځه وړلودپاره پوره هڅي کړي دي.په پيل کې دخپل فعاليت دښونځيوپه جوړ و لو اودسيواد دزده کړي په کورسونو سره په سلهاو افغانان دبيسوادۍ له تاريکي کندي څخه ژغورلي دي. او تر اوسه هم دغه لړۍ روانه ده ، نوموړې ټولنه دهيوادنه بهر فعاليتونه لري.



چي دااوس يې دهالينډ په هيواد کي دښووني اوروزني لسمه کليزه په ډيرو شاندارو مراسيمو سره ، په داسي حال کي چي دافغانستان رسيمي استازی جنرال کونسل سلطان احمد بنياد اودهغه مرستيال ولي عزيزي هم برخه اخيستې وه په رسمي توګه يې نوموړې ښوونځی او دهغه دښووني اوروزني کار وليد ، هغه کتابونه چي دښووني اوروزني دپاره تر اتمي ټولګی پوري جوړسوي وه هغه يې دښووني اوروزني دمعيارونو سره برا بر وستايل او دهغه ورسته داحمدشاه بابا دښوونځی دزده کونکو له خوا دنوموړي ټولني رسمي ترانه ولوستل سوه. او په چک ، چکو سره وستايل سوه.ددې څخه ورسته دنوموړي ټولني په استازي توب ننګيالي بڅرکي خپله وينا واورول او بيا ښاغلي سلطان احمد بنياد يوه هر اړخيزه وينا واورول او دهيوادنه بهر يې دټولنو فرهنګيان دښووني اوروزني وډګرته را وهڅول او دټولنو لويه دنده يې دښووني اوروزني دپاره دښوونی جوړول يو ضروري کار وګا ڼه،پسله هغه دهيواد پيژندل سوی سياسي او علمي څيره او دښووني اوروزني پخوانی وزير ښاغلي عبدالرشيد جليلي هم خپله عالمانه وينا واورول او په همدغه ډول دحارنيم دټولني په استازيتوب او ديونسکو په استازيتوب ښاغلي يوسفزي صاحب ديونسکو پيغام ولوسته ، دمراسيمو په دې جريان کي دهالينډد فينندال دښاروالی دکلتوري فعاليتونو په استازيتوب ښاغلي مارتين (رويين ) هم خپله وينا واورول چي دوينا ژباړه ښاغلي سيد طاهر اغا وکړه. غونډه چي دورځي دپنځو بجوڅخه پيل سوې وه دشپې تر نهوبجو پورې دوام وکړ او په اخير کي دټولني دخوا وښاغلي جنرال کونسل ، دټولني استازيو ته اودفينندال دښاروالي کلتوري مشرته دګلانو ګيډۍ ورکړل سوې او غونډه ديوې جوړي سوي ميلمستيا په خوړلو اوددوعا په کولوسره پايته ورسيده.



 


دلوی خدای په نامه


داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه تاسي ښاغلي سلطان احمد (بنياد) اوستاسي مرستيال عزيزي صاحب ته دزړه له کومي ښه راغلاست وايي. داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه چي دغه لس کاله کيږي چي په هالينډ کي علمي او فرهنګي فعاليتونه لري . تر اوسه يې دقدر وړ لاسته را وړني تر لاسه کړي دي .اوپه دو برخوکې ديادوني وړ خدمتونه کړي دي .


لو مړی :دخپرونو په برخه کي يولړ کتابونه خپاره سوي دي او د ملي هنداري درې مياشتنۍ مجله خپره سوې ده .


دوهم : دښووني اوروزني په برخه کي هغه لاسته را وړني لري چي په واقيعت کي دهيواد يو اړوند ضرورت ګڼل کيږي ، داچي نن ورځ موږ دهيواد څخه ليري يو او دهيواد بچيان مو په خپله مورنۍ ژبه ستونزي لري او نه سي کولای دخپلو دوستانو او خپلوانو سره اړيکي ټينګي کړي ، او په قرا، قرار دخپلوانو او دوستانو څخه په کلتوري او ژبني لحاظ بيګانه کيږي .او اينده نسل مو نه سي کولای چي په خپله مورنۍ ژبه پوهول اورا پوهول وکړي نو دا يوه غـميزه ده . چي دحل لاره با يد ورته ولټول سي ، چي دنيکه مرغه داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولني دهمدغه ستونزي دپه پام کي نيولو سره پر ځان زحمت ګاللی او نن


و رځ د هالينډ په هيواد اود هيواد نه بهر دنورو اروپاه يې هيوادو سره چي هلته افغانان اوسيږي دکتابونو دليږلو سلسله يې جاري ساتلې ده . اودهيواد دغه فساد او ستونزه ( بيسوادي ) چي زموږ هيواد يې د کلنو ، کلنو راهيسي ځورولي دی  ودې ته دپه پام کي نيولوسر؛با يد دپای ټکی کښيښودل سي. زما له انده په اروپاه يا دهيوادنه بهر هر علمي او فرهنګي فعاليت چي تر سره کيږي ، لازمه يې بولم چي دخپلو نورو فعاليتونو پر څنګ دښووني اوروزني وه پروګرام ته هم ځانګړې پاملرنه وکي .


ستاسو ښاغلي جنرال کونسل څخه يو ځل بيا مننه کوم چي دلومړي ځل دپاره تاسو زموږ ستونزي او مشکيلات دنژدو څخه وليدل او زموږ سره مو دزړه خواله وکړه ، موږ برسيره پردې چي کارمو شاه ته نه دی پاته سوی خو يولړ ستونزي هم لرو لومړی داچي په افغاني رسمياتو کي زموږ دښوني او روزني پروګرام نه دی شاه مل او تاسي لو مړي خلک يا ست چي دافغانستان ددولت په نماينده ګي تاسو زموږ سره رسمي کتنه کوۍ . زه هيله لرم چي زموږاو ستاسو ليدنه کتنه نوره هم دوام داره او يو منطقي تسلسل پيداکړي . دا ځکه که تاسو هم زموږ سره دهمکارۍ لاس ورکړی نو موږ به نور هم غښتلي سو او ګړندي ګامونه به واخلو . داځکه چي ديوه لاسه ټک نه خيژي .


په اخير کي يو ځل بيا مننه چي تاسو سر بيره پردې چي وخت موهم نه درلود تاسو په افغاني او فرهنګي روحيه زموږ سر وخت تير کړ. او موږته مو په کار کي نوره حوصله را په برخه کړه .


داحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني مشر


ننګيالی بڅرکی



((داحمد شاه بابا دعلمي اوادبي ټولني ترانه))


     اهل دمعارف يو موږ


     بچي دتأ لف يو موږ


وجهل ته سپاهي يو موږ


     دجهل دوره تيره سوه درڼا څراغ به خپورغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


افغان معارف جوړغواړو افغان معارف جوړغواړو 


     ټولو افغانانوته


     دعلم پتنګانوته


     دهيواد خواروبچيانوته


لښکرموروان کړی هدف منديو چي خپل کور غواړو


افغان معارف جوړغواړو


افغان معارف جوړغواړو


افغان معارف جوړغواړو


موږد معارف بچيان


سرموتروطن قربان


راغلی دعمل ميدان


دانـــګـــو ښونځی ته د علمي مفکورې ښورغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     د تعلـــيـم اوتربيې ميدان


     هيوادموسوپه دې ويران


     چې نه لرواوس موږعـرفان


     قران مولوی قانون دی ،هم به داقانون سمسورغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     دادهـــرا فـغـا ن بـيـا ن


     راغلی پر وطن طوفان


     نه غـواړودجنګ ميدان


     سوله خوښووکې په جنګ وي کې په زورغـواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو



     د اد سبــــا ون پـيــغـــام


     لــوړبه کړو دعــــلم بــام


     ډک به کړود پوهي جام


     لښکرد معارف يو فقط يوعهد اوپيـمان نورغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     ټـول د يوبل څـنـګ کې يو


     پوهې په غورځنګ کې يو


     خيردی که په جنګ کې يو


     دعلم په رڼا کې به داخپل هيواد سمسورغواړو


     افغان مارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     افغان معارف جوړغواړو


     ننګيالی ـ  بڅـرکی  نيټه :١٩٩٥م کال