د شهيدانو او ټپیانو له کورنیو سره نقدي مرسته وسوه

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جون 25th, 2012


په زابل کي د شهیدانو او ټپیانو له یوشمیر کورنیو سره د هیواد د جمهمور
رئيس د یوه ځانګړي فرمان له مخي نقدي مرسته وسوه .
د زابل مرستیال والي محمدجان رسولیار د دې مرستو د ویشلو پرمهال
خبریالانو ته په خپلو خبرو کې وویل چې یاده مرسته د هیواد د جمهور رئیس د
یوځانګړي فرمان له مخي ترسره کیږي.
ښاغلی رسولیار زیاتوي د شهیدانو او ټپیانو شمیر شپږو تنو ته رسیږي چې د
هر شهید له کورنیو سره د سل زرو افغانیو او ټپیان له کورنیو سره د پنځو
زرو افغانیو مرسته وسوه.
نوموړي زیاته کړه چې د هیواد جمهور ریس تل په دې ولایت کې د شهیدانو له
کورنیو سره د خپلي خوا خوږۍ له مخي مرستي کړي دي ده دغه راز د هیواد د
جمهور رئیس څخه د زابل په استازي توب مننه وکړه.
په ورته وخت کې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو وارثین د هیواد د جمهور
رئیس د مرسته سویو پیسو څخه مننه وکړه دوى دغه راز په راتلوونکي کې د
نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.
د یادوني وړده چې دغه مرسته په داسي حال کي له دغو کسانو سره ترسره کیږي
چې څه موده وړاندي هم په دې ولایت کې د شهیدانو د یوشمیر کورنیو سره
مرسته سوې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024