کور / تازه خبرونه / پنجوايي: د خلکو لخوا انکشافي شورا وټاکل سوه

پنجوايي: د خلکو لخوا انکشافي شورا وټاکل سوه

د نوموړي شورا د ټاکني مراسمو ته د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توریالي
ویسا هم د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ و رغلی وو ، د کندهار والي د
انکشافي شورا ټاکنه د داسي یوې ولسوالۍ لپاره چي د ترهګریزو عملیاتو یو
مرکز وو ډیره مهمه وبلله خو ترڅنګ يې د پنجوايي ولسوالۍ پرخلکو ږغ وکړ چي
د سولي او پخلایني د پروسې څخه ملاتړ وکړي .
د کندهار والي او د سولي شورا د ولايتي کميسون مشر حاجي عطا محمد احمدي د
پنجوايي ولسوالۍ د اوسيد ونکو څخه غوښتنه وکړه ترڅو په سيمه کي د سولي او
پخلايني په پروسه کي خپله ونډه واخلي او هغه مرور وړوڼه چي دا مهال د خپل
ملي دولت سره په مخالفت ولاړ دي بيرته د پخلايني خواته را وبولي .
د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال حاجي فضل محمد په يوه ځانګړي مركه كي وويل چي
په ولسوالۍ كي يې سيمه ايزو شوراګانو ښه نتيجه وركړي او د انكشافي شورا د
غړيو په ټاكلو كي به بدلونونه رامنځ ته كړي .
د نوموړي په خبره چي د غړو تر ټاكلو وروسته به په راتلوونكي اونۍ كي د
شورا لپاره مشر ، مرستيال او منشي هم وټاكي .
پنجوايي ولسوالۍ د کندهار لویدیځ ته په ۲۵ کیلو متري کي پرته ده د
پنجوايي ولسوالۍ چي مخکي يې د ترهګرو د ځالي حیثیت درلود اوس په بشپړ ډول
د افغان ملي امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندي ده .
د نوموړي ولسوالۍ بیځایه سوي خلک اوس بیرته خپلو کورونو ته ستانه سوي او
خپل عادي ژوند ته يي ادامه ورکړې ده .