کور / تازه خبرونه / څرخ ولسوالي:په شپه يي عملياتو کي طالب مشر وژل سویدی

څرخ ولسوالي:په شپه يي عملياتو کي طالب مشر وژل سویدی

افغان او ايتلافي ځواکونو تېره شپه د لوګر په څرخ ولسوالي کي پر هغه کور پوځي عمليات وکړل چي ددوی په وينا هدف يې د طالبانو د سيمه ايز قومندان مولوي صادق له منځه وړل وو .


د ايتلافي قواوو لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په دغو عملياتو کي چي د هوايي قواوو څخه کار پکښي واخستل سو وروسته مځکنيو قواوو ته څرګنده سوه چي مولوي صادق چي ددغو عملياتو هدف وو له منځه تللی دی .


په خبرپاڼه کي ويل سويدي چي په دغو بمباريو کي چي د مولوي صادق د له منځه وړلو د پاره وسوې ، ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی .


په خبرپاڼه کي مولوي صادق د طالبانو سيمه ايز قومندان ، پر ناټو او ايتلافي ځواکونو د بريدونو همږغی کوونکی او په کور دننه جوړېدونکو بمونو تجربه کار ښوودل سوی دی .


طالبانو تر اوسه ددغو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .