هلمند : د کرهڼي پوهنځي څخه محصلين فارغ سول

عطاالله محمدي | جون 30th, 2012


د پنج شنبه په ورځ د ولایت په تالار کی د یو لړ مراسمو په ترڅ کی ۳۱ تنه محصلین فارغ شول په دی مراسمو کی د هلمند والی محمد ګلاب منګل د پوهنی ريس محمد نسیم صافی او ددې تر څنګ د دولتی او خصوصی پوهنتونونو مسولینو هم ګډون کړی و.
د هلمند والی محمد ګلاب منګل په وینا چی دغه پوهنتون په لومړیو کی د ډیرو سختوستونزو سره لاس اوګروان وو لکه د پوهنتون د تعمیر نشتوالی د استادانو نشتون ددی تر څنګ د کتابتون او لابراتوار له کمبود سره مخ و او ده زیاته کړه چی له ورته ستونزو څخه ځینی حل شوی او پاتی نورو ستونزو سره باید مربطه وزارت مرسته وکړی.
هلمند والی محمد ګلاب منګل خوښی څرګنده کړه چی په هلمند کی د لومړی ځل لپاره د کرهڼی د پوهنځئ څخه یو دیرش محصلین فارغه کیږی او ده یی په هلمند کی یو ډیر غټ ګام وباله .
په دی غونډه کی د پوهنتون ريس امان الله بارک په خپله وینا کی وویل چی پوهنتون د ډیرو سخت حالت سره مخ و خو د ولایت مقام، سوداګرئ اتحادیی اوځینو موسیساتو په مرسته یو لړ ستونزی حل شوی دی.
د یادونی وړ ده چی په دی وروستیو کی د دولتی پوهنتونونو تر څنګ دری نور خصوصی پوهنتونونه هم فعالیت کوی.

Copyright Larawbar 2007-2024