کور / تازه خبرونه / افغانان په ډله ییزه توګه خپل وطن ته استول کیږي

افغانان په ډله ییزه توګه خپل وطن ته استول کیږي

پېښور:په زرګونه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته په زوره د ستنېدو وېره لري.دا ستنېدل به تر هغه ضرب الاجل وروسته تر سره شي چې پاکستان افغان کډوالو ته ټاکلی وو او دا شنبه (د جون ۳۰) پای ته رسیږي.خو کابل د کډوالو پر دغه ډول ډله ییزه لېږنه خوښ نه دی.اسلام اباد وايي نور د دغه هېواد په شمال لویدیځ ایالت خیبر پښتونخوا کې د ناقانونه افغانانو اوسېدل نه شي زغملی.خیبر پښتونخوا هغه سیمه ده چې ډيری افغان کډوال په کې مېشت دي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ایالتي وزیر میا افتخار حسین وويل، قانوني ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې د ټولو غیر قانوني افغانانو لستونه راټول کړي، چې کله د جون د ۳۰ نیټې ضرب الاجل پای ته ورسیږي د دغو غیر قانوني افغانانو د نیولو او بندي کولو امر به صادر شي چې بالاخره به د محکمې له پړېکړې وروسته خپل هېواد ته استول کيږي.پاکستان افغان کډوالو ته د تېرو ۳۲ کلونو راهیسې پناه ورکړې. ولایتي دولت نور دا بار په خپلو اوږو نه شي اخیستلای. دوی باید بېرته خپل هېواد ته لاړ شي.”د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ایالتي وزیر میا افتخار حسین
ښاغلي حسین وويل هیڅ هېواد ناقانونه کډوال پر خپله خاوره نه پريږدي اودا شونې نه ده چې ناقانونه کسانو ته قانوني ووايو او پرې ييږدو.
هغه زیاته کړه چې پاکستان افغان کډوالو ته د تېرو ۳۲ کلونو راهیسې پناه ورکړې او “ولایتي دولت نور دا بار په خپلو اوږو نه شي اخیستلای. دوی باید بېرته خپل هېواد ته لاړ شي”.ښاغلی حسین افغان کډوال په هغه هېواد کې په ورانکاریو تورنوي خو کارپوهان دا ردوي او وايي پاکستان دا د کډوالو د ایستلو لپاره د یوې پلمې په توګه کاروي.خو افغانان د دومره زیات شمېر بې روزګاره او بې وزله کډوالو بېرته ستنېدو اندېښمن کړي دي.
د کابل دا ردوي چې کډوال به په زوره را ستانه شي.د افغانستان د کډوالو چارو وزیر اسلام الدین جرئت وايي له خیبر پښتونخوا سره يې يوه وړه ستونزه درلوده او اوس حل شوې. هغه وايي دوی د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومت سره سلا مشورې ته رسېدلي چې افغانانو ته څه قانوني اسناد ورکړل شي او پاتې شي.د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو اين ايچ سي ار په وينا دا مهال شاوخوا ۱، ۷ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د قانوني کډوالو په توګه مېشت دي او په زرګونو نور ناقانونه هلته شپې سبا کوي.