پراقلیم دانساني فعالیتونو اغيزې
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن / کابل پوهنتون، ځمکپوهنی پوهنځی، چاپېریال ساتنې ديپارتمنت
لکه چی پو هیږو اقلیم په اوږده موده کی په یوه سیمه کې د هوا دعمده اجزاوولکه تودوخې، اورښت،
دلمر دوړانګو، باد او نورومنځنۍ حد دی. همدارنګه په نړۍ کې د اقلیم منځنۍ اندازه زموږ د سیارې د حالت څرګندویه ده.
دځمکې سیارې له خپله پیدا یښته ، یعنې دڅه نا څه پنځو ملیاردو کلونو په موده کې لوی او واړه اقلیمي بدلونونه لیدلي دي. په حقیقت کې ځنې کوچني اقلیمی بدلونونه د ځمکې داتموسفیر دسیستم نورماله برخه ده.
د اقلیمي بدلونونو علتونه زیات دي او بیلابېل طبیعي او بشري علتونه لري. د لويو وچو خوځښت، بحري جریانونه، اور غورځوني او داسې نور يې طبیعي علتونه دي. د فوسېلي سون توکو سوزول، د ځنګلونو له منځه وړل، کرنه او مالداری یې بشری علتونه دي.
په تیرو سلګونو ملیونو کلونو کې د ځمکې دلویو وچو موقعیتونه
بدل شوي همدا رنګه دځمکې پرمخ دلمر دوړانګو په اندازه کې هم بدلون راغلۍ دی. په وروستۍ یخچالي دوره کي، نیږدې (18000)کاله د مخه د نړۍ منځني تودوخه داوس په پرتله تقریباً (4) درجي ټیټه وه.
(12000) کاله دمخه یعنې له وروستنۍ یخچالي دورې وروسته، دنړۍ منځنۍ تودوخه اوسنۍ اندازې، 14 یا15 درجو ته ورسیده . د ځمکې پر مخ د نړۍ منځنۍ تودوخه، له ۱۸۶۰ کال را دیخوا له ( ۰،۶ او څه نا څه ۰،۲) درجو تر منځ زیاته شویده. دغه ډول تودیدل په تیرو زرو کلونو کې نه دی پیښ شوي. د پام وړ داده چې تېر دری تازه کلونه( ۱۹۹۵، ۱۹۹۷ او ۱۹۹۸) له ۱۸۶۰ کال راهیسې تر ټولو تاوده کلونه او کېداې شی چې له تېرو زرو کلونو راهیسې تاوده کلونه وی.
د تودوخې ددرجې د زیاتوالی له امله ، د ځمکې پرمخ د واورو او کنګل ساحه لږه شوېده.
په شلمې پېړۍ کې د تودوخې د همدې زیاتوالي له امله د سمندر د اوبو سطحه هم له لسو خخه تر شلو سانتیمترو پورې جګه شوېده. د ۱۹۱۰ او ۱۹۴۵ کلونو تر منځ ، د نړۍ د تودوخې منځنۍ درجه په هرو لسو کلونو کې ۰،۱۴ درجې لوړه شویده، چې د نورو عواملو تر څنګ په کې اور غورځوونکوزیات رول لوبولې دی. څرنګه چې اوس دبحث موضوع په اقلیمی تغیراتو کې دانساني فعالیتونو اغیزه ده نوپه طبیعي عواملولکه اورغورځوونکو، دسمندرونو اواتموسفیر پر متقابل عمل او داسې نورو فعالیتونو چې داقلیم په بدلون کې اغیزه لري تيرېږو اوپرانساني علت خبرې کوو.
د میلادي پیړۍ په پیل کې دنړی وګړي څه نا څه (100)ملیونه اتکل شویدي. په (1800)میلادی کي یوملیارد ته رسیلی و. په (1900) کي دوه ملیاردو اوپه (2000) کې نږدې شپږو ملیادو ته ورسیده.همدارنګه پخوا د ځمکې لږه برخه د استفادې لاندې نیول شوې وه خوپه دې وروستیو پیړیو کې بشر دځمکې ډېره برخه لاندې کړه،چې رنګارنګ عواقب له ځا نه سره لري. یو له دغو عواقبو څخه د ځمکې پر سطحه کې تغیرات دي.
پخوا یوه زیاته برخه ځمکه طبیعی ځنګلونو پوښلې وه او یا شاړه وه، خو په دی وروستیو کې ډېره برخه دکرنې او څارویو دروزنې لپاره وکاریده. همدارنګه استوګنځایونو، ښارجوړونې، لویو لارو اوسړکونو هم دځمکې یوبرخه ونیوه.
دځمکې پر مخ دغو تغیراتو بې له شکه چې پر سیمه ایز اقلیم اغیزه لرله. ددې ترڅنګ دوګړو همدغه زیاتوالۍ او دصنا یعو پر مختګ د فوسیلی سون موادو څخه داستفادې اندازه هم لوړه کړه .
داتموسفیر حالت له صنعتي انقلاب څخه وروسته بدل شویدۍ اود شین کوریزو غازونو اندازه پکې لوړه شوېده . شين کوريزو غازونو لکه کاربن ، متان،نايتروجن اکسايد او اوزون ځمکه په يوه پوښ کې پوښلى ده او په طبيعي توګه د ځمکې پر مخ د تودوخې درجه په نورمال يا معتدل حالت ساتي.پرته له دغو شنوکوريزو غازونو به پر ځمکه د تودوخى منځنځۍ درجه منفي ١٨ ته رسېدلاى وې. ځکه نو ګټور هم دي. خو که چېرې دا غازونه زيات شي نو بيا لکه د شنو ښيښه ېي خونو په څير چې بوټي او ګلان په کې له کنګل څخه ژغورل کېږي، تودوخه را پرېږدي او د شپې له خوا ېي د بيرته تګ مخ نيسي او په دې توګه د اقليم د بدلون او پر ځمکه د تودوخى د درجې د لوړيدو سبب ګرځي.
له صنعتي انقلاب راوروسته انسان په ډيره زياته اندازه فوسېلي مواد لکه نفت ، ګاز او د ډبرو سکاره کاروي. دغه توکي په هوا کې د کاربن داى اکسايد د زياتوالي سبب ګرځي او په اتموسفیر کې دکاربن دای اکساید داندازې زیاتوالۍ زیاتره د همدې فوسیلو موادو له سوځیدو سره تړاو لري. کاربن داى اکسايد له شينکوريزو غازونوڅخه ګڼل کېږي او شين کوريزه اغېزې لري. د کاربن دای اکساید CO2 اندازه له 311ppm څخه په ۱۹۵۰ کې تر 368ppm پوری په ۲۰۰۰ کال کې، لوړه شوېده.
په دې اساس دهمدغه انساني کړنو له امله دشلمې پیړۍ په دوهمې نیمایی کې د ځمکې دتودوخې درجه دسانتی ګیراد (1/5) درجې لوړه شوېده. په یویشتمه پیړۍ کې به هم د کاربن دای اکساید تراکم دفوسیلي موادو
دسون سره اړیکه ولري. هرڅومره چې د کاربن دای اکساید (CO2) اندازه لوړیږي په هماغه اندازه دوچي او سمندر توان هم داضافي کاربن دای اکساید داخیستلو لپاره کمیږي. دیویشتمې پیړۍ په پای کې به دکاربن دای اکساید اوسنۍ اندازه له (1/5) څخه تر(2/6) ځله پورې لوړه شي چې په دې توګه به دهمدې پیړۍ په پای کې دځمکې د تودو خې منځنۍ درجه هم دسانتي ګراد له (1/4) څخه تر ( 5/8) درجو پورې، پورته شي اودسمندرداوبوسطحه به د(1990) کال په پرتله له 9سانتی متروڅخه تر88 سانتی مترو پوري جګه شي.
بشری فعالیتونو په اتموسفیر کې د ایروسولونو اندازه هم لوړه کړېده.
Aerosols ایروسولونه د بېلابېلو کیمیایی ترکيبونو او جسمونو په لرلو سره د غیری ګازی عناصرو ګډ نوم دې.
ددې تر څنګ له طبيعي شتمنيو او زيرمو څخه نا معقوله استفاده ددې سبب کېداى شي، چې د اړوندې سيمې طبيعي سستم ګډ وډشي، له پښو وغورځول شي او بيا ځان ونه شي رغولى.همدارنګه په ډيرو حالاتو کې چاپيريال ته ورپېښه ستونزه سيمه ييزه نه پاته کېږي او نړيوالې اغېزې لري. يو له دغو ډيرو خطرونوڅخه چې د ژوند چاپرېيال ته ورپېښ دي، په پراخه توګه د طبيعي ځنګلونو پرېکول او له منځه وړل دي. څېړونکې په دې اند دي چې د استوايې ځنګلونو پريکول د نړۍ اقليم اغېزمنولاى شي.نوموړي ځنګلونه د نړۍ د سږو په نامه يادېږي او پر ځمکه د اکسيجن لپاره ډير اړين دي، خو دغه ځنګلونه اوس د سوداګرۍ، د کرنيزو ځمکو د لاس ته راوړلو او د سرکونو د غزولو لپاره په چټکۍ او بې رحمۍ سره له منځه ځي.
د امازون د ځنګلونو حالت
چېرته چې ځنګلونه له منځه ځي هلته بيا اورښت هم کمېږي، کوم اورښت چې کېږي هغه هم نور د ونو او بوټو د رګونو په وسيله نه ساتل کېږي او په دې توګه په اوږده موده کې د اقليم د بدلون سبب کېږي.د خاورى طبقه نازکه او بې حاصله کېږي، باد او اوبه يې په اسانۍ سره تخريبوي او صحرايې کېدل پراختيا مومي.
تخنېکي نوي وسايل داسى د ځنګلونو بيخ وباسي
په افغانستان کې هم طبيعي ځنګلونه د لرګيو د قاچاقو،دسون د توکو په توګه د سوزولو او جګړو له امله له بشپړي له منځه وړنې سره مخ دي. زموږ پر خاوره د لوى خداى دغه لورولى نعمت او طبيعي شتمني د دولت او وګړو د نه پاملرني او ناسمې استفادې له امله په بشپړه توګه له منځه تلونکې ده او د بيا زرغونېدلو او پراختيا مجال نه ورکول کېږي.
دنړیوال غذایی سازمان (دنړۍ دځنګلی سر چینو FAO 2005) دشمېرو پر بنسټ د ځنګلونو اود نورو بوټولرونکو ساحه په افغانستان کې په ۱۹۹۰ کال (۱۳۰۹۰)کیلو متره مربع او په ۲۰۰۰ کال کی ۱۰۱۵۰ کیلومتره مربع وه چی په ۲۰۰۵ کال کې ۸۶۷۰ کیلو متره مربع ته راټیټه شوی ده. دملګرو ملتونو د چاپیر یال ساتنی د سازمان ( UNEP) تازه رپوټ څرګندوی چی د افغانستان په ختیځ کې (چی د هیواد د نباتی پو ښښ ډیره برخه په بر کی نیسی ) د۱۹۷۷ او ۲۰۰۲ کلونو تر منځ په سلو کی له پنځوسو تر اتیاوو پوری ځنګلونه وهل شوی دی. په ۱۹۷۹ کال کی هره ورځ دوه سو ه لارۍ موټرو په سرکونوکی تګ کاوه او تازه غوڅی شوی ونی یی لیګدلوی. ددی لرګیو زیاتره برخه پاکستان ته وړل کیده . په همدی کال د هیواد ۶فیصده مساحت ځنګلونو پوښلی وو، خونن ورځ یواځی له یو نه تر دوو فیصدو پوری په بر کی نیسی .
د بوټو او ونو همدغه پراخه غوڅونی اکوسیستم له سترو ننګونوسره مخ کړی دی .
یواځی په ختیځو ولایتونو کی پراخه ځنګلی پوښښ کولای شی د سیمی اقلیم تر اغیزی لاند ی راولی او د سختی وچکالی د پیښدلو مخه ونیسی. خو د لرګیو قاچاقو او په زیاته اندازه د لرګیو سوځولو په افغانسان کی د هوا کیفیت یا څرنګوالی د تهدید سره مخ کړی دی.
پر ځنګل پوښلې غر سپور او لغړ شوى دى
د پورتنيو څرګندونو په پام کې نيولو سره ویلاې شو چې انسان د اقلیم په بدلون کې یو مهم عامل دی. اقلیم د فوسیلی سون توکو د سوځېدو، د ځنګلونو د پرېکولو، کرنې او مالدارۍ له امله ډېر اغېزمن شوېدی.
د اقلېم د بدلون ناوړه پاېلې د سمندر د اوبو د سطحې لوړوالې، په ځنو سيمو کې د اورښت زیاتوالې او په ځنو کې کمښت، د ایکوسستم زیانمنېدل او وچکالی ده. همدارنګه د تودوخی سوزوونکې څپې یې مړينه او روغتیایې ستونزی هم رامنځ ته کولای شي..
په پایله کې ویلې شوچې اقلیمي بدلون بېلابېل طبیعي اوبشري علتونه لري. دځمکې پرمخ دوګړو زیاتوالۍ اوصنعتي انقلاب په دغه بدلون کې دانسان اغېزه زیاته کړيده. له فوسیلې توکوڅخه زیاتې ګټې اخیستنې په هوا کې دکاربن دای اکساید اندازه لوړه کړېده چې دتودوخې د درجې په لوړوالي کې اغیزه لري. همدارنګه په پراخه اندازه دطبیعی ځنګلونو پرېکولو دسیمیزاقلیم بدلون ته لاره پرانيستې ده.
دنوموړوناوړه پایلو ومخنیوي لپاره وړاندیزکېږي چې ستر صنعتی هېوادونه دملګرو ملتونو دسازمان داقلیم دتړون(UNFCCC) چې په1992 کې دبرازیل د(Rio) ریوپه ښارکي لاسلیک شواوبیا يي په (1997)کې دکیوتودپروتوکول بڼه غوره کړه، پرکړې ومني اود نورو هغو ډلوله هڅوسره چې داقلیم دبدلون دمخنیوی لپاره یې کوي ځانونه هم غږي کړي. دفوسیلي سون توکوپرځای دانرژی له نورو ډولونو کار واخلي دهوا دلا زیاتې ککړتیا او دطبیعی ځنګلونو دلازیات تخریب مخه ونیسی، دیوسالم چاپېریال پاکې هوا او دایمي پرمختیا لپاره کاروکړي.
پای
١٣٩١ لمريز کال د غويي میاشت (د علومو اکاډمي په سیمینار کې لوستل شوی)