کور / تازه خبرونه / پکتيا: چاودني ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

پکتيا: چاودني ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تېره ورځ غرمه د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې کابل بانک ته څيرمه د يوې چاودنې له امله دوولسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .


دغه چاوديدونکي توکي چې  په يو بايسکل کې ځای پر ځاي شوي وو، له امله  د دوو پوليسو په ګډون  ۱۲ ملکي کسانو ته يي مرګ ژوبله واړه وله.


پکتيا والي وياند روح الله سمون وايي ، په پېښه کې دوه پوليس وژل شوي ، او ديوو پوليس په ګډون نهه تنه ملکي کسان ټپيان شوي دي .


دملکي روغتون مشر حياګل پکتين د لسو ملکي کسانو د ټپيکيدو خبر تايده وي پکتين وايي د ټپې شوي کسانو روغتيايي حالات  د ډاډ وړ ده.



د پېښې په وخت د ټپيان شويو کسانو خپل خپلوان د ملکي روغتون شاوخوا راټول شوي وو ، او هڅه يي کوله چې روغتون داخل شي ،


په چاودنه کې يوه مور، چې زوی يي په چاودنه کې وژل شوي وو ، د خپل زوی  د ژوندانه پوښتنه  په لوړو چيغو او نارو سره کوله .


د پيښې ټپيانو وويل  ، چې ګردېز ښار ته د سودا اخيستلو په موخه راغلي وو چې په ښار کې چاودنه وشوه ددوئ په خبره نور يي هم ډېر کسان وليدل چې په پېښه ټپيان شوي وو


دا پېښه په داسې مهال رامنځ ته کيږي چې يوه اونۍ وړاندې همدې ځاي ته څيرمه  د يوې بمي چاودنې له امله يو تن وژل شوی و، او شلو ملکي کسان ورکې ټپيان شوي وو .